تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چاغښت تر سګرټو هم د سرطان لوی لامل دی
په برتانیا کې د یوه خیریه بنسټ موندنو له مخې چاغښت د سګرټو څښولو څخه ډېر د سرطان د ناروغۍ لامل ګرځي. د برتانیا د سرطان د څېړنې سازمان په وینا، د کولمو، پښتورګو، تخمدان او ځيګر سرطان اوس د سګرټ څښونکو په پرتله چاغو کسانو کې ډېر احتمال لري.
د دې سازمان په وینا اوس په لکونو خلک د خپل زیات وزن له امله د سرطان د ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي چې د چاغو کسانو شمېر د سګرټ څښونکو پرتله دوه چنده ډېر شوی دی.
د برتانیا اړوند د سرطان د څېړنې مرکز د دې ګواښ د ښودلو لپاره کمپاین هم پیل کړی چې له نیوکو سره مل دی. یو شمېر خلکو ویلي، له دې لارې د چاغو کسانو یو ډول سپکاوی کېږي. پر دې ادارې پخوا هم ورته تورونه لګول شوي وو.
دغه سازمان په تېرو وختونو کې د چاغتیا د قربانیانو په ځورونو هم تورن دی.
په فبروري میاشت کې ټوکمار او ټولنیز فعال سوفي هاګن په خپل ټویټر په دې کمپاین نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د سګرټ له ډبي سره د چاغښت ورته والی یوه نوې پدیده ده.
خو د برتانیا د سرطان د څېړنې سازمان وايي چې دوی د ډېر وزن له امله خلک نه ملامتوي او نه په مستقیم ډول سګرټ څښل او چاغي د سرطان له خطر سره پرتله کوي.
د دې سازمان په وینا ټوله برتانیا کې سګرټ څښل اوس هم د سرطان اصلي لامل دی چې چاغوالی یې بیا په دوهمه درجه کې راځي.
مګر په یو وخت کې کله چې د سګرټ د څښلو کچه ټیټېږي نو بیا چاغوالی زیاتېږي او د روغتیا پالانو په وینا دا د اندېښنې وړ ده.
په برتانیا کې د لویانو درېیمه برخه د چاغوالي په رنځ اخته ده، په دې هېواد کې کابو:
- د چاغوالي سره سره یو لک ۳۴ زره لویان شته دي چې سګرټ بیا نه څښي.
- ۶۳ لکه بالغ سګرټ څښونکي بیا داسې دي چې هېڅ چاغ نه دي.
- ۱۵ لکه لویان بیا داسې دي چې چاغ هم دي او سګرټ هم څښي.
د چاغوالي او سرطان ترمنځ اړیکه په روښانه توګه پیژندل شوې خو دا چې د ژوندانه د کوم مېکانیزم له مخې ترسره کیږي تر اوسه یې په اړه معلومات نشته .
د ډېر وزن لرل یا د چاغښت بیا دا مانا نه ده چې قرباني کس به خامخا سرطان ولري، خو د اخته کېدو خطر یې خامخا ډیر شوی دی او څومره یې چې وزن زیاتیږي خطر یې زیاتیږي.
د برتانیا د سرطان د څېړنې سازمان په وینا چې د سرطان ۱۳ بېلابېل ډولونه له چاغوالي سره تړاو لري هغه یې په لاندې ډول دي:
- د حیض بندېدل (په مېرمنو کې د میاشتني ناروغي له بندښت څخه وروسته)
- کولمه
- د خوړو پایپ
- لړمون
- ګرده
- د معدې پورته برخه
- مثانه
- د مور رحم
- تخمدان
- جاغور
- د وینې سرطان
- د مغزو سرطان
په دې توګه، په لویانو کې د چاغوالي او سرطان ترمنځ دا اړیکې په ګوته شوې، خو سالم وزن د ماشومانو لپاره هم اړین دی.
د سازمان په وینا په برتانیا کې هرکال د زیات وزن له امله:
- د سګرټ څښلو خلاف، چاغښت د کولمو د سرطان له ۱۹۰۰څخه د زیاتو پېښو لامل کیږي.
- د پښتورګو د سرطان له ۱۴۰۰ زیاتې پېښې
- د تخم دانی د سرطان له ۴۶۰ څخه زیاتې پېښې
- د ځیګر د سرطان له ۱۸۰ څخه زیاتې پېښې
د برتانیا د سرطان د څېړنې په سازمان کې د سرطان د مخنیوي برخې مشر پروفیسر لینډا بالي وايي چې د برتانیا حکومت باید د چاغوالي ستونزې د حل لپاره نور اقدامات هم وکړي.
د برتانیا د طبي ټولنه وايي، حکومت د زیان منونکي روغتیایی خوړو او څښاکونو د ودې په مخنیوي کې سست دی.
د دې ټولنې په وینا چې "په داسې حال کې چې د سګرټ څښلو له امله رامنځته شوي طبي ستونزو څخه ښه خبر یو، خو د چاغوالي په اړه لږه هڅه شوې چې د سرطان اصلي لامل دی."
د برتانیا د روغتیايي خدماتو اجرائیه مشر سائمن اسټیونز ویلي، دا اداره په یوازې ځان د چاغښت پر وړاندې بریالۍ مبارزه نه شي کولی.
نوموړی وايي، د دې مبارزې د بریالیبتوب لپاره د خواړو کورنۍ ادارې او د حکومت ټولې هڅې اړینې دي چې باید خپل رول په کې ادا کړي.