د وزن کمولو ستنې د تریخي عملیاتو د زیاتېدو لامل کېږي؟

رنځپوهان وایي، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده چې معلومه شي ایا د وزن کمولو ستنو (پیچکاریو) او د صفرا کڅوړې (تریخي) د ایستلو د عملیاتو تر منځ کومه اړیکه شته که نه.

د بریتانیا د عامې روغتیا ملي ادارې (اېن‌اېچ‌اېس) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴–۲۵ کالونو کې د صفرا کڅوړې(تریخي) د جراحي عملیاتو شمېر د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د بریتانیا د چاغښت او میتابولیزم څانګو د رنځپوهانو د ټولنې مشر احمد احمد ویلي، دا ډول عملیات تر پخوا ډېر ترسره کوي او زیات شمېر ناروغان ورته وایي چې هغوی د وزن کمولو پیچکارۍ کارولې دي.

په دغو ستنو کې د صفرا تیږې (Gallstones) د یوه عام جانبي عوارض په توګه یادې شوې دي او د بریتانیا رسمي طبي جواز ورکوونکې اداره وایي، دا ستونزه تر دوامدار څار لاندې ده.

د پنجشنبې پر ورځ د درملو او روغتیایي محصولاتو د څار اداره (MHRA) د GLP-1 ډوله ستنو لکه ویګووي (Wegovy) په اړه خپلې لارښوونې نوې کړې، په ځانګړي ډول د ناڅاپي پانقراس التهاب (acute pancreatitis) د خطر په تړاو چې ډېری وخت د صفرا له تېږو سره تړاو لري.

د وزن کمولو ستنو جوړونکو شرکتونو مونجارو (Mounjaro)، ویګووي (Wegovy) او ساکسېنډا (Saxenda) ویلي، د ناروغانو خوندیتوب د دوی لومړیتوب دی او دوی د درملو د منفي اغېزو راپورونه په دوامداره توګه څاري.

احمد احمد چې سلاکار جراح دی او هم د معدې د بند (gastric band) عملیات ترسره کوي، وایي:

"موږ لا نه پوهېږو چې ایا دا ستنې په خپله د صفرا تېږې جوړوي، که دا چې ستنې د ډېر چټک وزن کمېدو لامل کېږي او همدا چټک وزن کمېدل بیا د صفرا تېږې رامنځته کوي؟

دا روښانه ده چې دې برخه کې لا نورو څېړنو ته اړتیا ده، چې معلومه شي چې ایا همدا یې لامل دی که نه."

د وروستیو تر ټولو باوري اټکلونو له مخې چې د (لندن کالج) پوهنتون (UCL) څېړونکو وړاندې کړي، نږدې ۱.۶ میلیونه بریتانوي بالغانو په تېرو ۱۲ میاشتو کې د وزن کمولو ستنې کارولې دي. دا ستنې ډېرو خلکو د شخصي نسخو (پرایوېټ پرېسکرېپشن) له لارې اخیستې دي.

د ډېرو کاروونکو تجربې مثبتې وې او هغوی د صفرا د تېږو له ستونزې سره نه‌دي مخ شوي.

خو د پیکاک په نوم یوه مېرمن چې د پنځو ماشومانو مور ده، وایي، له سختې ناروغۍ وروسته ورته د خپل ژوند په اړه اندېښنه پیدا شوه.

هغې وویل، د خپل ډاکټر له مشورې وروسته، په پیل کې ورته د مونجارو (Mounjaro) کارول "ډېر ښه نظر" ښکار شو خو څو اوونۍ وروسته ډاکټرانو ورته وویل چې د صفرا تېږې لري. دا هغه کلک څه دي چې د کولېسټرول او صفرا له مایعاتو جوړېږي او د صفرا په کڅوړه کې پیدا کېږي.

هغې ته وویل شول چې باید د صفرا کڅوړه یا تریخی لرې کړي، خو تر عملیاتو مخکې یې د صفرا تېږو د پانقراس التهاب (pancreatitis) رامنځته کړ، دا یوه خطرناکه التهابي ناروغي ده چې ان انسان وژلی شي.

هغې وویل:

"احساس مې کاوه لکه چې مړه کېږم… ما په ژوند کې چې څومره دردونه تجربه کړي دي له هغوی ټولو دغه درد سخت و."

"ساه اخیستل راته سخت شوي وو. زه سخته ناروغه وم… ډېره وېرېدلې وم."

پیکاک وایي، د ستنو له کارولو مخکې یې هېڅ روغتیایي ستونزه نه لرله او باور لري چې همدا ستنې د هغې د سختې ناروغۍ لامل شوې دي.

هغې زیاته کړه، دې تجربې یې ژوند په بشپړه توګه بدل کړی او ماشومان یې تل اندېښمن وي چې کېدی شي مور یې بیا ناروغه شي.

هغې وویل:

"دا زما په ټول عمر اغېزه لري… دا داسې احساس درکوي لکه انسان چې ناڅاپه د خپل مرګ حقیقت ته ورپام شي."

په بریتانیا کې د صفرا کڅوړې عملیات ډېر شوي دي

په بریتانیا کې د روغتیا ملي ادارې طبي کړنلارې د مالي کال له مخې ځېنې شمېرې خپرې کړې دي چې ښيي، په کومو کلونو کې څومره خلکو دغه ډول عملیات کړي دي:

۱۹/۲۰ - ۶۹۷۸۵ تنه

۲۰/۲۱ - ۴۵۶۴۵ تنه (کوېډ۱۹)

۲۱/۲۲ - ۶۵۱۲۴ تنه

۲۲/۲۳ - ۶۵۹۶۲ تنه

۲۳/۲۴ - ۶۹۷۴۵ تنه

۲۴/۲۵ - ۸۰۱۹۶ تنه

په ۲۰۲۴–۲۵ کلونو کې د بریتانیا د عامې روغتیا له لورې ۸۰٬۱۹۶ د صفرا کڅوړې لرې کولو عملیات ترسره شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۳–۲۴ کال کې ۶۹٬۷۴۵ و. دا شاوخوا ۱۵سلنه زیاتوالی ښيي او همدارنګه د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د وزن کمولو ستنو له ناروغانو سره مل پاڼې (patient leaflets) ښيي چې د صفرا تیږې د دې درملو یوه "عامه" جانبي عارضه ده او په طبي ازموینو کې دا هم لیدل شوي چې دغه ستنې کله ناکله د صفرا د کڅوړې د التهاب سبب ګرځي.

د بېلګې په توګه، د مونجارو (Mounjaro) په اړه راپور ورکړل شوی چې دا ستونزه کېدی شي په سلو کسانو کې ایله یو تن اغېزمن کړي.

دا هم معلومه ده چې چټک وزن کمېدل د صفرا تېږو سبب کېدلی شي، ان په هغو کسانو کې چې سخت رژیمونه یې نېولي وي او ستنې یې نه‌وي کارولې.

د (اېن‌اېچ‌اېس) د معلوماتو له مخې، د صفرا تېږو د رامنځته کېدو خطر په ښځو کې، له ۴۰ کلنۍ پورته کسانو او همدارنګه په هغو کسانو کې چې چاغ دي، ډېر وي.

له همدې امله، احمد احمد چې په لندن کې کار کوي، وایي چې له لا زیاتو څېړنو پرته دا ویل ګران دي چې د دې پېښو د زیاتېدو اصلي لامل څه دی.

هغه اوس د یوې نوې ازموینې غوښتنه هم کړې چې په کې د وزن کمولو ستنې د چاغښت جراحي (bariatric surgery) سره پرتله شي، دا هغه عملیات دي چې د اشتها د کمولو لپاره د معدې اندازه کوچنۍ کوي.

هغه وایي، دا څېړنه به مرسته وکړي چې معلومه شي کومه طریقه له طبي پلوه اغېزمنه ده او کومه یې له مالي اړخه ارزانه او ګټوره تمامېږي.

جېمز هیوز چې د برسټول یو سلاکار جراح دی او د چاغښت او باریاتریک جراحۍ (د وزن کمولو عملیاتو) کې تخصص لري، مني چې د وزن کمولو ستنو "په بنسټیز ډول هغه طریقه بدله کړې چې موږ ورسره د چاغښت لرونکو خلکو درملنه کوو."

خو د احمد احمد په څېر، هغه هم غواړي چې د دې درملو د اوږدمهاله اغېزو په اړه نورې څېړنې وشي.

هغه وویل:

"په نارسمي ډول، موږ ګورو چې ډېر ناروغان د صفرا له تېږو سره راځي. خو ډېری وخت دا معلومول ګران وي چې ایا دا ستونزه د ستنو له امله رامنځته شوې، که دا تیږې مخکې هم موجودې وې خو سمه ارزونه یې نه‌وه شوې."

د ډېرو خلکو لپاره د وزن کمولو ستنې ګټورې هم تمامې شوې دي. ۶۷کلن سټیو اوفارېل د درېیو بچوو پلار او نیکه دی او د بریتانیا د برسټول سیمې اوسېدونکی دی، وایي، د خپل بالغ ژوند په اوږدو کې یې له وزن سره مبارزه کړې خو مونجارو (Mounjaro) یوازینی درمل و چې تلپاتې بدلون یې په کې راوست.

هغه وویل، د دې درملو په مرسته یې وزن "نږدې سم لاسي" کم شو او تر اوسه یې له شاوخوا ۳۴ کیلوګرامو ډېر وزن کم کړی دی.

هغه زیاته کړه، اوس ډېر ځواکمن دی او له کلونو وروسته یې لومړی ځل ورزش پیل کړی دی.

اوفارېل وویل، مخکې له دې چې دا درمل له درملتون واخلي، په اړه یې ډېره څېړنه کړې وه خو د هغه په نظر د صفرا تېږو په څېر خطرونه د منلو وړ وو.

هغه وویل:

"انسان باید په پټو سترګو په دې کارونو ورګډ نه‌ شي… باید ګټې او تاوانونه یې دواړه یې مالوم کړي.

دا ستا خپله پرېکړه ده… او رښتیا خبره دا ده، که د وزن کمولو لپاره دې د صفرا کڅوړه ایستل کېږي، نو دا دومره لوی قیمت نه‌دی."

د بریتانیا د عامې روغتیا ادارې په وینا، د صفرا کڅوړې ایستل عام او خوندي عملیات دي خو لکه د هرې جراحۍ په څېر پکې ځینې خطرونه هم شته، لکه د وینې لخته کېدل (blood clots) یا انتان.

د هغو کسانو لپاره چې د وزن کمولو درملو کارولو ته فکر کوي او غواړي د صفرا تېږو خطر کم کړي، هیوز مشوره ورکوي:

"که وزن په ورو او تر کنټرول لاندې بڼه کم شي، نو ورسره د صفرا تېږو د پیدا کېدو امکان هم کمېږي."

هغه دواړه جراحان چې بي‌بي‌سي ورسره خبرې کړې دي، په دې اړه په یوه خوله دي چې ناروغان باید د دې درملو د ګټو او خطرونو په اړه له خپل ډاکټر یا روغتیایي متخصص سره خامخا خبرې وکړي.

ایلي لیلي چې د مونجارو جوړوونکې ده او همدارنګه نووو نورډیسک چې د ویګووي او ساکسېنډا جوړوونکې ده، دواړو ویلي، که هر څوک جانبي عوارض تجربه کړي، باید له ډاکټر یا روغتیایي مسلکي کس سره سلا وکړي.

نووو نورډیسک دا هم ویلي چې د جانبي عوارضو په صورت کې باید موضوع نه یوازې روغتیايي کارکوونکو ته، بلکې د MHRA د Yellow Card سیستم ته هم راپور شي، چې اداره وکولی شي د خوندیتوب ستونزې ژر تر ژره تشخیص کړي.