په خلیج کې د امریکا پوځي ځواک له زیاتېدو سره ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې د اتومي پروګرام هوکړې لپاره 'وخت په ختمېدو دی'

له هغه وروسته چې د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا پوځي ځواکونه پرلپسې د زیاتېدو په حال کې دي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې د ایراني اتومي پروګرام په تړاو د یوې هوکړې لپاره د خبرو وخت په ختمېدو دی.

ولسمشر ټرمپ په سیمه کې د امریکا سترې پوځي بېړۍ ته په اشارې سره وویل، لوی سمندري ځواک (ارمادا) له مشخص هدف سره د ایران پر لور د خوځښت په حال کې دی.

په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل، د هېواد وسله‌ وال ځواکونه یې ''ګوته پر ماشه'' حالت کې چمتو دي، چې د وچې او سمندر له لارې د هر ډول یرغل پر وړاندې ''سملاسي او پیاوړی ځواب'' ورکړي.

ایران ټینګار کوي چې د دوی اتومي پروګرام بشپړ سوله ‌ییز دی او په پرلپسې ډول یې د امریکا او د د امریکا د متحدینو هغه تورونه رد کړي چې وايي، ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي.

د ټرمپ دا وروستی خبرداری له هغې ژمنې وروسته راغی چې ویلي یې و، واشنګټن به د هغو کسانو د مرستې لپاره لاس په کار شي چې د روانې میاشتې په پیل کې د هېواد دننه د احتجاجونو ځپنې په لړ کې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وو.

ولسمشر ټرمپ ویلي و، ''مرسته پر لاره ده'' خو وروسته یې خپله لهجه بدله کړه او ویې ویل چې د باور وړ سرچینو ورته ویلي چې د لاریون کوونکو اعدامونه درول شوي دي.

بل لور د بشري حقونو امریکا مېشتو فعالانو د خبرونو ادارې (ایچ ار اې این اې) ویلي، د دسمبر له وروستیو راهیسې یې د ګډوډیو له پیل وروسته له شپږ زره ۳۰۱ د زیاتو کسانو وژل کېدل تائید کړي، چې له دې ډلې پنځه زره ۹۲۵ تنه لاریون کوونکي وو.

(ایچ ار اې این اې) زیاتوي چې سره له دې چې نږدې درې اوونۍ انټرنېټ بند و، دوی د راپور شویو نږدې ۱۷،۰۰۰ نورو مړینو معلومات هم راټولوي.

بل لور ناروې مېشتې ډلې (ایران بشري حقونه یا ای ایچ ار) خبرداری ورکړی چې د وژل شویو وروستی شمېر ښايي له ۲۵ زرو تنو هم واوړي.

د ایران په تړاو د ټرمپ وروستۍ څرګندونې تر ډېره د دغه هېواد پر اتومي پروګرام متمرکزې ښکاري.

هغه پر ټروت سوشل (ټروت سوشل) لیکلي:

''هیله ده ایران ژر تر ژره د خبرو مېز ته راشي او پر یوه عادلانه او منصفانه تړون خبرې وکړي، هېڅ اټومي وسلې نه!''

ټرمپ وویل، هغه سمندري ځواک چې دا مهال د فارس خلیج ته استول شوی، تر هغه ځواک هم لوی دی چې نوموړي مخکې وېنزویلا ته استولی و، چې امریکايي ځواکونو د هغه هېواد پخوانی مشر نیکولاس مادورو ونیو.

هغه زیاته کړه چې دا ځواک ''چمتو، لېوال او کولای شي، چې که اړتیا شي، خپله دنده په ډېرې چټکتیا او قوت سره ترسره کړي''.

د تېر کال په جون کې پر ایراني اتومي تاسیساتو د امریکا بریدونو ته په اشارې سره، چې د ایران او اسرائیلو د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال ترسره شول، د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ:

''راتلونکی برید به تر دې ډېر بد وي! مه پرېږدئ چې دا بیا تکرار شي.''

عراقچي: ایران له امریکا سره د مذاکراتو هېڅ غوښتنه نه ده کړې

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا په یوه بیان کې ویلي چې له امریکا سره د خبرو لپاره د ایران له لوري هېڅ رسمي غوښتنه نه ده شوې.

د بي ‌بي‌ سي فارسي څانګې د راپور له مخې عباس عراقچي ویلي چې یو شمېر هېوادونه د منځګړو په توګه د خبرو هڅه کوي او ایران له هغوی سره په اړیکه کې دی.

هغه ټینګار کړی چې د پوځي ګواښونو له لارې خبرې بریالۍ کېدای نه شي. که څوک مذاکرات غواړي، باید ګواښونه او غیر منطقي غوښتنې پای ته ورسوي.

د یادونې ده چې په دا وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په حواله داسې ګڼ راپورونه خپاره شوي چې ګواکې ایران له امریکا سره د خبرو او هوکړې غوښتونکی دی.

عراقچي وايي، په تېرو څو ورځو کې یې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره هېڅ ډول اړیکه نه درلوده.

په ایران کې د مظاهره‌ کوونکو له سختو ځپنو وروسته د تهران او واشنګټن اړیکې لا پسې ترینګلې شوې دي. منځني ختیځ ته د امریکا د الوتکو وړونکې بېړۍ او د هغې جنګي ډلې رسېدو د جګړې اندېښنې زیاتې کړې دي.

تر دې وړاندې امریکا ویلي وو، چې د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د فشار زیاتولو لپاره یې له ۴۰ هېوادونو سره خبرې کړې دي او دا چې هغو هېوادونو ته د مرستې لپاره چمتو ده چې د بندیزونو د پلي کېدو پر مهال له تخنیکي او امنیتي ستونزو سره مخ دي.