تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رشید مردوف: " ټاپي پروژه سږ کال د هرات تر مرکزه رسېږي"
د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال رشید مردوف چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم دی د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان لوېدیځ ولایت هرات ته تللی او د طالبانو حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې پر ټاپي پروژې خبرې کړي.
له پلازمېنې کابله د طالبانو حکومت د د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم له یو شمېر وزیرانو سره هرات ته ورغلی و.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د یکشنبې پر ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي برادر او ښاغلي مردوف د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه له یوه بل سره خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې د ملا برادر له قوله راغلي چې د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په ټکو یې ځینو نورو نړیوالو شرکتونو هم دې پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ پلاوي افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو د وزیر مولوي هدایتالله بدري په ملتیا د تورغونډۍ له بندر او ټاپي پروژې له عملي چارو او هلته د پرمختګ له بهیره هم لیدنه کړې.
هرات کې د دواړو لورو تر منځ د لوړې کچې دغې غونډې ته د وینا پر مهال د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف اعلان وکړ چې " د روان زېږدیز کال تر پایه به د ټاپي پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې ورسیږي."
د سیمه ییزو پروژو د چارو اروزنې تر څنګ دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پیاوړتیا هم خبر کړې دي.
د ټاپي وروستۍ وضعیت او د سعودي شرکت د پانګونې لېوالتیا
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یکشنبې پر ورځ هرات کې وویل د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم لېواله ده چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي.
د ښاغلي برادر په ټکو "دلتا انټرنېشنل کمپنۍ لېواله ده چې د ټاپي پروژې د ګازو اخیستلو، د ترکمنستان د لوی ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت تر سپين بولدک ، له سپين بولدک بیا د هند تر پولې د ګازو د پایپ لاین جوړولو او غځولو، د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د ستر او عصري مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي."
ترکمن لوري په ټاپي پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یي دي چې له اړوندو پانګه والو سره باید له نږدې کار وشي.
که څه هم د دې پروژې اصلي هېواد ترکمنستان او ټرانزیټي هېواد افغانستان تر دې دمه د پیل شویو کارونو خوښ بریښي خو سیمه کې نوې ترینګلتیاوو او سیاسي اختلافونو په ټوله کې اقتصادي چاپیریال اغېزمن کړی دی.
دا مهال چې هرات کې د ټاپي پروژې د پرمختګ اعلان کېږي د نوي ډیلي او اسلام اباد او همداراز د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکې په پرلپسې کړکېچنې شوې، غو اړیکو څرنګوالی د دغې پروژې پر راتلونکي نېغ په نېغه اغېز کوي.
داسې اندېښنې هم شته چې د پاکستان مخ پر زیاتیدونکي امنیتي ستونزې په ځانګړي ډول بلوچستان کې وروستۍ خوځښتونه د دغې پروژې راتلونکی وګواښي.
د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ټاپي په نوم د پروژې په اړه لومړی فکر او نظر ۲۵ کاله وړاندې رامنځته شوى وو، خو د ځینو تخنیکي، سیاسي او امنیتي ستونزو له امله دغازو د نل ليکې په دې پروژې د عملي کار پرانستلو لړۍ تر نږدې دوه نیمو لسیزو وځنډېد. له تېر کال راهیسې بیا پر دې پروژه عملا د افغانستان دننه کار پیل شوی او په کې د پام وړ پرمختګ رپوټونه ورکول کېږي.
د رپوټونو پر بنسټ اوسمهال دا نل لیکه د افغانستان په خاوره کې لسګونه کیلومتره غزول شوي او لا یې چارې روانې دي.
د ټاپي پر دې پروژې شاخوا ۱۰ میلیارده امریکايي ډالره لګښت اټکل شوى دى، چې په څلورو کلونو کې به بشپړېږي.
دا نللیکه ۱۸ سوه کیلومتره اوږدوالی لري، له ترکمنستانه د هرات او کندهار له لارې او بيا د کوټې او ملتان پر لار هندي پنجاب ته غځول کېږي.
افغانستان او ترکمنستان له ټاپي ور ها خوا په څو نورو سیمه ییزو او دوه اړخیزو پروژو کې ښکیل دي او دواړه لوري یې بشپړولو ته لېواله بریښي.
افغانستان له تاریخي پلوه له ترکمنستان سره ښې سوداګریزې اړیکې پاللي. د طالبانو حکومت چې له ځینو نړیوالو بندیزونو سره مخ او له پاکستان سره یې سوداګريزې لارې تړلي اوس ډېره تکیه په شمالي او لوېدیځو ګاونډیانو کوي.