چاغښت تر سګرټو هم د سرطان لوی لامل دی

چاغښت

د عکس سرچینه، Getty Images

په برتانیا کې د یوه خیریه بنسټ موندنو له مخې چاغښت د سګرټو څښولو څخه ډېر د سرطان د ناروغۍ لامل ګرځي. د برتانیا د سرطان د څېړنې سازمان په وینا، د کولمو، پښتورګو، تخمدان او ځيګر سرطان اوس د سګرټ څښونکو په پرتله چاغو کسانو کې ډېر احتمال لري.

د دې سازمان په وینا اوس په لکونو خلک د خپل زیات وزن له امله د سرطان د ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي چې د چاغو کسانو شمېر د سګرټ څښونکو پرتله دوه چنده ډېر شوی دی.

د برتانیا اړوند د سرطان د څېړنې مرکز د دې ګواښ د ښودلو لپاره کمپاین هم پیل کړی چې له نیوکو سره مل دی. یو شمېر خلکو ویلي، له دې لارې د چاغو کسانو یو ډول سپکاوی کېږي. پر دې ادارې پخوا هم ورته تورونه لګول شوي وو.

دغه سازمان په تېرو وختونو کې د چاغتیا د قربانیانو په ځورونو هم تورن دی.

په فبروري میاشت کې ټوکمار او ټولنیز فعال سوفي هاګن په خپل ټویټر په دې کمپاین نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د سګرټ له ډبي سره د چاغښت ورته والی یوه نوې پدیده ده.

خو د برتانیا د سرطان د څېړنې سازمان وايي چې دوی د ډېر وزن له امله خلک نه ملامتوي او نه په مستقیم ډول سګرټ څښل او چاغي د سرطان له خطر سره پرتله کوي.

د دې سازمان په وینا ټوله برتانیا کې سګرټ څښل اوس هم د سرطان اصلي لامل دی چې چاغوالی یې بیا په دوهمه درجه کې راځي.

مګر په یو وخت کې کله چې د سګرټ د څښلو کچه ټیټېږي نو بیا چاغوالی زیاتېږي او د روغتیا پالانو په وینا دا د اندېښنې وړ ده.

سګرټ

د عکس سرچینه، TWITTER/@KENLYNCH73

د عکس تشریح، سوفي هاګن په خپل ټویټر په دې کمپاین نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د سګرټ له ډبي سره د چاغښت ورته والی یوه نوې پدیده ده.

په برتانیا کې د لویانو درېیمه برخه د چاغوالي په رنځ اخته ده، په دې هېواد کې کابو:

  • د چاغوالي سره سره یو لک ۳۴ زره لویان شته دي چې سګرټ بیا نه څښي.
  • ۶۳ لکه بالغ سګرټ څښونکي بیا داسې دي چې هېڅ چاغ نه دي.
  • ۱۵ لکه لویان بیا داسې دي چې چاغ هم دي او سګرټ هم څښي.

د چاغوالي او سرطان ترمنځ اړیکه په روښانه توګه پیژندل شوې خو دا چې د ژوندانه د کوم مېکانیزم له مخې ترسره کیږي تر اوسه یې په اړه معلومات نشته .

د ډېر وزن لرل یا د چاغښت بیا دا مانا نه ده چې قرباني کس به خامخا سرطان ولري، خو د اخته کېدو خطر یې خامخا ډیر شوی دی او څومره یې چې وزن زیاتیږي خطر یې زیاتیږي.

د برتانیا د سرطان د څېړنې سازمان په وینا چې د سرطان ۱۳ بېلابېل ډولونه له چاغوالي سره تړاو لري هغه یې په لاندې ډول دي:

  • د حیض بندېدل (په مېرمنو کې د میاشتني ناروغي له بندښت څخه وروسته)
  • کولمه
  • د خوړو پایپ
  • لړمون
  • ګرده
  • د معدې پورته برخه
  • مثانه
  • د مور رحم
  • تخمدان
  • جاغور
  • د وینې سرطان
  • د مغزو سرطان

په دې توګه، په لویانو کې د چاغوالي او سرطان ترمنځ دا اړیکې په ګوته شوې، خو سالم وزن د ماشومانو لپاره هم اړین دی.

د سازمان په وینا په برتانیا کې هرکال د زیات وزن له امله:

  • د سګرټ څښلو خلاف، چاغښت د کولمو د سرطان له ۱۹۰۰څخه د زیاتو پېښو لامل کیږي.
  • د پښتورګو د سرطان له ۱۴۰۰ زیاتې پېښې
  • د تخم دانی د سرطان له ۴۶۰ څخه زیاتې پېښې
  • د ځیګر د سرطان له ۱۸۰ څخه زیاتې پېښې

د برتانیا د سرطان د څېړنې په سازمان کې د سرطان د مخنیوي برخې مشر پروفیسر لینډا بالي وايي چې د برتانیا حکومت باید د چاغوالي ستونزې د حل لپاره نور اقدامات هم وکړي.

چاغښت

د عکس سرچینه، Google

د عکس تشریح، د برتانیا اړوند د سرطان د څېړنې مرکز د دې ګواښ د ښودلو لپاره کمپاین هم پیل کړی چې له نیوکو سره مل دی.

د برتانیا د طبي ټولنه وايي، حکومت د زیان منونکي روغتیایی خوړو او څښاکونو د ودې په مخنیوي کې سست دی.

د دې ټولنې په وینا چې "په داسې حال کې چې د سګرټ څښلو له امله رامنځته شوي طبي ستونزو څخه ښه خبر یو، خو د چاغوالي په اړه لږه هڅه شوې چې د سرطان اصلي لامل دی."

د برتانیا د روغتیايي خدماتو اجرائیه مشر سائمن اسټیونز ویلي، دا اداره په یوازې ځان د چاغښت پر وړاندې بریالۍ مبارزه نه شي کولی.

نوموړی وايي، د دې مبارزې د بریالیبتوب لپاره د خواړو کورنۍ ادارې او د حکومت ټولې هڅې اړینې دي چې باید خپل رول په کې ادا کړي.