تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو ټاکل شوی استازی نه مني
د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت به د روان میلادي کال د جون له ۳۰مې وروسته خپل فعالیت پای ته ورسوي.
د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېر کال د اسټرالیا حکومت د افغانستان د پخواني حکومت سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی و چې د هغه دیپلوماتیک باورلیک به نور ونه غځول شي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت او په کانبرا کې د افغانستان سفارت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي: "د اسټرالیا حکومت هېڅ اراده نه لري چې د طالبانو لهخوا ټاکل شوی دیپلومات، افتخاري کونسل یا کوم بل استازی ومني."
په اعلامیه کې ټینګار شوی: "په کانبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت او د اسټرالیا حکومت د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي. موږ طالبان د افغانستان د خلکو مشروع استازو په توګه نه پېژنو. د طالبانو لهخوا د بشري حقونو پلان شوې او دوامدارې سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او ګوتنیوونکو غږونو پر وړاندې، په کلکه غندو. موږ یو ځل بیا د بشري حقونو د ساتنې او د افغانانو د کرامت د خوندیتوب پر خپله ژمنتیا ټینګار کوو."
دې دیپلوماتیکې استازولۍ له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د "جلاوطنه سفارت" په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړی و او زرګونو افغان مېشتو ته یې د پاسپورت، وېزې او د هویتي اسنادو د تایید په څېر خدمات وړاندې کول.
خو د ۲۰۲۴ کال له جولای وروسته، کله چې د طالبانو حکومت اعلان وکړ د پخواني حکومت لهخوا د کانبرا د سفارت په ګډون، د ۱۴ سفارتونو صادر شوي کونسلي اسناد نه پېژني، دا خدمات نور په عادي ډول نه وړاندې کېدل.
اوس د سفارت د رسمي تړل کېدو له اعلان سره، اندېښنې زیاتې شوې دي چې په اسټرالیا کې د ډېرو افغانانو وضعیت به لا ډېر زیانمن شي.
د اسټرالیا د کډوالو شورا تېر کال په یوه لیک کې حکومت ته ویلي وو چې د افغانستان سفارت د کونسلي او دیپلوماتیکو ملاتړونو او د مهمو اسنادو، لکه پاسپورت او د زېږون سند په برابرولو کې حیاتي رول درلود؛ دا اسناد د پناغوښتنې دوسیو او حتا د ورځنیو چارو لکه د بانکي حساب پرانیستلو لپاره ضروري دي.
په دې لیک کې راغلي وو: "د طالبانو د واکمنۍ له امله، د سفارت تړل کېدل خلک له جدي خطر سره مخ کولی شي. ډېر افغانان اندېښمن دي چې د سفارت بندېدل به هغوی دې ته اړ کړي چې د هویتي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره مستقیماً د طالبانو تر ادارې لاندې بنسټونو ته مراجعه وکړي."
تر اوسه پورې نه د اسټرالیا فدرالي حکومت او نه هم په کانبرا کې د افغانستان سفارت دا روښانه کړې ده چې د سفارت له تړل کېدو وروسته به افغان وګړي څنګه اړینو کونسلي خدماتو ته لاسرسی ولري.
په کابل کې د اسټرالیا سفارت هم د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې په وروستیو کې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهال سره سم، اعلان کړی و چې په افغانستان کې خپل فعالیت پای ته رسوي.
اسټرالیا له هغو هېوادونو و چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل؛ هغه هېواد چې نژدې دوه لسیزې یې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو روزنه کړې وه او د طالبانو پر ضد یې جګړه کوله.
دغه هېواد د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، زرګونه کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، له افغانستانه وایستل او ومنل.
همدارنګه، اسټرالیا دوه میاشتې وړاندې پر څلورو طالب چارواکو د هغه څه له امله مالي بندیزونه او د سفر بندیزونه ولګول، چې دوی یې "د بشري حقونو د وضعیت خرابوالی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره" بولي.
اوس مهال، له روسیې پرته، هېڅ بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه پېژني. خو ځینو هېوادونو د طالبانو استازي منلي دي او د افغانستان د ځینو سفارتونو چارې په بهر کې د طالبانو لهخوا ټاکل شوي استازي پر مخ وړي.
سربېره پر دې، یو شمېر اروپایي هېوادونو هم د افغانستان د سفارت د ځینو برخو اداره د طالبانو استازو ته سپارلې ده، خو بیا هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه پېژني.