تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې د ټاپي پروژې "عملي کار پیل شو"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې عملي کار پیل شو.
دغو مراسمو ته د طالبانو حکومت لومړي وزیر محمد حسن اخوند په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی ترکمنستان سره سرحدي سیمې ته تللی و. زموږ همکار ببرک احساس چې له دغه پلاوي سره د خبري پوښښ لپاره ترکمنستان ته تللی و، وايي، د وېډیو لېنک له لارې یې ولېدل چې د ګازو، برېښنا، مخابراتو او د ټرانسپورټ پروژو چارې پیل شوې.
د ملا حسن اخوند هرکلي ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او یو شمېر نور چارواکي ورغلي وو. دغو مراسمو ته د ازبکستان ملي مشر هم ورغلی و.
د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، د ترکمنستان سلیم چشمې ماري سیمه کې یې د ترکمنستان له ملي مشر قربان قلي بردي محمدوف سره هم لیدلي دي.
د پیل غونډې ته د وینا پرمهال ملا حسن اخوند دا ورځ "تاریخي" وبلله.
"دا داسې ورځ ده چې له ډېرو کلونو ورته په تمه وو او له ډېرو مشکلاتو وروسته دا پروژه پیل شوه."
د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف بیا په خپلو خبرو کې ټینګار کاوه چې دا ډول پروژې "د دواړو هېوادونو تر څنګ د سیمې لپاره هم مهمې دي."
په افغانستان کې د دغې پروژې کار له هرات ولایت پيل شوی، چې له ترکمنستانه به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه وغځول شي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دغه پروژه نن عملا پیل شوه، "انشاالله له نن وروسته به د ټاپي پروژې عملي چارې د افغانستان په خاوره کې پیلېږي. لومړی پړاو به یې تر هراته رسېږي، چې هرات ته په رسېدو سره به ګاز هم پکې پرېښودل کېږي او دا ګاز به د افغانستان د خلکو لپاره وي. د افغانستان خلک به په ارزانه استفاده ترې وکړي."
ټاپي څه ده؟
د دغې نللیکې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی، چې ۸۱۶ کیلومتره یې په افغانستان کې له هرات، فراه او کندهار څخه تېرېږي.
دغه نللیکه به په مجموعي توګه ۳۳ میلیارد مترمکعبه ګاز لېږدوي. پنځه میلیارده متر مکعبه یې په افغانستان کې لګول کېږي.
د دغې نل لیکې په اوږدو کې ۱۲ د فشار پمپونه لګول کېږي چې پنځه به یې په افغانستان کې وي.
اټکل دی چې د ټاپي پر پروژې لس میلیارده ډالر لګښت راشي او د شوې هوکړې له مخې به هر کال افغانستان ته ۴۵۰ میلیونه ډالر د ترانزیټ فیس په توګه ورکول کېږي. ټاکل شوې په دې پروژې کې به افغانستان کې زرګونه دندې خلکو ته پیدا شي او دغه راز به افغانستان وکولای شي چې له ګازو د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره برېښنا هم تولید کړي.
د ټاپي پروژې فکر شاخوا ۲۷ کاله مخکې پیدا شو. په ۲۰۱۰ کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د ټاپي پروژې د پیل لومړۍ هوکړه لاسلیک شوه خو عملي چارې یې د ۲۰۱۵ کال په پای کې هغه مهال چې په افغانستان کې جمهوري حکومت و، په ترکمنستان کې پیل شوې. وروسته یې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې هم پرانیسته وشوه خو د ناامینو او ځینو نورو ستونزو له امله یې چارې مخ ته ولاړې نه.