تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
که امریکا پر ایران برید وکړي، څه به کېږي؟ ۷ احتمالي حالتونه
- Author, فرانک ګارډنر
- دنده, د بي بي سي امنیتي چارو خبریال
د امریکا متحده ایالات د څو ورځو په ترڅ کې د ایران پر وړاندې برید ته چمتو ښکاري. که څه هم د احتمالي هدفونو اټکل کېدای شي، خو پایله یې معلومه نه ده.
که له تهران سره په وروستۍ شېبه کې کوم جوړجاړی ونه شي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ امریکايي ځواکونو ته پر ایران د برید امر وکړي، نو احتمالي پایلې څه کېدای شي؟
۱. ټاکلي، دقیق بریدونه، لږ ملکی تلفات، دیموکراسۍ ته اوښتل
د امریکا هوایي او سمندري ځواکونه محدود، دقیق بریدونه ترسره کوي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونه او بسیج، چې د سپاه پاسداران تر کنټرول لاندې یو نیم پوځي ځواک دی، پوځي اډې، بالیستیک توغندیو د توغولو او ذخیره کولو ځایونه او د ایران اتومي پروګرام هدف ګرځوي.
یو له مخکې کمزوری شوی رژیم ړنګیږي او بیا یوې رښتینې دیموکراسۍ ته لېږد کوي، چې ایران وکولای شي د نړۍ له نورو هېوادونو سره یوځای شي.
دا یوه ډېره هیله منه سناریو ده. په عراق او لیبیا کې د لویدیځو ځواکونو مداخله د نرم دیموکراتیک انتقال راوړونکې نه وه. که څه هم دواړه ظالمانه رژیمونه یې پای ته ورسول، خو تر کلونو پورې د ګډوډۍ او وینې بهیدو سبب شول.
سوریه چې خپل انقلاب یې ترسره کړ او د ولسمشر بشار الاسد حکومت یې په ۲۰۲۴ کې د لویدیځوالو له پوځی ملاتړ پرته ړنګ کړ، تر دې دمه ښې پایلې لري.
۲. رژیم پر ځای پاتې کېږي خو پالیسۍ نرموي
دا به په ټول کې «د وینزویلا ماډل» بلل کېدای شي، چې پکې د امریکا چټک او ځواکمن اقدام رژیم پر ځای پرېږدي، خو پالیسۍ یې معتدلوي.
د ایران په قضیه کې به یې معنی دا وي، چې اسلامي جمهوریت پر ځای پاتې کېږي، چې د ډېرو ایرانيانو لپاره به د قناعت وړ نه وي، خو اړ کېږي چې د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخجنو وسله والو ملاتړ کم کړي، خپل داخلي اتومي او بالیستیک توغندیز پروګرامونه یا پای ته ورسوي یا یې محدود کړي او د مظاهرو پر وړاندې خپل زور-زیاتی نرم کړي.
خو بیا هم دا سناریو د واقعیت پرتله لږ احتمالي لري.
د اسلامي جمهوریت مشران له ۴۷ کلونو راهیسې له بدلون سره مقاومت کوي او اوس داسې ښکاري چې دوی نه شي کولای خپله تګلاره بدله کړي.
۳. رژیم ړنګیږي او پر ځای یې پوځي واکمني رامنځته کېږي
ډېر کسان داسې فکر کوي چې دا د احتمالي پایلو تر ټولو ډېر احتمال لرونکې سناریو ده.
که څه هم رژیم د ډېرو خلکو نه خوښیږي او په تېرو کلونو کې د هرې بلې مظاهرې څپې لا کمزوری کړی، خو لا هم یو لوی او پراخ امنیتي «ډیپ سټیټ» شته چې په اوسني وضعیت کې خپله ګټه ویني.
له مهمو دلیلونو چې ولې مظاهرو تر اوسه د رژیم ړنګولو توان نه دی موندلی، یو دا دی چې هیڅ مهم غړي د هغوی اړخ ته نه دي ورغلی، په داسې حال کې چې واکمن د پرېمانه ځواک او بې رحمۍ کارولو ته چمتو دي، چې په واک کې پاتې شي.
د امریکا له هر ډول بریدونو وروسته په ګډوډۍ کې دا امکان شته چې ایران د یوه داسې قوي پوځي حکومت تر واک لاندې راشي، چې ډېری غړي یې د سپاه پاسداران کسان وي.
۴. ایران پر امریکايي ځواکونو او ګاونډیانو ځوابي برید کوي
ایران وايي، د هر ډول امریکایي برید پر وړاندې به ځوابي اقدام وکړي، او د ایراني چارواکو په وینا «ګوته پر ماشه حالت کې چمتو دي».
که څه هم ایران د امریکا له سمندري او هوایي ځواکونو له قوت سره سیالي نه شي کولای، خو بیا هم کولی شي د خپلو بالیستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له زېرمو برید وکړي، چې ډېری یې په غارونو، تر ځمکه لاندې یا لېرې پرتو غرنیو ځایونو کې پټ کړي دي.
په خلیج کې د امریکا اډې او تاسیسات شته، په ځانګړې توګه په بحرین او قطر کې، خو که ایران وغواړي، د اردن یا اسرائیل په څېر د هر هغه هیواد مهمې زیربناوې هم هدف ګرځولی شي چې د امریکا په برید کې یې برخه لرلې وي.
په ۲۰۱۹ کې پر سعودي ارامکو شرکت د ایران ملاتړ لرونکو ځواکونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید څرګنده کړې، چې سعودي عرب تر کومه بریده د ایرانی توغندیو له خطر سره مخامخ دی.
د ایران خلیجي عرب ګاونډیان، چې ټول د امریکا متحدین دي، په طبیعي ډول په ډېر اضطراب کې دي، ځکه چې د امریکا هر پوځی اقدام ښایي په پایله کې پر دوی هم اثر وکړي.
۵. ایران د خلیج په اوبو کې ماینونه ځای پر ځای کوي
دا له اوږدې مودې راهیسې د نړیوالو کښتیو او تېلو لېږدولو لپاره یوه احتمالي ګواښ بلل شوی، له هغه وخت راهیسې چې د ایران-عراق جګړې (۱۹۸۰–۱۹۸۸) پر مهال ایران رښتیا د کښتيو لارو کې ماینونه ځای پر ځای کړل او د برېېتانوي سمندري ځواکونو ماین پاکونکي یې لېرې کړل.
د ایران او عمان تر منځ هرمز تنګی یوه مهمه نقطه ده. هر کال د نړۍ مایع طبیعي ګاز (ایل این جي) شاوخوا ۲۰ سلنه صادارات او د تېلو له شلو تر ۲۵ سلنې پورې صادرات د همدې تنګي له لارې تېرېږي.
ایران په چټکۍ سره د سمندري ماینونو د ځای پر ځای کولو تمرینونه ترسره کړي دي. که ایران دا چاره وکړي، نو حتماً به د نړیوال تجارت او د تېلو پر بیو اغېز وکړي.
۶ . ایران د امریکا یوه جنګي بېړۍ ډوبوي
د امریکا سمندري ځواک یو کپتان چې خلیج کې په یوه جنګي بېړۍ کې و، یو ځل راته وویل چې د ایران لخوا د هغه تر ټولو لویو اندېښنو له جملې څخه یوه د '' ډله ییز برید'' دی.
دا هغه حالت دی چې د ایران چاودېدونکي ډرونونه او چټکې تورپېډو کښتۍ یو یا څو هدفونه په نښه کوي، چې ان د امریکا سمندري ځواک ځواکمنه نږدې دفاع ونه شي کولای ټول له منځه یوسي.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک ډېر مخکې د خلیج په سیمه کې د دودیز ایرانی سمندري ځواک ځای نیولی، چې یو شمېر قوماندانان یې د پاچا په وخت کې په 'دارتموت' کې روزل شوي و.
د ایران سمندري عملې ډېر تمرینونه په غیر دودیزه یا ''غیر متناسبې'' جګړې متمرکز کړي، په دې لټه کې چې د امریکا سمندري ځواک د پنځمې بېړۍ ټکنالوژیکي برترۍ څه ډول مخه ونیسي یا د تېښتې لارې ومومي.
د امریکا د یوې جنګي بېړۍ ډوبېدل او یا احتمالاً د عملې د پاتې شویو کسانو نیول کېدل به د امریکا لپاره لویه شرمناکه پېښه وي.
که څه هم دا سناریو لږ احتمال لري، خو د یادونې ده، چې د میلیارد ډالرو یو اېس اېس کول ډیسټرایر په ۲۰۰۰ کې د القاعده د ځانمرګي برید په عدن بندر کې زیانمنه کړه او ۱۷ امریکایي سمندري سرتېري یې ووژل.
له دې مخکې، په ۱۹۸۷ کې د عراق د یوې الوتکې پیلوټ په تېروتنه دوه اوږد واټڼه بېړۍ ضد توغندي پر یو اېس اېس سټارک وویشتل، چې ۳۷ سرتېري یې ووژل.
۷ . رژیم ړنګېږي او پر ځای یې ګډوډي رامنځته کېږي
دا یوه ډېره رښتینې خطره ده او د ګاونډیو هېوادونو لکه قطر او سعودي عرب لپاره له لویو اندېښنو یوه ده.
د داسې کورنۍ جګړې امکان هم شته لکه څنګه چې سوریې یمن او لیبیا تجربه کړې، او دغه راز خطر شته چې په ګډوډۍ او ناکرارۍ کې قومي شخړې وسلوالې جګړې ته واوړي، ځکه چې کردان، بلوڅان او نورې لږکۍ هڅه کوي خپل خلک د ټول هېواد د واک خلا په منځ کې وساتي.
د منځني ختیځ ډېرې برخې به خوشحاله وي چې د اسلامي جمهوریت پای وویني، او تر ټولو زیات اسرائیل، چې لا دمخه یې په سیمه کې د ایران له نیابتي ځواکونو سره درانه ټکرونه کړي او د ایران د احتمالي مشکوک اتومي پروګرام له امله شته خطر ته اندېښمن دي.
خو هېڅوک نه غواړي چې د منځني ختیځ تر ټولو لوی هېواد، نفوس یې شاوخوا ۹۳ میلیونه وګړو ته رسېږي، په ګډوډۍ کې ښکېل شي، چې د بشري ناورین او کډوالو بحران رامنځته کړي.
تر ټولو لوی خطر اوس دا دی چې ولسمشر ټرمپ، چې ځواکونه یې د ایران پولو کې راټول کړي، پرېکړه وکړي چې عمل وکړي یا له شرم سره مخامخ شي، او جګړه پیل شي چې هیڅ روښانه پایله نه لري او د نه اټکلېدونکو او ممکنه زیان رسونکو پایلو سره مخ شي.