د سالنګونو لویه لاره پرانیستل شوې

د سالنګونو لویه لاره پرانیستل شوې

د طالبانو حکومت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وایي، د سالنګونو لویه لاره نن سې شنبه د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوې ده.

دغه لاره د تېرې چهارشنبې د سختو ورښتونو له کبله تړل شوې وه. دا ریاست پر موټر چلوونکو ټینګار کوي چې په پوره احتیاط سره موټر وچلوي او خلکو باندې یې ټینګار دا دی که اړتیا نه وي نو له سفر کولو نه دې ډډه وکړي.