تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ پر نشه يي توکو به د طالبانو بندیز عملي ثابت شي؟
په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د نشه یې توکو د تولید بحث تل د طالبانو له نوم سره تړلی و.
واک ته د طالبانو تر رسېدو اته میاشتې وروسته ددغې ډلې مشر هیبت الله اخندزاده پر داسي مهال، چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د تاریاکو د ټولولو فصل پیل شوی و، د یوه فرمان له مخې په ټول هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه یی توکو کر - کیله ممنوع اعلان کړه.
په دغه فرمان کې راغلي و، چې د سږکال د تاریاکو کښت او له هغه ترلاسه شوی محصول په نوي بندیز کې شامل نه دي.
خو د نشه توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو اداره ( یو این او ډي سي) نوی راپور ښيي چې تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د نشه يي توکو د تولید د زیاتوالي له امله د نړۍ په کچه د هیروینو تولید ۷ سلنه زیات شوی دی.
د کوکنارو کښت چې د عايد يوه ستره سرچينه ده او په دې کاروبار باندې د زورواکو او د نشه يي توکو د قاچاقبرانو واک او انحصار په پام کې نيولو سره دا پوښتنه راپورته کېږي چې د طالبانو بنديز به څومره اغېزمن وي؟
د بي بي سي خبریال مامون دراني د طالبانو د واکمنۍ د یو کال په مناسبت په خپل راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت، پروسس او قاچاق وضعیت ته کتنه کړې.
د طالبانو د حکومت ځواکونه د خپل مشر د آمر پلي کولو لپاره د هلمند ځینو برخو کې په پسرلي کي کرل شوي د کوکنارو نوي کروندې ویجاړوي، چې لا حاصل ته نه دي رسېدلي .
د طالبانو له خوا په یوه خپره شوې ویډیو کې د کوکنار د کر په ګناه نیول شوی هلمندی کروندګر طالب ځواکونو ته وایي پلار یې د شکرې او فشار ناروغ دی او باید و یې نه کړوي .
خو ظاهراً د طالبانو یو ځای مشر یې د څپیړي په وهلو سره خبره ور پرې کوي او لاسونه یې تر شا ورتړي، دا وضعیت په ډاګه کوي چې په ځینو سیمو کې خلکو د کوکنارو د نه کرلو امر له پامه غورځولی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي ځای - ځای کې له فرمانه سرغړوونه شوې خو دوي یې حساب په لاس ورکړی .
د طالبانو لخوا د کوکنارو پر کښت د ټولیز بندیز له اعلانه وروسته د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د یوه کیلو تاریاک بیه له ۷۰ ډالرو څخه ۲۱۰ ډالرو ته پورته شوه.
یو شمېر کروندګرو او ځای خلکو بي بي سي ته ویلي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د افغانستان په کندهار او هلمند کې د نشه یې توکو د پلور دایمي بازارونه جوړ شول، چې دې ګام ددغه توکو د پلور او پېر بازار نور هم وغوړاوه.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره یو این ډي پي وایي په افغانستان کې د تارياکو سوداګري له دوه تر درې ملياردو ډالرو پورې عايد لري او د بازار ارزښت يې ٢٠٠ ميليارده ډالره دى.
د امریکا او ملګرو ملتونو په خبره ددې پیسو لویه برخه د نشه یې توکو د کارباریانو جېبونو ته لویږي هغه کسان، چې په تېر او اوس کې د طالبانو سره نژدې اړیکي او په تېرو شلوو کلونو کې یې ددغې ډلې مالي ملاتړ کاوه .
هلمند، چې د افغانستان پر کچه د تریاکو لوی تولیدونکی ولایت بلل کېږي، کروندګر یې وایي د طالبانو د حکومت وروستۍ پرېکړه ښایي د پلي کېدو وړ نه وي.
دغه کروندګر وایي ۹۵ سلنه بزګران خپلې ځمکې نه لري، له قاچاق وړونکو او یا هم شتمنو څخه یې ځمکه او د پیسو پور په دې شرط ترلاسه کړي، چي پر ځمکو کوکنار وکري .
د ملګرو ملتونو یو راپور ښي، چي ۲۰۲۱ کې د ۶ زره اته سوه ټنه تریاکو په تولید سره پرلپسې پنځم کال دی، چې افغانستان کې د نشه یې توکو تولید خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسېږي او لا هم د نړۍ اتیا سلنه تریاک تولیدوي .
تېر کال په افغانستان کې د اټکلي شمېرو له مخې پر ۲۲۴ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو هغه کروندګر چې بي بي سي ورسره خبرې کړې وایې سږ د دغه بوټي لومړی فصل دوه برابره پراخ شوی و.
د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو اداره (یو اوین او ډي سي ) په خپل کلني راپور کې ویلي، چې تېر کال د نړۍ په کچه د هیروینو په تولید کې ۷ سلنه زیاتوالي راغلی، چې لامل یې په افغانستان کې د تاریاکو پراخ تولید یاد شوی دئ .
طالبان چې اوس د افغانستان پر ټولو برخو واک لري او اړ دي د خپلو ګاونډیو او نورو هېوادونو سره تعامل دوه اړخیزي همکاري او مرسته وکړي، ځکه یې د کوکنارو پر کر د روان کال په پیل کې بندیز ولګاوه.
امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکیو ناقانونه کول ''لومړنی مثبت ګام یاد کړی، خو ټینګاړ یې کړی چې د دې خبرې عملي کول مهمه چاره ده.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو مخکینی استازی خالد پښتون د کوکنارو پر کښت د طالبانو د چارسمبالي حکومت وروستی اعلان په یوه غشي د دوو نښو د ویشتلو هڅه بولي.
ښاغلی پښتون وایي طالبان د امریکا سره د دوحې د تړون په شرطونو کې پاتي راغلي ځکه نو هڅه کوي داسي څه وکړي چې د امریکا او نړۍ باور ترلاسه کړي .
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د کوکنارو د کرکیلې له مخنیوي سر هممهاله د بدیل کښت پر برابرولو ټینګار کوي او وایي په دې اړه یې له نړیوالو سره هم خبرې کړې دي.
خو ښاغلی مجاهد وایي د کوکنارو پر کرکیله د دوي تازه اعلان شوی بندیز به هرومرو پلی کېږي او تمه یې وښودله، چي کروندګر به هم دې برخه کي ژمن پاته سي.
په وروستۍ یوه لسیزه کې د افغانستان په یو شمېر سیمو کي د کوکنارو درې فصلونه کرل کېږي، چې تخم یې له بهر څخه راوړل شوی دی .
د کوکنارو لومړی فصل ، چې ژمي کي کرل کېږي د طالبانو لپاره به ستر هازموینه وي .
ځکه په افغانستان کې دوه کاله پرلپسې وچ اوبي، طبیعي افتونه ، اقلیمي بدلون او ناسم اقتصادي وضعیت کروندګر سخت ځپلي او هغوی په دې باور دي، چې د کوکنارو کښت او له هغه ترلاسه شوی عاید به یې تش جېبونه ور ډک کړي .
خو تر دې ها خوا ددغه توکو کاروباریان، چې د کلونو لپاره یې د طالبانو ملاتړ کړی او د نړیوالي ټولنې د راپورو پر بنسټ یو شمېر یې د همدي ډلي غړي دي، د طالبانو دمشر امر ته به سر کښته کړي؟ خو طالبان وایي ددوي د مشر له فرمان نه سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي .