بووت عملیات: کله چې امریکا او برېتانیا په ایران کې کودتا تنظیم کړه

په تهران کې د ۱۹۵۳ کال اګست ۱۵مه نیمه شپه یوه خورا مهمه پېښه کېدونکې وه. په دې شپه له سرتېرو یوه ډکه لارۍ د یوه پټ ماموریت لپاره ووتله او هدف یې دا و، چې د هغه وخت لومړی وزیر محمد مصدق ونیسي.

سرتېري نه پوهېدل، چې د محمد مصدق وفادارو افسرانو ته معلومات ورکړل شوي وو، چې دا د دې ډلې د نیول کېدو لامل شو.

همدا پېښه بیا د داسې لویو پېښو لامل شو، چې د دې هېواد تاریخ یې بدل کړ.

څلور ورځې وروسته مصدق له واکه ګوښه شو، خو تر هغو پورې ډېر څه بدل شوي وو.

په ۲۰۱۳ کال کې، سي ای اې د لومړي ځل لپاره ومنله، چې، ''په ایران کې پوځي کودتا د سي ای اې په لارښوونه د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د یوه اقدام په توګه ترسره شوې وه.''

هغه توطئه چې امریکا متحده ایالات، برېتانیا او د ایران خپل پاچا یې ملاتړي وو، رېښې یې په تېلو کې وې.

په ۱۹۰۸ کال کې د ایران له قاجار واکمنو سره د یوې هوکړې له مخې برېتانیا د ایراني تېلو له ۸۰ سلنې ډېره ګټه ترلاسه کوله او ایران ته په سختۍ سره لس سلنه رسېده.

په ۱۹۲۵ کې رضا شاه واک ته ورسېد او د پهلوي واکمنۍ بنسټ یې کېښود، چې د ده زوی محمد رضا پهلوي بیا وروسته دې کیسې کې مرکزي رول ولوباوه.

هغه مهال پر ایراني تېلو د برېتانوي کنټرول پر ضد غوسه په ډېرېدو وه او په ۱۹۵۱ کال کې د ایران پارلمان په ملي کنټرول کې د تېلو صنعت اخیستلو لپاره رایه ورکړله.

مصدق چې د دې چارې سخت پلوی و، لومړی وزیر وټاکل شو.

د بریتانیا لپاره دا یوه ستر ناورین ته ورته پېښه وه، نو یې د مصدق د حکومت د کمزوري کولو لپاره پټې هڅې پیل کړې. کله چې دا هڅې ناکامې شوې، بریتانیا متحده ایالاتو ته مخه کړه.

د ۱۹۵۳ په لومړیو کې دواړه هېوادونه یوه خوله شول.

مصدق باید ګوښه شوی وای.

امریکایانو دې ماموریت ته د 'اجاکس' نوم ورکړ او برېتانیا بیا د 'بووت' په نامه یاد کړ.

د سي ای اې اسناد ښيي، چې د هرې هغې لارې، چارې لپاره چې مصدق له واکه ګوښه شي، یو میلیون ډالر لګښت منل شوی و.

خو یوه ستونزه دا وه، چې پاچا پر برېتانویانو شک درلود او د کودتا لپاره د اړین شاهي امر لاسلیکولو ته زړه نازړه و، نو سي ای اې او ایم ای۶ د پاچا غبرګونې خور شهزادۍ اشرف قانع کړه، چې له جلاوطنۍ راوګرځي او خپل ورور ته قناعت ورکړي، هغې ومنله او دواړو غونډه وکړه.

په ورته مهال یو کمپاین پیل شو.

ورځپاڼو ته پیسې ورکړل شوې، په لارو کوڅو کې مظاهرې پیل شوې، چې ګډوډي وښوول شي او مصدق کمزوری ښکاره شي.

د سي ای اې تر فشار لاندې پاچا دوه امرونه لاسلیک کړل، چې د یوه له مخې مصدق ګوښه کېده او بل یو د لومړي وزیر په توګه د جنرال زاهدي د ګومارنې په تړاو و.

خو د ۱۹۵۳ کال د اګست پر ۱۵مه د کودتا لومړۍ هڅه ناکامه شوه.

د هغې شپې په سبا تهران راډیو اعلان وکړ، چې ''کودتا ناکامه شوه''.

زاهدي پټ شو او شاه له ډاره وتښتېد، لومړی بغداد او بیا روم ته لاړ، د مصدق پلوي ورځپاڼو ولیکل چې شاهي نظام ختم شوی او ان سي ای اې فکر کاوه، چې لوبه پای ته رسېدلې.

خو په تهران کې د سي ای اې سړي کیرمیت روزویلټ د ماتې له منلو انکار وکړ.

ده زاهدي او نور ملګري د سفارت په تلخونه او جیپونو کې پټ کړل او د اګست ۱۹ لپاره یې پر یوه بل ګوزار کار پیل کړ.

دوی دا ځل تبلیغات لا توند کړل او کله چې د مصدق پلوي ورځپاڼو د شاه امرونه خپاره کړل، سي ای اې جاسوسانو خلک لارو، کوڅو ته راویستل.

واټونه د دې خلکو له ډلو ډک شول، د مصدق پلویانو دفترونه یې وسوځول او پر پارلمان یې یرغل وکړ.

ګهیځ وختي د شاه پلوي ځواکونو مهمې څلور لارې ونیولې.

د ټیلیګراف دفتر ولکه شو او د بغاوت پیغامونه واستول شول.

د تهران له راډیو لا هم د پنبې بیې اعلانېدې، چې یاغیان ورننوتل او د شاه فرمانونه یې د هوا په څپو اعلان کړل.

زاهدي له پټنځایه راووت، په یوه ټانک کې اسټېشن ته ورغی او ځان یې د لومړي وزیر په توګه اعلان کړ.

تر مازدیګر پورې مصدق ونیول شو او ملګري یې تسلیم شول.

کله چې وضعیت ارام شو، شاه له رومه ایران ته ستون شو او دې هر څه هغه رول په ګوته کاوه، چې امریکا درلود.

مصدق په اعدام سزا محکوم شو، چې وروسته یې دا سزا د درې کاله تنهایۍ زندان سزا ته بدله شوه او نوموړي پاتې عمر د کلابندۍ په سزا کې تېر کړ او په ۱۹۶۷ کې مړ شو.

د سي ای اې لپاره دا یو حیرانونکی بېرته راګرځېدل و، خو د ایران لپاره یو داسې بدلون ، چې تر نسلونو پورې یې پر لوېدیځوالو بې باوري ډېره کړه.

په دا وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مداخلې له ګواښ سره د ۱۹۵۳ کال اګست میاشتې یادونه لا هم پر ځای پاتې دي.