د عضلو له لاسه ورکولو پرته څرنګه وزن کمولی شئ؟

    • Author, جېيوليا ګرناچي
    • دنده, بي بي سي برازيل

د وزن کمول د ډېرو لپاره ستونزمن کار دی، که څه هم دا له بېلابېلو لارو کېدی شي خو ټولې لارې چارې په يوه اصل راټولېږي هغه د لږ انرژۍ او یا کالوریو اخيستل دي. مطلب له هغه څه لږ کالورۍ ترلاسه کړو چې زموږ بدن يې مصرفوي.

د برازيل په یوه شخصي روغتون کې روغتياپوه پابلويس برګا وايي، "دا په دې معنی، بدن به د خپلې انرژۍ له زېرمو چې تر ټولو ډېرې يې د وازدې په بڼه دي کار واخلي."

د وزن کموالی بايد په ګډه د سالم خوراک او منظم فزيکي فعاليت دواړو له لارې ترلاسه شي خو د ډېرو کالوریو د کمېدو او ناسم خوراکي رژيم له مخې ښايي موږ يوازې وازده/چربي له لاسه ور نه کړو بلکې عضلات مو هم ورسره کم شي.

کارپوهان وايي، ډېر لږ عضلات هومره زيان لري لکه ډېره وازده يې چې لري. کله چې عضلې کمې شي مېتابولېزم ورو کېږي، بدن وازده نشي سوځولی او پوستکی هم ځوړند ښکاري.

سربېره پر دې د عضلو له لاسه ورکول ځواک، فزیکي مقاومت کموي او ورسره اوږدمهاله روغتیا اغېزمنېږي چې ورسره د وزن کمول هم ستونزمنوي او د "يو یو ډايټ" ګواښ زياتوي.

د مېتابولېزم برخې کارپوه ډاکتره ايلين ډياس وايي، "د وزن کمول يوازې نمبر نه دی، بلکې د بدن د هغې برخې (عضلاتو) ساتل دي چې فعال او ارزښتناک وي".

نوموړې زیاتوي، که څوک يوازې خوراک لږ کوي (لږ کالوري اخلي)، بدن يې د انرژۍ کمښت ګڼي او د دفاع په توګه د "انرژۍ سپمولو حالت" ته ځي.

ډياس زياتوي، عضله هغه نسج يا ټيشو دی چې د استراحت پر مهال تر ټولو ډېره انرژي مصرفوي. که د کالوريو کمښت "ډېر سخت يا ناسم پلان شوی" وي، بدن ښايي د انرژۍ د خوندي کولو لپاره د عضلو د انساجو ټوټې کول یا کارول پيل کړي.

نو څنګه کولی شوي د وزن کمولو پر مهال عضلې وساتو؟

اوبه او پروټين د عضلو د ساتنې بنسټ جوړوي

کارپوهان وايي، د بدن اوبو ساتل یا هاېډرېشن ډېر مهم دی.

ډياس وايي، "شاخوا ۷۰ سلنه عضلې له اوبو جوړې دي نو د بدن د اوبو ساتل ډېر اړين دي چې عضلې سمه دنده ترسره کړي. په دې معنی چې د يو کيلو ګرام وزن لپاره د شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ ملي لتره اوبو څښل. اوبه د حجرو د فعاليت او د عضلو د رغېدو لپاره هم مهمې دي. که عضلې بې اوبو شي، هم حجم له لاسه ورکوي او هم اغېزمنتيا".

کافي پورټين خوړل هم همدومره اړین دي.

د سپورټ د تغذيې د نړيوالې ټولنې له مخې د عضلو د ودې او له وازدې يا چربۍ پرته د بدن کتلې ساتلو لپاره د سپورټ تر څنګ لويان بايد د هر کيلو ګرام وزن لپاره په ورځ کې له ۱.۴ تر ۲ ګرامه پروټين وخوري.

له دې حسابه يو کس چې ۷۰ کيلو وزن ولري هره ورځ له ۹۸ تر ۱۴۰ ګرامه پروټينو ته اړتیا لري.

کارپوهان په دې هم ټينګار کوي چې د کالوريو کمول بايد معتدل وي.

دياس وايي، "د ورځې تر ۵۰۰ کالوريو کمول عموما مناسب وي. که دا کموالی ډېر زيات شي، بدن کېدای شي د عضلو خوړل يا سوځول پيل کړي. ډېر کموالی د يو يو ډايټ يا خوراکي رژيم سبب هم کېږي، ځکه د عضلو له لاسه ورکول مېټابولېزم ورو کوي".

د ښځو لپاره چې تر ډېره ورو مېټابولېزم او لږ عضلات لري سپارښتنه کېږي چې په دې برخه کې لا ډېر احتياط وکړي.

ډياس وايي، په داسې حالت کې "د ۵۰۰ کالوريو کمول ښايي ګران وي نو موږ کولی شو د ورځې له ۳۰۰ کالوريو کمولو پيل وکړو."

برګا هم په دې باور دی چې "يوه خوندي اندازه شته خو دا پر مناسب توازن پورې اړه لري، په ځانګړې توګه د پروټينو خوړلو پورې."

نوموړی زياتوي، "مهمه ده چې د خوراک لږ تر لږه يوه پر درېیمه برخه له پروټينو څخه وي".

خوځښت مهم دی خو یوازې د کالوريو د سوځولو لپاره نه

د تغذيې تر څنګ فزيکي فعالیت د عضلو د ساتلو تر څنګ د وزن په کمولو کې مهم رول لري.

ډیاس وايي، "که موخه دا وي چې عضلې زیاتې شي او وازده کمه شي نو د تمرين ډول او بڼه مهم ده. د وزن پورته کولو په څېر تمرينونه د عضلو ساتلو او حتی ډېرولو سره مرسته کوي."

نوموړې وايي، بدن عموما په يوه وخت کې پر يوه هدف تمرکز کوي يا وازده له منځه وړي او يا عضلې زياتوي. ځکه د وازدې کمولو لپاره بايد کالوري کمه شي او د عضلو زیاتوالي لپاره ډېرو کالوريو ته اړتیا ده.

"خو په ځينو حالتونو کې حتی په ښځو کې له مېنوپاز وروسته دا شونې ده چې دواړه د يوې سمې ستراتيژۍ له مخې ترلاسه شي." نوموړې وايي، ځکه چې له مېنوپاز وروسته هورموني او مېټابوليک بدلونونه د عضلو ساتل او د وازدې مخنيوی ستونزمنوي.

په ورزش کې ځواکمن تمرين شاملول د حل يوه مهمه برخه ده.

د عضلو کتله يا توده د اوږدمهاله ناروغيو لکه چاغښت، د شکرې دويم ډول ناروغۍ، د وينې لوړ فشار او د زړه ناروغۍ او هغو ناروغيو چې د عمر په زیاتېدو سره ډېرېږي په مخنيوي کې مرسته کوي

ډياس زياتوي، "له همدې کبله عضلې د سالم زړښت لپاره اړینې دي. دا د اېنډوکراين ارګان په توګه عمل کوي، لکه اېرېسين هورمون توليدوي چې د دماغ فعاليت ښه کوي او کېدی شي د ډېرو ناروغيو لکه الزايمر او پارکېنس خطر کم کړي".

سالم ذهن او متوازن بدن

د عضلو د ساتلو بله مهمه برخه رواني هوساينه ده.

برګا خبرداری ورکوي، "ډېره مهمه ده چې د وزن کمولو او د بدن د جوړښت سفر لا ډېر فشار رامنځته نه کړي. که څوک پر خپل ځان ډېره نيوکه کوي يا وسواس ورته پيدا شي، ښايي دا يې روغتيا ته لا نور هم زيان ورسوي".

نوموړی ټينګار کوي چې تر ټولو مهمه دا ده چې پلان د هر کس له ژوند سره سم برابر شي. لکه د "تمرين مهالوېش، د کار معمول، د استراحت يا ارام وخت، ټول بايد له ورځني ژوند سره سمون ولري. پايلې بايد له ښه ژوند سره راشي. همدا اصلي هدف دی".