تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د پوليو واکسين
طالبانو د افغان ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح هغه څرګندونې پاروونکې بللې، چې پر خپل فېسبوکپانه يې په کې ويلي لويو افغان ښارونو کې د هدفي وژنو زياتېدو لامل دا دی، چې طالبان فکر کوي، هر حالت کې بښل کېږي او سزا نه ورکول کېږي. ده ویلي د دې ستونزې يوه بنسټیزه حل لاره دا ده، يو شمېر نیول شوي کسان اعدام شي. طالب وياند بي بي سي ته ويلي، ګنې بنديان ځانګړي حقونه لري، او په وينا يې سياسي او جګړه ييز بنديان څوک نه شي اعدامولی، او که داسې وشي نو د بديلو لارو ګوتڅنډنه یې کړې ده. پر همدې مهال افغانستان کې د هېواد په کچه نن د پوليو واکسين پراخه مبارزه پيل شوه. دا هلې ځلې چې د افغان حکومت له لوري په يوه ګډ پنځه ورځني پروګرام کې کېږي، له مخې به يې له پنځه کلنۍ ټيټ نژدې لس ميليونه ماشومان واکسينېږي. طالبانو ويلي د دغو هلو ځلو ملاتړ او ورسره همکاري کوي. صابر عزيز پرې له کابله راپور لري.