کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو

    • Author, هدایت‌الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پنجشنبې په ورځ (سلواغه نهمه/ جنوري ۲۹مه) د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل شو، چې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو سازمانونو په ګډون ګڼو بهرنیو روغتیايي او د طالبانو حکومت چارواکو ګډون کړی و.

په جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر اېډوېن سېنېزا سلوادور وویل، دا یو مهم پړاو دی چې په افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره د دوی د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي.

ښاغلي سلوادور وویل: "نن دا روغتون د بستر ناروغانو خدمتونه، کیموتراپي، جراحي آنکولوژي، لابراتواري او رادیولوژیکي خدمات ټول تر یوه چت لاندې وړاندې کوي. دا د ټول هېواد لپاره د مراجعې یو مرکز هم دی چې د ټولو ولایتونو ناروغانو چوپړ به کوي او په راتلونکو کلونو کې۲۰۰ بستریز روغتون ته د پراختیا پلان لري".

د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکی وایي، له افغانستانه څه باندې ۶۰ ډاکټران، نرسان او درمل جوړوونکي د آنکولوژۍ، د کیموتراپي د تطبیق او د تسکیني پاملرنې په برخه کې روزل شوي دي.

" دا روزنه د انلاین زدکړو او عملي تمرینونو له لارې تطبیق شوې ده".

Skip content and continue reading

End of content

نوموړي دا ژمنه هم وکړه چې د سرطان د اړینو درملو- په تېره د درد ضد درملو چمتو کولو کې به تر خپله وسه مرسته وکړي او په وینا یې له ملي ادارو او هغو شریکانو سره چې "نن دلته حضور لري، موږ له کابله بهر د سرطان د خدماتو د پراختیا ملاتړ کوو، د سرطان سیمه‌ییز مرکزونه پیاوړي کړو، تشخیص او لابراتواري وړتیاوې ښې کړو او د سرطان د څارنې او ثبت سیستمونه پیاوړي کړو چې ناروغان د اړتیا پر مهال مناسبه مرجع ولري."

ډاکټر اېډوېن سېنېزا سلوادور یادو مراسمو ته د راډیوتراپي یا د وړانګو په مټ د درملنې د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه هم وکړه چې په وینا یې نور به افغانان اړ نه وي چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

"دا ټول د عامې روغتیا له وزارت سره زموږ د قوي ملګرتیا له برکته ممکن شوي دي، موږ لا هم ژمن یو چې: (د یوه انسان ژغورل، د ټول بشریت ژغورل دي) ".

په افغانستان کې د سرطان ناروغي

تېر کال د سرطان د ناروغۍ په نړیواله ورځ (د فبرورۍ څلورمه) په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، په دې هېواد کې پر سرطان د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی چې یوازې په پلازمېنه کابل کې په تېر یوه کال کې نژدې شپږ زره پېښې ثبت شوې دي.

نړیوالې څېړنې ښيي چې پر سرطاني ناروغیو د اخته ځوانانو شمېر مخ په ډېرېدا دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په هرو پنځو کلونو کې د سرطان د ناروغۍ په اړه څېړنه کوي او د دغه سازمان د پنځو کلونو وړاندې (۲۰۲۰) شمېرې ښیي، چې هر کال ۲۳ زره افغانان د خولې او مرۍ پر سرطان اخته کېږي.‌

د 'ډبلیو‌اېچ‌او' په وینا، افغانستان کې پر دغه سرطان د اخته کېدونکو کسانو تر نیمايي ډېر (۱۶ زره) ژوند بایلي.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، له ډېر وخت راهیسې په افغانستان کې د سرطان ناروغانو له ګڼې ګوڼې ډکو روغتیايي مرکزونو او محدودو خدمتونو سره مخامخ وو، ډېری وخت به اړ کېدل چې له خپل کوره لېرې یا ان له هېواده بهر د درملنې لپاره سفر وکړي. "نن موږ د دې حالت د بدلون لپاره یو مهم ګام اخلو".

نوموړي وویل، چې کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د روغتون ودانۍ وه،‌ خو د ناروغانو د ډېرېدونکو اړتیاوو او د کارکوونکو لپاره مناسبه نه وه، چې بالاخره تېر کال (۲۰۲۵) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا نوې اوه پوړیزه ودانۍ "د اروپایي ټولنې د سخاوتمندانه ملاتړ په مرسته د ملي سرطان د کنټرول پروګرام ته وسپارله. د عامې روغتیا له وزارت سره د نژدې همکارۍ له لارې د روغتیا نړیوال سازمان د دې ودانۍ د ترمیم او بیا تنظیم ملاتړ وکړ چې د سرطان ناروغانو ته لازم خدمات وړاندې کړي".

له افغانستان سره د هند د ۲،۵ ټنه سرطان‌ ضد درملو مرسته

د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستغونډې ته د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل، یاد روغتون د دغه وزارت په غوښتنه او د طالبانو حکومت د مشر ملا هبت‌الله اخونزاده له لوري منظور او فعال شو.

نوموړي وویل، پلان لري چې په نژدې راتلونکي کې په دغه روغتون کې تخصصي پروګرام پیل شي چې کورني متخصصین وروزل شي.

هغه وویل، "هند تر دا مهاله د سرطاني ناروغیو برخه کې یو میلیون ډالر مرسته کړې، چې ټولټال لس ټنه درمل او تجهيزات دي. پلان لرو، چې د سرطاني ناروغيو ملي روغتون کې د هند هېواد په مرسته راډیوتراپي اسانتياوې رامنځته کړو".

هند ویلي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره یې د همکاریو په دوام ۲.۵ ټنه د سرطان ضد درملو بله جوپه کابل ته لېږلې ده.

یاد درمل د هند هېواد له لوري د بشردوستانه همکاریو په دوام د سرطاني ناروغانو د ملاتړ او روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا په موخه د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوي دي.

هند څو ورځې وړاندې هم نژدې اوه ټنه د سرطان ضد درملو مرسته کړې وه او د عامې روغتیا وزارت ته یې سپارلي وو.

مولوي نور جلال جلالي: وویل، ګڼ شمېر ناروغان د تشخیص لپاره بهر تګ ته اړ کېږي او د وېزو او نورو برخو کې کړاوونه ګالي؛ نو په همدې موخه هڅه کوو چې اسانتياوې رامنځته او بهر ته له تګ خلاص شو او په نژدې راتلونکي کې د سرطاني ناروغيو درملنې ملي روغتون کې تخصص برنامه هم پيل کړو، چې په کور دننه متخصصین ورزل شي.

د سرطاني ناروغيو د کنټرول ملي پروګرام مرستيال ډاکټر خالد خان خالد وویل،‌ "هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې موږ کولای شو له شته وسایلو او امکاناتو په ګټه اخيستلو د ټولو سرطاني ناروغانو تشخیص او درملنه په همدې روغتون کې وکړو."

وړاندې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، په افغانستان کې تر ټولو عام سرطان د سینې یا تیو سرطان دی چې ښځې پرې اخته کېږي.

پاکستان او په سرطان اخته افغانان

په افغانستان کې د سرطان تخصصي خدماتو، پرمختللو لابراتوارونو د نشتوالي او ځینې جراحي او درملیزو خدماتو د کمښت له کبله ډېری په سرطان اخته افغانان د درملنې لپاره د خیبر پښتونخوا او د پاکستان کراچۍ او لاهور د سرطاني درملنو روغتونونو ته ځي.

بل لامل یې دا دی چې کراچۍ او لاهور د سرطان لوی او تخصصي روغتونونه لري، لکه دولتي او خصوصي آنکولوژي مرکزونه، چې کیموتراپي، راډیوتراپي، جراحي آنکولوژي او دقیق تشخیصي خدمات وړاندې کوي.

دا امکانات د افغان ناروغانو لپاره ډېر مهم ګڼل کېدل. راډیوتراپي د سرطان د درملنې یوه اساسي برخه ده.

د کلونو لپاره دا خدمت په افغانستان کې یا نه وو، یا ډېر محدود وو، نو ناروغان اړ کېدل چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.

پاکستان افغانستان ته نژدې دی، تګ راتګ یې د نورو هېوادونو پرتله په تېر کې اسانه او ارزانه و.

د ایران، هند یا ترکیې پرتله د پاکستان درملنه ډېری افغانانو ته د لګښت له پلوه د منلو وړ وه،‌ خو په تېر اکتوبر کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته د لارې له تړل کېدو او د پاکستان د وېزې سختېدو سره په سرطان د اخته افغانانو پرمخ هم د پاکستان لاره وتړل شوه.‌