نوې څېړنه: سږ کال افغانستان کې د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو د مبارزې ادارې (UNODC) د نومبر پر شپږمه د یوې څېړنې پایلې خپرې کړې چې وايي، په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله په ۲۰۲۵ کال کې د تېر کال پرتله ۲۰ سلنه کمه شوې ده.

د بازار له شاخصونو سره یوځای دغه چټک راټیټېدل ددې څرګندونه کوي چې د تریاکو تولید او قاچاق په سیمه کې له لویو بدلونونو سره مخ دی.

په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو ټوله کرنیزه ساحه نژدې ۱۰٬۲۰۰ هکټاره اټکل شوې چې د ۲۰۲۴ کال (۱۲٬۸۰۰ هکټاره) پرتله ۲۰ سلنه کمه ده او هغو لویو شمېرو ته په ډېر لږه کچه رسېږي چې له بندیزونو مخکې په ۲۰۲۲ کال کې ثبت شوې وې، چې په هغه کال کې په ټول هېواد کې نژدې ۲۳۲٬۰۰۰ هکټاره کرل شوي وو.

ویل شوي چې، د تریاکو تولید هم په ۲۰۲۵ کال کې راکم شوی دی او د کرکېلې د کچې د راکمېدو پرتله په ډېره چټکۍ سره چې د ۲۰۲۴ کال پرتله ۳۲ سلنه ټیټ دی او ټولیز اټکل یې ۲۹۶ ټنه دی.

نوې نظر پوښتنه وايي، د بزګرانو عاید د تریاکو له پلوره د ۲۰۲۴ کال د ۲۶۰ میلیونه ډالرو د ۲۰۲۵ کال ۱۳۴ میلیونه ډالرو ۴۸ سلنې ته راټیټ شوی دی.

له بندیز وروسته ډېرو بزګرانو د غلو دانو او نورو کرنیزو بوټو کرکېلې ته مخه کړې ده. خو د هوا خرابو شرایطو لکه وچکالۍ او کم باران د کرنیزو ځمکو له ۴۰ سلنې زیاتې برخې شاړې پرېښې دي.

په ورته وخت کې، له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا څلور میلیونه افغانانو بېرته هېواد ته راستانه شوي چې اوس د هېواد نژدې ۱۰ سلنه وګړي جوړوي چې په دې سره د لږو کارونو او سرچینو لپاره سیالي ډېره کړې ده. دا ټول عوامل، د بشري مرستو له کمېدو سره یوځای، ښايي د کوکنارو کرکېله لا مهمه کړي.

د UNODC د افغانستان، مرکزي اسیا، ایران او پاکستان سیمه‌ییز استازی اولیور شتولپه وویل: "افغانستان ته د غیرقانوني بوټو د له‌منځه وړلو لپاره د نړیوالو همکارانو په شریک تمرکز سره یوه همغږې شوې اوږدمهاله پانګونه پکار ده.

دا د افغان بزګرانو د بدیلو عایداتو د پیاوړتیا، د ناقانونه بوټو د له منځه وړلو او د نشه‌يي موادو د قاچاق د مخنیوي تر څنګ د تقاضا د کمېدو لپاره د وقایې او درملنې د پیاوړتیا په معنا ده".

په ۲۰۲۵ کال کې د وچو تریاکو یا په لابراتوار کې جوړو شویو نشه‌يي توکو بیه د ۲۰۲۴ کال د ۷۸۰ ډالرو پرتله ۲۷ سلنه راټیټه شوې او ۵۷۰ ډالرو ته رسېدلې ده، خو لا هم له بندیزونو وړاندې د منځنۍ بیې پرتله پنځه برابره لوړه ده.

د تریاکو د بیې کمېدل د تولید له راکمېدو سره یوځای دا ښيي چې په بازار کې بدلونونه روان دي او دا ښايي په نورو هېوادونو کې د کوکنارو د ناقانونه کرکېلې هڅې زیاتې کړي.

د کرکېلې شمېرنې، بیې او نیونې دا ښيي چې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د نشه‌يي توکو په بازارونو او قاچاق کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شوي دي.

په افغانستان کې د یوناما د سرپرستې مشرې جورجیت ګاګنون په وینا:‌ "د افغانستان د نشه‌يي موادو ستونزه یوازې پر دې هېواد پورې نه محدودېږي. د عرضې، تقاضا او قاچاق ټولې بڼې هم افغان او هم نړیوال لوبغاړي لري.

د دې ستونزې د حل لپاره د مهمو شریکانو همکاري اړینه ده. د دوحې بهیر په اډانه کې د نشه يي توکو ضد کاري ډلې – چې د اوسنیو افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو یو مهم پلټفارم دی - د ګډو حل لارو د جوړولو لپاره خورا اړین رول لري".