اسرائیل په ایران کې د رژیم بدلون ته سترګې په لار دي او په ټرمپ حساب کوي

    • Author, لوسي وېليمنس
    • دنده, د منځني ختیځ خبریاله

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور د زياتوالي د اټکلونو په اړه د نړیوال شور په منځ کې د اسرائیلو مشران په غیرمعمولي ډول چوپه خوله پاتې دي.

د روانې مياشتې په ترڅ کې د ايران حکومت ضد لاريونونو د ملاتړ په اړه له څو څرګندونو پرته د اسرائیلو لومړي وزير د خپل ستر متحده په اړه چې د دوی تر ټولو لوی دښمن پر ضد رامخې ته شوی، په عامه توګه ډېر څه نه دي ويلي.

ډني سيترينووېچ چې ۲۵ کاله یې د اسرائیلو په دفاعي استخباراتو کې دنده ترسره کړې او اوس د اسرائیلو د ملي امنيت د مطالعاتو په انسټېټيوټ کې د ايران برخې لوړپوړی څېړونکی دی وايي، "دا ښيي چې نتنياهو دې حالت ته څومره ارزښت ورکوي".

نوموړی زياتوي، "د نتنياهو لپاره په داسې حالت کې چې امریکا په خليج کې دومره ځواکونه لري او د ټرمپ له لوري پر ايران بريد ته دومره نژدوالی شته، دا د هغه لپاره یو زرين فرصت دی چې نشي ترې تېرېدلی".

د اسرائیلو د استخباراتو د برخې يو پخوانی مرستیال مشر اساف کوهېن وايي، د اسرائیلو په چوپتيا کې هم ستراتيژي نغښتې ده.

نوموړي وايي، "د [اسرائیلي] مشرتابه باور دا دی چې دا ځل باید امریکايانو ته اجازه ورکړو چې مخکښ رول ولوبوي، ځکه هغوی پیاوړي دي، ډېر امکانات او په نړۍ کې ډېر مشروعيت لري".

د اسرائیلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو له اوږدې مودې راهيسې ايران د اسرائیلو پر وړاندې اصلي ګواښ او په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ تر ټولو لويه سرچينه ګڼلې ده. د هغه عامه چوپتيا دا معنی نه لري چې له خپل مهم امریکايي متحد سره په پټه خبرې اترې نه کوي.

په همدې اوونۍ کې د اسرائیلو د پوځي استخباراتو مشر، شلومي بايندر په واشنګڼتن کې له امریکايي استخباراتي ادارو سره وکتل. د اسرائیلي رسنيو د راپورونو له مخې خبرې اترې په ايران کې پر احتمالي هدفونو راڅرخېدلې وې.

ډني سيترينووېچ باور لري چې نتنیاهو په پټه توګه امریکا دې ته هڅوي چې په ایران کې د رژيم د بدلون لپاره بريدونه وکړي او دا چې کله نتنياهو د راپورونو له مخې د روانې میاشتې په پيل کې ټرمپ ته ځکه د شاتګ مشوره ورکړه چې پلان شوی امریکایی برید یې "ډېر کوچنی" باله.

نتنیاهو مخکې هم ايرانيان هڅولي چې د خپل رژيم پر وړاندې "ودرېږي" .

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا مهال د ايران پر وړاندې د بېلابېلو ګامونو په اړه غور کوي چې د راپورونو له مخې په کې محدود سمبوليک بریدونه او هم د بشپړ رژيم بدلون شامل دی. نوموړي په عامه توګه د پوځي ګواښونو پر ځای د نويو خبرو اترو وړانديزونه کړي دي.

په داسې حال کې چې د امریکا ډېری متحدين خبرداری ورکوي چې د ایران د مشرتابه د نسکورولو هڅه د سميې لپاره لوی خطرونه لري، په اسرائیلو کې ډېر کسان دا کار د خپل امنيت لپاره له احتمالي ګټو ډک بولي.

په تهران کې د رژيم له بدلولو سره، اسرائیل هیله لري چې د ایران د بالستيک توغنديو له ګواښ به خلاص شي او همدارنګه هغه شونتيا به له منځه ولاړه شي چې ایران به یوه ورځ اټومي وسلې ترلاسه کړي.

دا به په سیمه کې د حزب الله په ګډون چې د اسرائیلو د الما څېړنيز انسټېټوټ په وینا لا هم په لبنان کې تر ۲۵ زره توغندي او راکټونه لري د ايران نيابتي ملېشې نورې هم کمزورې کړي.

د اسرائیلو د پارلمان ځنیې غړي باور لري چې د شته رژيم په موجوديت کې محدود برید یا حتی له ایران سره نوی تړون ښايي د اسرائیلو د امنیت لپاره لا لوی خطرونه راوټوکوي.

د اسرائیلو د اپوزيسيون يش عتيد ګوند غړی موشي تور پاز چې د اسرائیلو د پارلمان د دفاعي کمېټې غړی هم دی وايي، "کله چې له بدو سره مخ شي محدود عمل اغېزمن نه وي".

نوموړی وايي، "یو عمومي توافق شته چې اسرائیل او لوېديځه نړۍ باید ډېر پاوړی ګام پورته کړي. کله چې زموږ د تر ټولو ناوړه دښمنانو لکه ايران خبره راځي، په دې اړه ستر اختلافونه نشته. موږ ټول دا ګواښ درک کوو".

تېر کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال کله چې اسرائیلو او امریکا د ايران پر اټومي او د بالسټيک توغنديو پر تاسيساتو بريدونه وکړل، ایران په ځواب کې پر اسرائیلي ښارونو سلګونه توغندي وتوغول. ځينې د اسرائیلو له دفاعي سیستم څخه تېر او په تل ابيب کې پر ودانيو ولګېدل چې لږترلږه ۲۸ کسان په کې ووژل شول.

اسرائیلي پوځ د ډېرې مرګژوبلې لپاره چمتووالی نيولی و خو اوس د تهران د زيانمن کېدو لوړ احساس ښايي د ایران له خوا د لا سخت غبرګون لامل شي.

شنونکو دا هم ويلي چې ایران له هغې جګړې زدکړه وکړه او د جنګ پر مهال یې خپل تاکتيکونه بدل کړل. نيم کال وروسته ایران د خپلو توغنديو زېرمې بېرته رغوي.

روانه اوونۍ د ایران د روحاني مشر يوه لوړپوړي سلاکار پر ټولنيزو رسنيو خبرداری ورکړ چې که امریکا کوم بريد وکړي نو تل ابيب به له "سملاسي او بې ساري" ځواب سره مخامخ شي.

سيترينوېچ وايي، "نتنياهو وېره لري پرته له دې چې ایران کې رژيم بدل شي اسرائیل به يو ځل بيا د برید درد وزغمي. هغه دې پايلې ته رسېدلی چې د توغنديو د جوړېدو د بندلو لپاره بايد رژيم بدل شي خو دا بدلون يوازې د امریکا په مرسته شونی دی".

کوهېن وايي، د ایران د رژيم د سختې کمزورۍ دا شېبه چې له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته یې پوځی دفاعي توان کم شوی، سيمه ييزې نيابتي ډلې یې کمزورې شوې او په کور دننه یې د واک پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي، همدا راز يو فرصت بلل کېدی شي.

کوهېن وايي، "ایران دا مهال په خپل تر ټولو کمزوري حالت کې دی، دا يو داسې فرصت دی چې ښايي بيا به تکرار نشي. ډېر کسان باور لري چې اوس یا هېڅکله نه".

په تل ابيب کې هغه کسان چې د تېر کال د جون مياشت کې د ایراني توغنديو بريدونو کې زيانمن شوي د یوې بلې جګړې په اړه اټکلونه کوي.

نريا چې شل کاله عمر لري وايي، "هيله لرم [زموږ مشران] دا فرصت له لاسه ور نه کړي".

نوموړې وايي، "نه پوهېږم، که د برید له لارې وي يا له نورو لارو خو خامخا باید له وضعيت څخه ګټه واخلو چې رژيم بدل کړو. دا به لومړی ځل نه وي چې له بمونو سره مخامخ کېږو، دا ښه کار نه دی خو که په اوږد مهال کې موږ سره مرسته کوي چې دلته ځانونه خوندي احساس کړو نو بايد له دې پړاوه تېر شو".

یوه بله ځوانه مېرمن شاني، په دې اړه مختلف نظر لري. دا وايي، "زه ایراني وګړي پېژنم، ډېر یې غواړي له امریکا سره مرسته وکړي. زه يوازې دا هیله لرم چې ټول خوندي پاتې شي. سياستوال باید د خلکو په اړه فکر وکړي. هر عمل پايلې لري".

د اسرائیلو نظر پوښتنې ښيي چې د يهودي اوسېدونکو لوی اکثريت د ایران پر وړاندې د پوځي ګام ملاتړ کوي.

خو د رژيم د بدلون خطرونه لا هم پر خپل ځای دي. د ايران روحاني مشر ايت الله علي خامنه ای شاوخوا په پوځي او مذهبي ائتلاف کې ښکاره درزونه نه تر سترګو کېږي او د هېواد دننه د اپوزيسيون خوځښت هم ټوټې ټوټې دي، دا نه ده روښانه چې که حکومت نسکور شي د ایران واک به چا ته ولېږدول شي.

له واکمنې ډلې يو ځوان ځايناستی به د اسرائيلو پر وړاندې نرم غبرګون ونلري او د کورنۍ جګړې ګډوډي به نه يوازې د ایرانيانو لپاره بلکې د ټولې سيمې لپاره ژوره بې ثباتي رامنځته کړي.

د دفاعي چارو څو کارپوهان هم دې ته اشاره کوي چې رژيمونه معمولا يوازې د هوايي بريدونو له لارې نه نسکورېږي.

د اسرائيلو لومړی وزير چې سږ کال له ټاکنو سره مخامخ دی د حماس له بريدونو وروسته ډېرې هڅې کړې چې اسرائیلو تر منځ خپل زيانمن شوی انځور بېرته ورغوي. په ايران کې د رژيم بدلون يا د خامنه ای له منځه وړل به یوه سياسي بریا وي خو له خطره ډکه.

سيترينووېچ وايي، "دا یو قمار دی خو محاسبه شوی قمار".

نوموړی زیاتوي، "نتنیاهو هېڅ پروا نه لري چې له خامنه ای وروسته به څه پېښ شي. هغه غواړي له ټرمپ سره يو ځای دا وښيي چې ايرانی رژيم یې ړنګ کړ. دا هغه خطر دی چې دی یې منلو ته تيار دی... ستونزه ټرمپ دی".

امریکا او ايران دواړو ويلي چې خبرو اترو ته چمتو دي خو ټرمپ خبرې اترې له دې شرطونو سره تړلې چې ايران باید ديورانيمو بډايه کول پرېږدي، په سيمه کې د خپلو نيابتي ډلو ملاتړ بند کړي او پر خپلو بالستيک توغنديو محدوديتونه ومني، خو دا هغه څه دي چې د رژيم لپاره سرې کرښې بلل کېږي.

د اسرائیلو مشرتابه په کلکه د هر ډول تړون مخالفت کوی او اسرائیلي شنونکی پر دې هم وېشل شوي چې ایا داسې يو تړون اصلا شونی دی او که نه.

کوهېن وايی، دی فکر کوي چې هم واشنګټن او هم تهران يو تړون غواړی خو که ژر تر ژره هوکړه ونشي، امریکا به بريد وکړی.

نوموړي وايي، "د ایران روحاني مشر او ترمپ يو ګډ څه لري. په رښتيا هېڅ سرې کرښې نه لري. د ۲۰۱۳ کال د خبرو اترو پر مهال موږ به ورته ګلابي کرښې ويلې، ځکه چې بدلېدې."

نوموړی زیاتوي، "موږ تل ایران ته د شر په سترګه ګورو خو هغوی ډېر هوښيار دي. زما په اند دوی پوهېږي چې د وضعيت د بدلولو لپاره باید داسې څه وکړي چې تراوسه یې نه دي کړي".

خو سيترينووېچ په بل نظر دی او وایي، "هو، د جوړجاړي د ښودلو وړتيا شته، هغوی شمالي کوريا نه ده خو دا رژيم سرې کرښې لري".

هغه خبرداری ورکړ چې جګړه به سخته وي چې کنټرول شي، "ځکه ایرانيان به دا د خپلې بقا جګړه بولي".

نښې نښانې شته چې ټرمپ ښايي د خبرو اترو لپاره خپل شرطونه محدود کړي او تمرکز به د ايران پر اټومي پروګرام وي.

کوهېن وايي، د يورانيمو د بډايه کولو په څېر موضوعاتو کې د جوړجاړي لارې شته، داسې چې په عملي ډول نوې کړنې لنډمهاله ودرول شي او په عيني حال کې به ایران له بندیزه ځان خوندي وساتي.

نوموړی وایي، "زموږ او ایرانیانو تر منځ اساسي توپیر دا دی چې موږ ژر پايلې غواړو خو ايرانيان ډېر صبر لري. هغوی وايي: مو. ۲۰۰۰ کاله دلته یوو، که د اتومي وسلې ترلاسه کولو لپاره نور ۳۰ کاله هم په کار وي، ستونزه نه ده".