تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ما ۱۲۵ کیلو وزن کم کړ چې پوهنتون ته لاړ شم"
- Author, ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
کله چې قدرت الله له ښوونځي فارغ شو، ډېرو ملګرو یې پوهنتون ته د تګ چمتوالی نیوه، خو قدرت الله د ډېر ساده دلیل له امله پوهنتون ته نه شو تلی – وزن یې ډېر و او د پوهنتون په مېز او څوکۍ کې نه ځایېده.
له ښوونځي وروسته یې وزن نور هم زیات شو او وايي نه یې غوښتل چې د پوهنتون په نوي چاپېریال کې له نورو لوی مېز او څوکۍ ورته کېښودل شي.
هغه بي بي سي ته وویل: "ما به فکر کاوه او ویل مې چې څنګه به زه له دې وزن سره پوهنتون ته ځم؟ او که پوهنتون ته لاړ هم شم، نو ښايي هیڅ ګټه به راته ونه کړي."
په افغانستان کې د وګړو د چاغوالي کچه ډېره نه ده. له هرو ۸ کسانو یوازې ۱ یې د بدن د چاغوالي معیار (Body Mass Index) له مخې له ۳۰ پورته وزن لري. دا د چاغوالي د اندازه کولو یو نړیوال معیار دی چې د انسان قد او وزن له مخې د هغه د چاغښت کچه ښيي. د قدرت الله وزن ۲۱۶ کیلو او قد یې ۱۸۰ سانتي متره و چې (BMI) یې ۶۷ ته رسېږي. یعنی هغه د شدید چاغښت کټګورۍ کې و.
د ملا اندازه یې ۱۴۷ سانتي مترو ته رسېدلې وه.
ډېر وزن یې ژوند سخت اغېزمن کړی و
قدرت الله یو کال وړاندې د وزن کمولو سفر پیل کړ او یوازې په لسو میاشتو کې یې ځان په یوه جوړ، سالم او فعال انسان بدل کړ.
"ما هیڅکله تر ما چاغ کس نه و لیدلی. زما ژوند د نورو پرتله سخت و او د نورو فعالیتونه له ما زیات و. ما خپل ورځني کارونه نشوای کولی، خو نورو ته هر څه عادي و."
اخر کې داسې وخت راغی چې له خپلو ملګرو سره چکر ته یې هم زړه نه ښه کاوه.
"زه نه په غره یا غونډۍ ختلی شوم، نه مې لامبو کولی شوه او نه مې له ملګرو سره په مېلو کې په نورو فعالیتونو کې ښه ونډه اخیستلی شوه."
تګ راتګ یې په ریکشا تکیه و او نږدې ځایونو ته به هم لا ریکشا کې ته. د ده وزن ډېر و نو ریکشا کې به یې هم ډېر ځای نیوه او مجبور و چې د لارې اضافي کرایه ورکړي. "زما نیم ژوند په ریکشا کې تېر شوی."
جامې او بوټونه یې بله ستونزه وه.
"بوټونه به مې ژر وشکېدل، دومره ډېر وزن یې نشوای برداشت کولی. د کالو مصرف مې هم زیات و، له نهو مترو ټوکر به زما کالي راتلل."
قدرت الله وايي هڅه به یې کوله چې ډېر بهر لاړ نشي.
"په مېله به ډېر نه وتلم. ځکه ډېر کله به خلکو راپورې خندل او ډول ډول خبرې به یې راپسې کړې."
د قدرت الله روغتیا هم زیانمنه شوه. هغه شکر، کولیسټرول او لوړ فشار ناروغیو سره مخ شو او د درملنې اړتیا یې وه.
بیا نو د خوب له ستونزو سره هم مخ شو، "دوه غټ بالښتونه به مې تر سر لاندې کول او ډېر کله به په ناسته ویده کېدلم."
هغه وايي په وار وار ډاکټر ته لاړ، خو هر ځل به یې ورته ویل چې "وزن کم کړي."
څنګه یې دومره وزن کم کړ؟
د قدرت الله د مشر ورور هېواد خان وزن هم ډېر و، خو وتوانېده چې له ۱۱۰ کیلو ګرامه خپل وزن ۷۰ کیلو ته راټیټ کړي. قدرت الله هم فکر وکړ چې دی هم کولای شي وزن کم کړي.
جلال اباد کې یې په یوه جېم یا د اندام ښکلا کلب ته ورغی او هلته له یوه داسې روزونکي سره مخ شو چې د خوراکي رژیم او تمرین ځانګړی پلان یې ورته جوړ کړ.
قدرت الله غوړ خوراکونه، وریجې، نوشابې او ډېره غوښه بند کړل او د هګیو سپین، سلاد، د اېشېدلي چرګ سینه، ماهي او د اوربشو ډوډوۍ خوړل یې پیل کړل.
"پیل کې د خوراک کممول سخت و، ځکه پخوا مې ډېر خوراک کاوه. خو ما د ډایټ پلان تعقیب کړ او ورو ورو ورسره عادت شوم. اوبه به مې ډېرې څښلې."
هغه دغه راز ورځ کې دوه ځلې جېم ته ته او ټول یې ۵ ساعته تمرین کاوه. ژر ژر یې وزن کمېده او بدن یې نری کېده. لسو میاشتو کې یې وزن له ۲۱۶ کیلو څخه ۹۱ ته راټیټ شو او په دې توګه یې له نیمايي ډېر وزن کم کړ. په منځنۍ کچه یې د ورځې ۴۰۰ ګرامه وزن کم کړی.
د ملا اندازه یې ۸۶ سانتي مترو ته راټيټه شوه او اوس د چاغښت په کټګورۍ کې نه راځي.
د قدرت الله کورنۍ هره ورځ د هغه د وزن کمېدل لیدل، خو کله چې یوه اوونۍ مخکې د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې خپل کلي ته لاړ او خپلوانو یې ولید، نو نه یې پېژانده.
"کلیوالو مې باور نه کاوه چې زه قدرت الله یم. کلونه کلونه مو سره تېر کړي دي خو بیا یې هم سم نه پېژندلم. بیا به مې وروڼو یا پلار ورته ویل چې زه رښتیا وایم او خپله کیسه به مې ورته وکړه."
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په نړیواله کچه هرو ۸ کسانو ۱ یې له چاغښت سره ژوند کوي.
دا کولی شي د شکر او زړه ناروغۍ خطر ډېر کړي. د دې ترڅنګ د هډوکو روغتیا هم زیانمنوي، د ماشومانو زېږولو وړتیا هم اغېزمنوي او دغه راز د ځینو سرطاني ناروغیو خطر هم زیاتوي.
چاغښت د ژوند پر ډول هم اغېز لري او د قدرت الله په څېر ډېرو ته د خوب او ګرځېدا ستونزې هم پیدا کوي.
د بریتانیا ملي روغتیايي خدمتونه خلکو ته مشوره ورکوي چې د وزن کمولو لپاره باید خواړه پرېنږدي او په اوونۍ کې له ۱ کیلو ډېر وزن کم نه کړي.
بریتانیا کې ډاکټر ابراهیم دلیلي وايي چې د قدرت الله وزن ډېر و او داسې خلکو ته د کمې کالورۍ اخیستل ځکه ستونزه نه جوړوي چې نوره د اړتیا وړ کالوري د بدن له چاغوالي ترلاسه کوي.
"دومره ډېر وزن پر ژوند منفي اغېزې لري، نو د وزن کمول ورته اړین و. قدرت الله خوراکي رژیم سم پلی کړی چې د هغه پروټین، کالوري او ویټامینونه یې پوره کړي دي. نو د هغه ډایټ او تمرین د وزن کمولو پروسه چټکه کړې."
پر ځان باور او ژوند ته هیلې
د قدرت الله مور او پلار او خویندې - وروڼه د هغه وزن کمېدو او دومره لوی پرمختګ ته خوښ دي.
"زه اوس خپلو والدینو ته یو بل قدرت الله یم. دوی به په ما ډېر خفه وو چې په دومره کم عمر کې دومره ډېر وزن لرم او ناروغۍ لرم، خو اوس ډېر خوشحاله دي."
قدرت الله د ژوند وړې خوښۍ له سره لټوي. اوس کولی شي عامه ټرانسپورټ وکاروي، په اسانه ریکشا کې کېني او حتی کریکټ وکړي.
"اوس مې ژوند ډېر عادي دی او خوشحاله یم." د بوټونو له ستونزې او نهو مترو کالیو خلاص شو. اوس به یې بوټونه ژر نه زړېږي او کالي یې هم له څلورو مترو رخت پوره کېږي."
پوهنتون کې هم غټې څوکۍ او مېز ته اړتیا نه لري او تمه لري پسرلي کې یې پیل کړي. غواړي نرسینګ برخه کې زدکړې وکړي او د پلار د درملو پلورلو کاروبار کې هم مرسته ورسره وکړي.
خو پوهنتون له تګ وړاندې باید المارۍ له نویو کالیو ډکه کړي، ځکه پخواني کالي اوس په ده کې ډېر لوی دي.
هغه وايي: "اوس زما ټول پخواني کالي بې ګټې دي، په بل چا کې هم نه دي جوړ."