تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان او پاکستان کې به د ګوزڼ ضد واکسینولو نوي پړاو کې میلیونونو ماشومانو ته واکسین ورسېږي
افغانستان کې د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت وايي، د اړوندو نړیوالو ادارو په همکارۍ یې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسیناسیون څلور ورځنی فرعي کمپاین پیل کړی دی.
دا په ۲۰۲۶ کال افغانستان کې د پولیو ضد واکسیناسیون لومړنی کمپاین دی او په درېیو پړاونو کې ترسره کېږي.
لومړی پړاو چې له نن دوشنبې د فبرورۍ تر ۵مې دوام کوي، په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني ،کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، بلخ، فاریاب، کندوز، هرات او بادغیس کې تطبقېږي.
په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل کې سر له سبا (سېشنبې) د فبرورۍ تر شپږمې او د "لا ښه چمتووالي په موخه" د فاریاب او بادغیس ولایتونو په دوه-دوه ولسوالیو کې د فبرورۍ له ۹مې تر ۱۲مې ترسره کېږي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، د دغه کمپاین پر مهال کې به ۷ اعشاریه ۳ میلیونو ماشومانو ته، چې عمرونه یې له پېنځو کلونو کم دي، واکسین ورکړ شي.
هغه له قومي مخورو، دیني علماو او عامو خلکو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې له واکسیناتورانو سره مرسته او همکاري وکړي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دغه کمپاین د پیل مراسمو کې وویل: "د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې له خپلو کاري شریکانو سره په افغانستان کې د ګوزڼ وحشي ویروس مخه ونیسي."
هغه ټینګار وکړ چې "په ټول هېواد کې به په بشپړه توګه د دې ناروغۍ د له منځه وړلو هدف ترلاسه کېدو پورې د واکسیناسیون کمپاینونو او د روغتیايي او تکمیلي درملیزو خدماتو له لارې هڅې دوام ومومي."
ښاغلي جلالي هم په دې برخه کې د مشرانو او مخورو رول مهم وباله، او زیاته یې کړه: "دا مهمه ده چې دیني عالمان، قومي مشران، والدین او په ټول هېواد کې د ټولنې نور اغیزناک خلک له واکسیناتورانو ملاتړ وکړي، چې دوی د پولیو پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي."
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، تېر ۲۰۲۵ کال افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
رنځپوهان وايي، پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده چې په ماشومانو کې د دایمي فلج او ان مړینې لامل ګرځي. د دغې ناورغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې، ماشومانو ته پر وخت واکسین ورکړل شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازېني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې لا تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.
پاکستان کې ۴۵ میلیونه ماشومان ته واکسین ورکول کېږي
له افغانستان سره هممهاله پاکستان کې هم له ۴۵ میلیونو ډېرو ماشومانو ته، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د ګوزڼ ضد واکسین د ورکولو سراسری کمپاین پیل شوی دی.
پاکستان کې تېر کال د پولیو ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
روغتیايي کارکوونکي به روانه اوونۍ په پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې کور پر کور وګرځي، چې ماشومانو ته واکسین ورکړي.
زرګونه پولیس د دې لپاره ګومارل شوي چې د دغه کمپاین پر مهال د واکسیناتورانو امنیت وساتي.
پاکستان کې په پرلپسې ډول د ګوزڼ ضد واکسیناسیون پر ډلګیو مرګونې بریدونه شوي دي.
دغه هېواد کې ځینې فعالې وسلهوالې ډلې ادعا کوي ګوندې د واکسیناسیون پروګرام "د مسلمانانو شنډولو لپاره د لوېدیځ توطئه" ده خو لوی شمېر دیني عالمان او فتوا ورکوونکي وايي دغسې انګېرنې د معلوماتو په تشه کې رامنځته کېږي او ان ځینې ډلې یې د خپلو سیاسي تبلیغاتو لپاره کاروي.
د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د اکتوبر ۲۴مه د دې لپاره د ګوزڼ یا پولیو نړوالې ورځې په توګه نمانځي، چې د ګوزڼ ضد واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه او په دې توګه ماشومان له دغې وژونکې ناروغۍ وژغوري.