تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې
افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو د یوې بلې مثبتې پېښې د ثبتېدو خبر ورکړی او وايي چې دا پنځمه پېښه ده چې بیا هم په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې ده.
تر دې وړاندې په دریو اونیو کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ څلور پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبتې شوې وې.
په افغانستان کې د یونېسف لخوا د ماشومانو د ګوزڼ ضد پروګرام د عامه اړیکو مشر کمال شاه سید د پولیو د تازه او پنځمې پېښې په اړه وايي،"په در بابا ولسوالۍ کې دا پېښه ثبت شوې چې په عمومي ډول اوړي يا توده هوا د پوليو ناروغۍ د خپرېدو لپاره نسبتا مناسب موسم وي."
ښاغلي سید زیاته کړه چې د دې تازه پېښې ثبتېدل دا په ډاګه کوي چې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د خپرېدو په حال کې ده او په وینا یې که همداسې دوام وکړي نو د هېواد نورو سیمو ته به هم وېروس ورسېږي او لا ډېرې پېښې به ثبت شي.
نوموړي له دې امله اندېښنه څرګنده کړه او له هغو کورنیو نه چې بچیان یې د بېلا بېلو لاملونو له امله نه دي واکسین شوي غوښتنه وکړه چې خپل بچیان ژر تر ژره واکسین کړي.
افغانستان کې اوس هم ځینې کورنۍ خپل ماشومان د بېلابېلو لاملونو له کبله نه واکسینوي، چې دا د ماشوم د بدن دفاعي وړتیا کموي او په دې توګه په اسانۍ په پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ اخته کېدای شي.
ګوزڼ عمومآ تر پنځو کلو کم عمره ماشومان اغېزمنوي او درملنه یې ناشونې ده.
د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په کې رامنځته کېږي.
د یونېسف د معلوماتو له مخې په تېرو څو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته هم د ماشومانو د ګوزڼ دوه پېښې رامنځته شوې دي.
دوی ویلي دغو دوه پېښو د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې له ثبت شوې پېښې سره جنیټیکي تړاو درلود.
په تېر کې د پاکستان او افغانستان ځینو سیمو کې د ګوزڼ واکسین په اړه ناسم پوهاوي او پر خلاف یې د منفي تبلیغاتو له کبله پر واکسیناتورانو مرګوني بریدونه هم شوي دي.
په تېرو کلونو کې افغان حکومت د ګوزڼ ضد واکسین پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ نا امني بلله چې له امله یې په ګڼ شمېر کې ماشومان چې ډېر یې په سویلي سیمو کې وو له واکسین کولو پاتې کېدل. خو له هغه مهاله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي د ګوزڼ ضد واکسینولو کمپاینونو ملاتړ کوي او کمپاینونه ترسره کوي.
په پام کې وه چې د روانې جون میاشتې په ۱۲ نېټه هم د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د واکسین کولو یو بل کمپاین پيل شي خو داسې ونه شول. موږ دا موضوع په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړه خو هغوی په دې هکله چې دا کمپاین ولې ترسره نه شو څه ونه ویل.