تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې په نشو روږدي کسان؛ "یوازې کابل کې نژدې ۲۸ زره کسان راټول شوي"
په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې نژدې ۲۸ زره په نشو روږدي کسان د درمنلې لپاره ټول کړي دي.
د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بيبيسيپښتو ته وویل، "په تېرو دوو کلونو کې په کابل شاوخوا ۲۸ زره معتادین راټول شوي، چې زنانه [ښځې] او ماشومان هم په کې دي."
دا چې په دغو کسانو کې د ښځو او ماشومانو شمېر څومره دی، طالب چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي.
خو په ۲۰۱۹ کال کې د پرځېدلي جمهوریت روغتیا وزارت چارواکو ویلي وو، چې په څه باندې درې میلیونه روږدو کسانو کې ۸۰۰ زره ښځې او ۱۱۰ زره ماشومان دي.
اوس ښايي دا شمېر لا لوړ شوی وي.
په نشو روږدي کسان په عمومي ډول په روغتونونو کې له ۴۵ ورځې درملنې وروسته کورونو ته ستنول کېږي چې د ځینو رپوټونو له مخې یو شمېر یې بېرته نشو ته مخه کوي.
په کابل کې د روږدو کسانو درملنې لپاره شاوخوا لس مرکزونه فعال دي چې ځینې وخت په کې روږدي درمللو لپاره آن تر شپږو میاشتو هم ساتل کېږي.
"د افغانستان ۱۰ سلنه وګړي په نشو روږدي دي"
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په افغانستان کې په نشو د روږدو کسانو شمېر نژدې څلور میلیونو ته رسېږي چې د دغه هېواد د ټولو وګړو نژدې لس سلنه جوړوي.
د دغه نړیوال بنسټ د مالوماتو له مخې، د روږدو کسانو د درملنې لپاره مرکزونو له سختو ننګونو سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پر دغه ډول مرکزونو مرستې کمې شوې او یا بیخي بندې شوې دي چې له امله ناروغان ډېر اغېزمن شوي دي.
د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، "ځینو کسانو ته چې درملنه کې روغ شوي، حرفوي زدکړې هم ورکول کېږي."
ښاغلي ځدراڼ دا نه مني چې "په دغه مرکزونو کې دې سهولیتونه کم وي."
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، د درملنې له یوه مرکزه یې چې ۵۰۰۰ کسان په کې درملل کېږي، سلګونه کسان د خیاطۍ په ګډون ځینې نورو مهارتونو زدکولو لپاره انتخاب کړي دي.
خو د دوی لپاره د کاري فرصتونو کموالی بله ننګونه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د رپوټونو له مخې که څه هم په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت په کمساري ډول راکم شوی، خو اوس هم یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې ډېر مخدره توکي په کې تولېدېږي.
ځینې کارپوهان د اقلیمي بدلون، وچکالۍ او لوږې ترڅنګ په افغانستان په نشو د روږدو کسانو ډېرېدونکی شمېر "خاموشه څونامي" بولي چې که د مخنیوي لپاره یې چټک ګامونه وانخیستل شي، دغه هېواد له یوه بل ناورین سره مخامخولی شي.
د یوه طالب چارواکي په وینا، په افغانستان کې ډېری په نشو روږدي کسان "شیشه، ټابلېټ کا، هېروین او اپین" کاروي.
دغو توکو ته اسانه او ارزانه لاسرسی له هغو لاملونو بلل کېږي چې د روږدو شمېر ورسره کال په کال لوړېږي.