'افغان سوداګر، دروند تاوان او پېشکي پیسې':‌ ولې بلوچستان کې د کوکنارو کښت بې‌ساری ډېر شوی؟

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو، کوټه

د کوکنارو په کاروبار کې لوی افغان سوداګر نه یوازې ځایي ځمکوالو ته د ځمکې په بدل کې ډېرې پیسې ورکوي، کروندګر د دغې ځمکې ټولې حاصلاتي پیسې هم مخکې له مخکې ترلاسه کوي."

دا خبره د بلوچستان ادارې یوه لوړپوړي چارواکي کړې ده. له دې امله چې دوی ته د دې موضوع په اړه له رسنیو سره خبرو ته اجازه نه وه، نو دوی د نوم نه ښودلو په شرط بي‌بي‌سي ته وویل، چې ولې ځایي بزګران خپله ځمکه د کوکنارو د کښت لپاره ورکوي.

دغه لوړپوړي چارواکی زیاتوي: "په داسې حالت کې، دا نه یوازې خورا ګټور کار ګرځي، بلکې ځایي بزګرانو ته له افغانستان راغلي داسې افراد هم پیدا کېږي چې د کوکنارو د کښت ماهران دي او د هیروینو د تولید لپاره اړین موادو ترلاسه کولو کې تجربه لري."

سږکال د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د تېرو کلونو پرتله د کوکنارو کښت بې‌ساری ډېر شوی دی. کارپوهان وايي لویه وجه یې دا ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر کوکنارو سخت بندیز لګولی، اوس د دې کاروبار سوداګر په پراخه کچه بلوچستان ته مخه کوي.

د بلوچستان حکومت وايي دوی نه یوازې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي پر وړاندې اقدام کوي او د کوکنارو کروندې له منځه وړي، ورسره د دې لپاره قانون هم په پام کې لري چې د کوکنارو کښت لپاره ځمکه ورکوونکو کسانو ځمکې د دولت ملکیت وګرځوي.

د بلوچستان اعلیٰ وزیر سرفراز بګټي هم په دې وروستیو کې ویلي: "پاکستان به له کوکنارو پاک حالت وساتي او په دې کې به هېڅ ډول سازش ونه کړي، که د دې لپاره هر ډول قربانۍ ته اړتیا وي." سربېره پردې، چارواکو په بلوچستان کې د کوکنارو په کښت کې د ښکېلو لسګونو افغانانو د نیولو اعلان هم کړی دی.

په دې راپور کې هڅه شوې چې پوه شو بلوچستان کې کوکنار په کومو سیمو او کومو ځمکو کښت کېږي، د کوکنارو د کښت زیاتوالي علتونه څه دي او حکومت د دې پر وړاندې څه ډول ګامونه اخلي.

د بلوچستان په کومو سیمو او څومره ځمکه کوکنارو کرل کېږي؟

د بلوچستان اعلیٰ وزیر سرفراز بګټي په تېرو ورځو کې د صوبايي اسمبلۍ ته په وینا کې ځینې شمېرې وړاندې کړې.

هغه وويل تېرو حکومتونو په بلوچستان کې د کوکنارو د کښت پر وړاندې کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی. د هغه په وينا، په ۲۰۲۲ کال کې چارواکو په بلوچستان کې پر ۶۲۸ جرېبه ځمکه کې د کوکنارو کښت په ګوته کړ، خو له دې یوازې ۳۲۸ جرېبه د کوکنارو کښت له منځه یوړل شو. هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۴ کال کې پر ۱۲۷۵ جرېبه ځمکه کې د کوکنارو کښت په ګوته شو، خو یوازې ۷۱۵ جرېبه د کوکنارو کښت له منځه یوړل شو.

اعلیٰ وزیر وویل د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په ریکارډ ډول پر ۳۶،۱۰۹ جرېبه ځمکه کوکنار له منځه وړل شوي دي، خو هغه دا نه ده روښانه کړې چې په دې موده کې ټوله څومره ځمکه په ګوته شوې چې کوکنار پرې کرل شوي‌ وو.

حکومتي چارواکي او شنونکي وایي د سږکال د دې لویې اندازې کوکنار له منځه وړل ښيي چې د تېرو کلونو پرتله په بلوچستان کې د کوکنار کښت بې‌ساری زیات شوی دی. دوی زیاتوي دا یوازې هغه شمېرې دي چې د حکومت په خبرتیاوو کې راغلې دي.

اعلیٰ وزیر هم وویل په تېرو وختونو کې دا ستونزه زیاتره هغه ولسوالیو کې وه چې د افغانستان له سرحد سره مستقیمې پولې لري، خو سږکال له سرحده په لیرې ولسوالیو کې هم د کوکنارو کښت شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په کلا عبدالله، چمن، پشین، ژوب، کلا سیف‌الله، چاغي او کوهلو کې هم د کوکنارو کښت لیدل شوی او پر وړاندې یې اقدامات هم شوي دي.

سرفراز بګټي بي‌بي‌سي اردو ته وویل: "اجازه راکړئ دا ومنم چې سږکال په بلوچستان کې د کوکنارو کښت خورا زیات شوی، خو په دې اړه اقدام هم شوي دي."

د اسمبلۍ په غونډه کې یې وویل: "موږ پرېکړه کړې چې په بلوچستان کې به د کوکنارو کښت ته هېڅ انچ ځمکه هم نه ورکول کېږي. پاکستان ته له کوکنارو پاک وضعیت ترلاسه شوی دی، او په دې کې به هېڅ ډول سازش ونه شي،

سرفراز بګټي په دې وروستیو کې په اسمبلۍ کې د دې موضوع په اړه خبرې کولې، وویل، "موږ پرېکړه کړې چې د بلوچستان په یوه انچ کې به د کوکنارو کښت ته اجازه ور نه کړل شي. موږ به له کوکنارو د پاک حیثیت په اړه جوړجاړی ونه کړو چې پاکستان ته ورکړل شوی دی. که د دې لپاره هر ډول قرباني یا منابعو ته اړتیا وي".

ولې بلوچستان کې د کوکنارو کښت ډېر شوی؟

خبریال او شنونکی سلیم شاهد وايي تر یوې مودې وړاندې د نړۍ تر ټولو لوی د کوکنارو د کښت مرکز افغانستان و. د هغه په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته په هېواد کې پر کوکنارو بندیز ولګول شو، چې د تولید کچه یې په پراخه توګه اغېزمنه کړه او همدغه دلیل دی چې له دې کاروبار سره تړلو کسانو بلوچستان ته مخه کړه.

هغه زیاتوي بله لویه وجه دا ده چې په دې کښت کې ګټه ډېره زیاته ده. "د بلوچستان په ځینو سیمو کې خلکو تر خپلې ځمکې اوږده دېوالونه راتاو کړي چې د کوکنارو د کښت کار پیل کړی او په دې سره د چارواکو له نظره پټ پاتې شي."

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګول شو. د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخونزاده ویلي وو: "هر څوک چې له دې بندیز سرغړونه وکړي، د هغه کروندې به له منځه یوړل شي او په شرعي توګه به سزا ورکړل شي".

طالبانو ویلي وو چې دا بندیز ځکه وضع کېږي چې کوکنار زیان رسوونکي مواد دي او په دین کې هم د دې کارول منع دي.

په افغانستان کې ډېرې لویې برخې خلکو د طالبانو د کوکنارو د کښت بندیز منلی او له دې امله د نړۍ د تریاکو د تولید لړۍ هم ورسره اغېزمنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) په وینا، د ۲۰۲۲ کال پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په کچه د تریاکو تولید ۷۲ سلنه کم شوی دی. اټکل شوی چې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۲ کال پورې د تریاکو له قاچاقه هر کال نژدې ۱۵،۵ میلیارد ډالر عاید ترلاسه کېده.

د کوکنارو د کښت تر بندیز پورې موده کې، په نړۍ کې شاوخوا ۸۰٪ تریاک په افغانستان کې تولیدېدل. د UNODC راپور په وینا، اوس په افغانستان کې د تریاکو تولید تر ۹۵٪ پورې کم شوی دی. په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې موجود تریاک هومره کافي وو چې تر ۲۰۲۶ کال پورې د نړۍ اړتیاوې پوره کړي.

خو په افغانستان کې پر کوکنارو له بندیز وروسته، د تریاکو بیه اوس لس برابره لوړه شوې ده. د UNODC په وینا، په افغانستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو کې د هیریین بیه درې برابره لوړه شوې ده. د ناټو او امریکایي ځواکونو د شتون او د طالبانو له واکمنېدا وړاندې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت میلیونونه ډالر مصرف شوي وو

د بلوچستان ماهرین او د چارو کتونکي وايي، شاید همدا وجه وي چې د بلوچستان بزګران د کوکنارو د کښت خطر پر غاړه اخلي او افغان کاروباریان یې د ډېرو پیسو له وړاندیز سره دې کار ته هڅوي.

مشر شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي په بلوچستان کې د کوکنارو کښت په ځینو سرحدي ولسوالیو کې ۱۵-۲۰ کاله مخکې پیل شوی و. هغه وايي، ځکه چې دا ډېر ګټور و، خلکو د خپلو باغونو منځ کې ځینې ونې پرې کړې او د کوکنارو کښت یې پیل کړ، چې له بهره یې څوک ونه ګوري.

هغه زیاتوي: "طالبانو هم په افغانستان کې پر کوکنارو بندیز ولګولی دی او دا عملي کېږي. دا شاید بلوچستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي یوه وجه وي، خو زما په نظر بل دلیل یې دا دی چې د هر بل بل فصل پرتله د کوکنارو ګټه ډېره ده."

خبریال سید علي شاه، چې د دې مسلو په اړه راپور ورکوي، وايي په ، افغانستان کې پر کوکنارو له بندیز وروسته، هغو خلکو بلوچستان ته مخه کړې ده چې د دې فصل په کرلو کې ماهر دي او له هغې ډېره ګټه ترلاسه کوي. "که څوک غنم یا کوم بل فصل وکري، نو نه یوازې ګټه یې ډېره لوړه ده، بلکې دوی ډېر ژر پېرودونکي هم پیدا کوي."

حکومت د کوکنارو د مخنیوي لپاره څه ډول ګام پورته کوي؟

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په دې وروستیو کې د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل، "که څه هم دا د فدرالي حکومت دنده ده، خو صوبايي حکومت به د مرستې چمتو کولو له خپل صلاحیت سره سم ګامونه پورته کړي او نه یوازې مرسته به وکړي بلکې اقدام به هم وکړي ځکه دا زموږ د هېواد د بدنامۍ مسئله ده چې هیڅوک به پرې اجازه ونه لري."

هغه زیاته کړه: "زه د کوکنارو د کښتګرو بزګرانو، افغانستان څخه راغلو کسانو او د دې کار اسانګرو ټولو ته وایم چې څوک خپله ځمکه د کوکنارو لپاره ورکوي، موږ دلته یو قانون راولو چې د کوکنارو د کښت کوونکو لپاره سزاوې لري او ورکړل شوې ځمکې به ضبطېږي. زه ټولو ښکېلو کسانو ته وایم چې موږ مو څارو. د پیسو په لالچ کې خپل هېواد مه کمزوری کوئ؛ که داسې وکړئ، حکومت به په سختۍ چلند وکړي او تاواني به همدا داسې یاست. د بلوچستان خلکو په دې کار کې مه راګیر کېږي".

د بلوچستان چارواکو د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو سربېره ویلي په دې کې ښکېل ګڼ شمېر افغانان هم نیول شوي دي.

کوهلو کې د لیویز ځواک رسالدار میجر شیر محمد مري بی‌بی‌سي ته وویل چې په دې سیمه کې نه یوازې لویه کچه د کوکنارو کښت له منځه وړل شوې، بلکې د دې کار کې ښکېل ۵۵ کسان نیول شوي چې ۵۳ یې افغانان وو.

هغه زیاته کړه، مخکې یې په یوه بله سیمه کې ۸۰ جرېبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه یووړل او پنځه افغانان یې نیولي وو.

د کوهلو پخواني مرستیال کمېشنر عقیل بلوچ وویل نیول شوي افغانان په بلوچستان کې غیرقانوني مېشت شوي وو چې کوکنار وکري.

په لورالایي ولسوالۍ کې هم کوکنار کرل شوي دي.

د یوې حکوومتي اعلامیې په وینا، د مالې ریاست له خوا ډپټي کمېشنر لورالایي ته د ځمکو مالکانو نوملړ ورکړل شوی و، چې په درېیو ولسوالیو لورالایي، بوري او میختر کې پر ۴،۵۰۰ جرېبه ځمکه د کوکنارو کښت په ګوته شوی و. د کښتګر ځمکوالو شمېر شاوخوا ۸۰۰ وو، چې هغوی ته د کښت د له منخه وړلو خبرداری ورکړل شوی دی.

له لورالایي سره نژدې د دُکي ولسوالۍ چارواکي وویل په ولسوالۍ کې د کوکنارو د کښت لپاره کارېدونکې ماشینري له منځه وړل شوې او له دې کار سره تړلي ۷۵ کسان نیول شوي چې ۶۲ یې افغانان وو او د بهرنیو اتباعو د قانون یا (Foreign Act) له مخې یې پر وړاندې اقدام شوی دی.

د لورالایي ډویژن په درېیمه ولسوالۍ، موسی‌خېل کې هم د کوکنارو د کښت پر ضد د عملیاتو پر مهال اوه افغانان نیول شوي دي.

د کوټې ډویژن او لورالایي ډویژن پرتله د قلات ډویژن ولسوالۍ د افغانستان له سرحده سلګونه کیلومتره لرې ده، خو د چارواکو په وینا، سږکال هلته هم د تېرو کلونو پرتله د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.

د قلات ډویژن یو لوړپوړي چارواکي وویل، د دې ډویژن له شپږو ولسوالیو په خضدار، قلات، سوراب او مستونګ کې د کوکنار کښت په ګوته شوی او پر ضد یې اقدامات شوي دي.

د بلوچستان په کچه د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د دې تخم د لېږد او پلور پر ضد د فوجداري قانون د ۱۴۴ مادې له مخې بندیز لګول شوی. د بلوچستان د کورنیو چارو او قبايلي چارو ریاست د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په یوه خبرتیا کې ویلي، دا پرېکړه پر دې بنسټ شوې چې په بلوچستان کې د کوکنارو د کښت لپاره د دې تخم لېږد او خرڅلاو روان و.