تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالب او ترکمنستاني چارواکي تورغنډۍ کې په دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو غږیدلي
د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د افغانستان لویدیځ ولایت هرات سرحدي ښارګوټي تورغنډۍ ته تللی.
د نوموړي د سفر موخه له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د دوه اړخېزه اړیکو پراخول بلل شوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د ترکمنستاني بهرنیو چارو وزیر هرکلي ته د دوی د بهرنیو چار چارسمبالی وزیر مولوي امیرخان متقي هم ورغلی وو.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په ټکو دواړو لورو په تورغنډۍ بندر کې سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ضیا احمد تکل بي بي سي ته وويل:" ددې سفر او لیدنې موخه د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي، ټرانزیتي، ریل پټلۍ، بریښنا او انرژۍ برخو کې د ګډو پروژو د عملي جریان لیدنه او وده ور کول دي."
له افغانستان سره په پوله یاد سرحدي ښارګوټي کې د دواړو هېوادونو چارواکو له تورغنډۍ څخه هرات ولایت له جوړېدونکې اورګاډي پټلۍ څخه هم لېدنه کړې.
دواړو لورو د یوې بلې مهمې پروژې ( ټاپي) پایپ لاین څخه د افغانستان په خاوره کې لیدنه کړې ده.
افغانستان له څو کلونو راهیسې هڅې کوي چې د ریل ګاډو پټلیو له لارې ځان له منځنۍ اسیا سره ونښلوي او له هغې لارې له نورې نړۍ سره سوداګرۍ ته لارې پرانیزي.
د پخواني جمهوري دولت له خوا په وروستي کال کې د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ د دریو ګډو پروژو (برېښنا، نوري فایبر او ریل پټلۍ) پرانیسته شوې وه.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم وایي په دې برخه کې یې هڅې ګړندۍ دي.
د طالبانو په حکومت کې د ریل پټلۍ ادارې اوسني مشر بخت الرحمن شرافت چې څو ورځې وړاندې ترکمنستان ته تللی وو ویلي چې له هغه هېواد سره یې هوکړه کړې چې د تورغنډۍ او اقینې بندرونه به نور هم پراخوي.
پلان دادی چې د فاریاب ولایت له اقینې بندر څخه دغه لیکه شمالي بلخ ولایت ته وغځول شي او د چارواکو په وینا د تخنیکي ارزونې لپاره یې د دواړو هېوادونو ټیمونه لاس په کار شوي دي.
د ترکمنستان له اتامراد-امام نظر څخه د افغانستان تر اقینې بندر پورې د ریل پټلۍ پرانیسته د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ترکمن سیال قربان قلي بردي محدوف له خوا شوې وه.
بل خوا ترکمنستان په خپل هېواد کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې اړوندو کسانو او دارنګه افغان محصلانو ته هم زدکړې ورکوي.
د چارواکو په وینا په ورستیو کې څو ډلې افغان محصلان په همدې برخو کې د زدکړو لپاره ترکمنستان ته استول شوي او ځینې یې د زدکړو له بشپړولو وروسته بېرته راستانه شوي دي.
دا ټولې هڅې ددې لپاره دي چې د افغان چارواکو په وینا هڅه کوي افغانستان له خپلو شمالي او لویديځو ګاونډیانو سره سوداګریزي اړیکې پراخه او په دې برخه کې پر پاکستان خپله تکیه راکمه کړي.
خو په ټوله کې لوی هدف یې دا بلل کېږي چې افغانستان د منځنی او سویلي اسیا ترمنځ د پل یا څلور لارې دریځ ته لوړ کړي.