وسواس او مزاحمو فکرونو سره څه وکړو؟

کله داسې شوي چې په یوه ستړې کوونکې غونډه کې ناست یاست او په ذهن کې مو درګرځي: "که همدا اوس چېغې وکړم نو څه به وشي؟" یا موټر چلوئ او ناڅاپه فکر در ته پیدا شي: "که ټکر وکړم نو څه به وشي؟"

دا ډول نا ارامه کوونکي خیالونه، مزاحم فکرونه ګڼل کېږي او ډېرو خلکو ته وخت ناوخته پیدا کېږي، خو ښه خبره دا ده چې تاسو دا فکرونه له پامه غورځولای شئ.

خو د ځینو کسانو لپاره دا ډول فکرونه دومره ځورونکي وي، چې وسواس ورته پیدا کېږي او تکراري کارونو ته اړ کېږي.

ډاکتره نینا هېګسن سوېني وايي، کله چې ماشومه وه، باور یې درلود، که له ښوونځي تر کوره "ښه" فکرونه و نه کړي، نو کورنۍ ته به یې زیان ورسېږي.

هغه زیاتوي: "که به کوم بد یا مزاحم فکر راغی، نو له بس‌تمځي څخه به روانه شوم ځکه باور مې درلودل که داسې و نه کړم، نو کومه بده پېښه به وشي او پړه به یې زما پر غاړې وي."

نینا لس کلنه وه، چې د اندېښنې یا وسواس جبري اختلال (OCD) ناروغي یې تشخیص شوه.

هغه اوس د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې د ارواپوهنې څېړونکې ده او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د رواني روغتیا په برخه کې کار کوي.

ډاکټره نینا وایي:

"وسواس ناغوښتل شوي او مزاحم فکرونه، احساسات او بدني حسونه دي. او اجباري کارونه هغه تکراري او دودیز عملونه دي چې انسان یې د وسواس له امله د اضطراب د کمولو لپاره کوي."

وړاندوینه دا ده، چې OCD یا د اندېښنې یا وسواس جبري اختلال د نړۍ د نفوس له ۱ تر ۳ سلنه اغېزمنوي.

مزاحم فکرونه ډېر ځوروونکي وي او زیاتره وخت د انسان له ارزښتونو او شخصیت سره مخالف موضوعات لري.

نینا وايي:

"کېدای شي داسې فکرونه درته پیدا شي چې خپلو عزیزانو ته به زیان ورسوې. یا کېدای شي د خپل جنسي تمایل په اړه شکمن شې او فکر درته پیدا شي، چې همجنس خوښې یم یا مخالف جنس ته مې تمایل شته. حتا تر دې حده هم کېدای شي چې انسان اندېښمن کړي، چې زه خو د ماشومانو جنسي ځورونکې ته تمایل نه لرم؟"

هغې زیاته کړه:

"یو ډېر عام ډول یې د ککړتیا په نوم وسواس دی، چې پکې انسان ته دا وېره پیدا کېږي، چې ناروغ به شم یا به بل چا ته ناروغي ولېږدوم."

د اندېښنې یا وسواس جبري اختلال ډېر کله د بلوغت پر مهال یا د ځوانۍ په لومړیو کې انسان ته پیدا کېږي، خو په ځینو خلکو کې ډېر ناوخته تشخیص شي، ځکه هغوی یې دردونه کلونه، کلونه پټوي.

څېړنې ښيي، چې د وسواس یا اندېښنې جبري اختلال ناروغي کېدای شي جینیټیک (ارثي) اړخ ولري او همدارنګه د ماشومتوب فشارونه لکه ځورونه، د عزیز له لاسه ورکول یا د کورنۍ پاشل کېدل، هم پکې رول ولري.

ارواپوه کیمبرلي وېلسن وايي، نژدې هر انسان لږ تر لږه یو ځل دا ځورونکي فکرونه تجربه کوي.

اغلې وېلسن زیاتوي: "څېړنې ښيي شاوخوا ۸۰ سلنه خلک دا ډول ځورونکي فکرونه لري."

خو ښه خبره دا ده چې ډېری خلک له یادو فکرونو ژر ځان خلاصولای شي.

هغې زیاته کړه: "اول موږ ته دا فکرونه عجیب ښکاري، خو د وخت په تېرېدو سره ورسره اشنا کېږو او له پامه یې غورځولای شو."

خو که مو دا ځورونکي فکرونه له پامه نه شوای غورځولای، بیا نو باید له مسلکي کسانو د مرستې غوښتنه وکړئ.

هغې وویل: "له اندېښنې یا وسواس جبري اختلال سره تړلي فکرونه د تل لپاره نه ورکېږي، بلکې په ذهن کې پاتې کېږي او دا فکرونه هېڅکله مثبت نه دي. یاد فکرونه ځوروونکي او ورسره مقابله اسانه نه وي. ځکه نو دغه رواني ناروغۍ پر ټول ژوند اغیز کوي او انسان اجباري کړنو ته اړه باسي."

د اندېښنې یا وسواس جبري ناروغۍ د کنټرول لارې

داکټره نینا وايي، په داسې حالاتو کې "مسلکي کس یا متخصص کولی شي، له وسواسه د خلاصېدو سمه لاره در وښیي."

د هغې په وینا، د مسلکي مرستې تر څنګ ځینې نورې لارې هم شته چې په مټ یې کولای شو خپل ذهني کړاو را کم کړو.

یوه لاره یې دا ده، چې دا ډول فکر ته نوم ورکړئ.

نوموړې زیاتوي: "کله چې پوه شوې، چې 'دا مزاحم فکر دی' نو باید له ځانه یې لېرې کړئ او ځان ته ووایې دا یوازې فکر دی، زه پخپله نه یم."

"حتا دا هم مرسته درسره کولای شي، چې د اندېښنې یا وسواس جبري اختلال فکر پر مهال د هغه انځور رسم کړو او ووایو، دا زه یم او دا بل اختلالي فکر دی، نو موږ دوه بېل شیان یوو."

د ځان ساتنه ډېره اړینه ده

د ډاکټرې نینا په وینا: "ښه خواړه خوړل، کافي استراحت کول او فزیکي فعالیت هم مرسته کولای شي، ځکه زما OCD حالت هغه مهال ډېر خرابېږي چې تر فشار لاندې یم او خپل ځان ته پام نه کوم."

د ډاکټرې نینا دغه ناروغي لا هم نه ده ورکه شوې، خو هغې یې د کنټرولولو چل زده‌ کړی دی.

د نینا په وینا: "زما ناروغۍ په بشپړه توګه نه ده ورکه شوې، خو اوس ورسره عادي ژوند کولای شم. مزاحم فکرونه مې لږ شوي او ښه پوهېږم چې څنګه یې اداره کړم. خو کله چې تر فشار لاندې شم، بیا یې له منځه وړل را ته سخت وي او ځینې وخت مې لا هم اجباري کړنو ته مجبوروي."