درې هغه لاملونه چې د سرو زرو بيه یې بې ساری لوړه کړه، د بېرته کمېدو لامل یې څه کېدی شي؟

    • Author, فارعه مسعود
    • دنده, اقتصادي خبریاله

د سرو زرو بیې په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې، یو دلیل یې دا بلل کېږي چې په نړۍ کې پرلپسې سیاسي بدلونو او بې ثباتۍ ته په کتو ‌ډېرو پانګه والو او بډایه خلکو خپلې پیسې سرو او سپینو زرو ته ور ماتې کړې دي.

په دې وروستیو کې د سرو زرو د یوه اونس یا نږدې (۲۸ ګرامه) سرو بیه په لومړي ځل له پنځو زرو ډالرو واوښته او د یوه لنډ وخت لپاره خو ان پنځه زره پنځه سوو ډالرو ته ورسېده که څه هم وروسته دا نرخ یو څه را ټیټ شو.

د نقرې یا سپینو زرو بیې هم لوړې شوې دي تر دې چې هر اونس یې شاوخوا ۹۸ ډالره خرڅېده په داسې حال کې چې کال مخکې یې نرخ ۳۵ ډالره وو.

د بیو یو ناڅاپه لوړېدو ته په کتو یو زیات شمېر پانګه وال دې ګرانبیه فلزاتو ته د امن او خوندي پناه ځای په نظر ګوري.

د ټرمپ اقدامات چې د بې ثباتۍ سبب شوي

د پانګونې یوه لوړپوړې کارپوهه اماوال وايي 'د ټرمپ سوداګریز سیاست لا هم پانګه والو ته د اندېښنې وړ دی او همدې چارې د سرو زرو د نرخ له لوړېدو سره مرسته کړې ده.

د جنورۍ په میاشت کې د سرو او سپینو زرو بیې نوې پړاو ته ورسېدې خو د ونډو بازارونه کم شول. دا د پانګه والو له خوا اته اروپايي هېوادونو ته د ډونلډ ټرمپ هغه ګواښ ته نېغ په نېغه غبرګون و چې د ګرینلنډ په اړه یې د ټرمپ له پالیسۍ سره مخالفت کړی.

مشهور اقتصاد پوه حمد حسین وايي، په داسې حال کې چې د ډونلډ ټرمپ بهرني او مالي سیاستونه له ګواښونو ډک ارزول کېږي ډېری خلک فکر کوي چې 'سره زر تر ټولو خوندي پانګه ده' او د همدې اندېښنو له کبله د ډېرو پام سرو زرو ته اوښتی دی.

ګرینلنډ ته ګواښ یا دلته جګړه د نرخونو لا لوړېدو سبب کېدی شي

په اوکرایین او غزه کې جګړې د سیاسي بې ثباتۍ سبب شوې، د امریکا له خوا د وېنزویلا د ولسمشر نېکولاس مادورو نیونې بیا د سرو زرو یا طلا نرخونه کمساري لوړ کړل.

ورپسې ګرینلنډ ته د ښاغلي ټرمپ ګواښ او له اروپا سره سیاسي ناندریو په نړیواله کچه د امریکا په ډالرو د خلکو باور کم کړ، له دې کبله هم یو زیات شمېر خلکو سرو زرو یا طلا ته مخه کړه.

اقتصاد پوهان وايي سره زر هغه مهال خپل زور ښیې چې نړۍ ګډه وډه وي په ځانګړي ډول کله چې امریکا او سترو هېوادونو کې سیاسی بې ثباتي او جیوپولتیکي شخړې وي.

دې ته په کتو د امریکا- کاناډا- چین اړیکې او همداراز په اروپا او منځني اسیا کې اندېښنې د دې سبب شوي چې د ټولو پام سرو زرو ته واوړي.

د مرکزي بانکونو له خوا د سرو زرو پېر

د سرو زرو د نرخ په لوړېدو کې د ځینو مرکزي بانکونو ښکیلتیا هم لوی لاس لري داسې چې دوی په زیاته اندازه سره زر وپېرل.

د اقتصادي چارو کارپوهه اغلې وال وايي " پانګه والو او مرکزي بانکونو سره زره د یوې خوندي زېرمې په توګه غوره کړي، ځکه دوی فکر کوي چې دا قیمي فلز به یې د امریکا د بدلیدونکو سیاستونو له ژوور اغېزو وژغوري."

له دې سره د اقتصادي چارو یو بل متخصص ښاغلی حسین وايي، ډېری مرکزي بانکونه له ۲۰۲۲م کال راهیسې سره زر اخلي خو څيړنې ښیې چې په ۲۰۲۵م کال کې یې تقاضا کمه شوې وه.

د سرو زرو نورو سترو پیرېدونکو کې چین راځی چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر سره زر اخلي، په لوېدیځ کې هم ستر پانګه وال سرو زرو ته لېواله دي او عمده اخېستونکي یې بلل کېږي. دوی یوه زیاته اندازه پیسې د ونډو په بازارونو کې هغو شرکتونو ته ورکوي چې طلا لري او له همدوی سره سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکوي.

له تاریخي ګرانۍ وروسته ولې د سرو او سپینو زرو بیې بېرته ټېټې شوې؟

په دې وروستیو ورځو کې د سرو زرو او سپینو زرو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې، د دغې یو ناڅاپه نرخ لوړېدو یو دلیل هغه اندېښنې هم ښودل شوې چې ښاغلی ټرمپ به څوک د مرکزي بانک نوي رئیس په توګه ټاکي؟

خو کله چې داسې رپوټونه خپاره شول چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اراده لري چې کوین وارش د بانک مشرۍ ته وټاکي چې له نورو کسانو یو ثابته غوراوی بلل کېږي ورسره سملاسي د سرو زرو نرخونه بېرته څه را ټیټ شول.

دا نرخونه له دې رپوټونو سره دومره ولوېدل چې یو مهال خو ان د سرو زرو یو اونس له پنځو زرو ډالرو ښکته شو. خو له دې ټولو سره هم د سرو زرو بیې د تېر کال همدې وخت پرتله ۶۵ سلنه لوړې دي.

د تېر کال پرتله د زرو د لوړېدو دلایل هم د امریکا له خوا د تعرفو ګواښونه او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې شخړې او بې ثباتۍ دي چې پانګه وال یې خوندي پانګونې ته هڅولي.

د سرو زرو په بیو کې یو ناڅاپه زیاتۍ او بېرته کمښت دا ثابتوي چې د دې فلز ارزښت هم لکه د معاملې وړ نورو مالونو په څېر کولی شي زر جګ او حالاتو ته په کتو بېرته ولوېږي.