تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د میلیاردونو ډالرو لمریزې پروژې د همالیا شپانه ولې اندېښمن کړي؟
- Author, ډیلنواز پاشا
- دنده, بيبيسي نیوز، هندي
- رپوټ له:, لداخ
هند د همالیا په سړه بېدیا او شخړمنه سیمه کې لوی پلانونه لري او غواړي د نړۍ تر ټولو لویه د لمریزې برېښنا پروژه تطبیق کړي.
دا پلان د هند تر ولکې لاندې کشمیر د لداخ د چانګتانګ پر لوړو یوه مهم پړاو ته رسېدلی دی.
په دې سیمه کې چانګرا یا پشمینې 'وژغونې' لرونکې وزې مېشتې دي، چې د دې سیمې مشهورې او نرمې پشمینې وړۍ "وژغونې" تولیدوي.
یو خوا، دا د لږ کاربون لرونکې انرژۍ د تولید فرصت برابروي چې د هېواد د برېښنا اړتیاوې پوره کړي، خو بلهخوا، د چانګپا پووند (شپانه)، چې سلګونه کلونه راهیسې خپلې وزې او نور څاروي په دې سیمه کې څروي، د څړځایونو له منځه تلو اندېښمن دي.
دوی وېرېږي چې د چاپېریال بل زیان به دې سیمې ته ورسېږي، په داسې حال کې چې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د اقلیمي بدلون له امله واښه لرونکې ځمکې لږ شوې دي، چې د شپنو په وینا وزې او نور څاروي یې مړه شوي دي.
تسېرنګ ستوبدان وايي: "دلته ژوند کول ډېر سخت دي. ډېرو شپنو دا کار پرېښی دی. که ځمکه له منځه لاړه، پاتې کسان به هم ولاړ شي."
لوی پلانونه
د فکري مرکز ایمبر په وینا، هند د لمریزې انرژۍ په تولید کې د نړۍ په کچه درېیم دی، یوازې له چین او امریکا وروسته. د هندي حکومت په وینا، د ۲۰۲۵ کال په پای کې ظرفیت شاوخوا ۱۳۵ ګیګاواټه و، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ کې یوازې ۳ ګیګاواټه و.
هند غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې د غیر فوسیل سونګ لرونکي برېښنا تولید ظرفیت ۵۰۰ ګیګاواټه ته ورسوي، چې په دې سره به د لمریزې انرژۍ ظرفیت ۲۸۰ ګیګاواټه دوه برابره شي.
د لداخ وړاندیز شوې ۱۱ ګیګاواټه لمریزې بیټرۍ پارک به د دې هدف لپاره مهم ګام وي.
دا به شاوخوا ۲۵۰ مربع کیلومتره ځمکه ونیسي، چې د مالیزیا له پلازمېنې کوالالمپور هم لویه سیمه ده.
له جغرافیایوي لحاظه، لوړه سیمه د لمریزې انرژۍ د تولید لپاره غوره ظرفیت لري، ځکه چې هوا پکې نرمه ده، ځای پراخه دی او د کال شاوخوا ۳۰۰ ورځې اسمان زیاتره روښانه وي.
دا پلان داسې ښکاري چې د چین په تیبت سیمې د تالاتان لمریز پارک کې هم کار روان دی، چې د تولید له مخې تر ټولو لوی دی، ظرفیت یې شاوخوا ۱۷ ګیګاواټه دی او له ۶۰۰ مربع کیلومتره زیاته سیمه پوښي.
چینايي چارواکي وایي څاروي لا هم د څرېدو موکه لري.
یوه لویه ننګونه د لداخ د راتلونکي لمریزې فارم لپاره دا ده چې انرژي له غرونو ښکته انتقال کړي، چې د ۷۱۳ کیلومتره اوږده انتقالي لین یا (Green Energy Corridor) د جوړولو اړتیا لري، چې لګښت یې شاوخوا ۲.۲۸ میلیارد ډالر اټکل شوی دی.
په دې سیمه کې تودوخه تر -۴۵ درجې راټیټېږي او سخته واوره او د ښویېدو خطر لرونکې سیمې ده، نو ځانګړي ډول اوسپنې کارولو ته به پکې اړتیا وي.
د لمریزې انرژۍ د پلان نظریه په ۲۰۲۰ کال کې وړاندې شوه، یوه کال وروسته له هغې چې د هند حکومت په رسمي توګه له خپلې ولکې لاندې کشمیر ځانګړی خپلواکي لغوه کړه او دوه فدرالي سیمې یې جوړې کړې: لداخ یوه او جمو او کشمیر بله.
کشمیر له لسیزو راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ شخړمنه سیمه ده او چین هم د دې برخې د کنټرول ادعا کوي.
لویې اندېښنې
په دې سیمه کې د پلان شوې لمریزې فابریکې د حدودو دننه د کليوالو اندېښنې څرګندې دي، که څه هم ډېر شپانه نه غواړي په رسمي ډول خبرې وکړي. یو شپون وايي: "که موږ څه ووایوو، ډېرې ستونزې به رامنځته شي."
د ځمکې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله، ډېری خلک وېرېږي چې بې تاوانه له ځمکې ایستل کېدای شي.
یو ۶۰ کلن شپون وايي: "موږ به وزې او نور څاروي وپلورو، خو له هغه وروسته به څه کوو؟" هغه له ۶۰۰ ډېر څاروي ساتي.
یو ځوان شپون هم ورته اندېښنې څرګندې کړې: "موږ دا کار له سلګونو کلونو راهیسې کوو او بل هېڅ نه پوهېږو."
تسېرنګ انګچوک، چې د زرګونو څارویو ساتونکی دی، وايي: "زموږ ژوند پر دې څړځایونو پورې تړلی دی."
هغه زیاتوي: "که حکومت زموږ ټولې غوښتنې ومني، موږ هېڅ ستونزه نه لرو. خو که موږ له تاوان پرته له دې دودیزو ځمکو وایستل شو، موږ به احتجاج وکړو او دې پروژې ته به اجازه ورنه کړو."
محلي شورا د لمریزې انرژۍ د پروژو د پلي کولو لپاره د هند ادارې ته ۴۸۰۰۰ هکتاره ځمکه ورکړې، خو د ځمکې د انتقال جزئیات په عامه توګه نه دي خپاره شوي. بي بي سي له شورا سره اړیکه ونیوله خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
ازمایښتي پروژه
د جرمني د هاینریش بویل بنسټ نړیوال راپور ښيي چې په افریقا، اسیا او لاتینه امریکا کې لویې د نوي کېدو وړ تولیدېدونکي انرژۍ پروژې له شپنو سره "کافي مشورې نه پرته" پرمخ وړل شوي، چې د څړځای لپاره یې ځمکه کارولې ده.
هندي چارواکي وایي چې په لداخ کې داسې نه ده.
ویې ویل چې یوه ازمایښتي پروژه په کوچنۍ کچه پیل شوې، چې هم د محلي انرژۍ اړتیاوې پوره کړي او هم د شپنو اندېښنې راکمې کړي.
شمسۍ پر شاوخوا ۱۸۰ سانتيمتره لوړو ستنو نصب شوې، چې چارواکي وایي، څاروي کولی شي په آزاد ډول لاندې حرکت وکړي او وڅري.
د لداخ د انرژۍ سکرتر پي ټي رودرا ګاوډ وايي: "ادارې د شپنو اندېښنې په پام کې نیولې دي."
هغه زیاتوي: "د شمسۍ د تختې لوړوالی د لګښت زیاتوالی هم رامنځته کوي. موږ دا ټول د وښو د ساتنې لپاره کوو."
د لداخ د ادارې مشر سکرتر پاوان کوټوال وایي، د دې کوچنۍ ازمایښتي پروژې عاید به د سیمهییزې پرمختیا لپاره وکارول شي.
خو د لویې پروژې لپاره، لا معلومه نه ده چې واښه له شمسیو لاندې اوږد مهاله پاتې شي که نه.
د لداخ د وېش او تولید د څانګې مشر انجنیر تسوانګ پالجور وايي د لداخ پوهنتون څېړونکي به دلته څېړنه وکړي چې معلومه کړي د لوړو پایو په کارولو "واښه ژغورل کېدی شي که نه".
خو محلي شپانه لا هم لېوالتیا نه لري.
تسېرنګ ستوبدان پوښتي: "که داسې لوی لمریز پارک جوړ شي، موږ څنګه کولای شو خپلې وزې هلته بوزو؟ دوی به ان له شمسیو لاندې هم په اسانۍ نه شي ګرځېدلی."