پاکستان سره لا هم لارې تړلي؛ ازبکستان غواړي افغانستان سره سوداګري 'پنځو میلیاردو ډالرو' ته لوړه کړي

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د طالبانو حکومت وايي، له ازبکستاني چارواکاو سره یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې او دواړه هېوادونه هوډ لري چې پخپلو کې یې دوه اړخیزه سوداګري 'پنځو میلیارد ډالرو' ته لوړه شي.

ازبکستان او افغانستان هوکړه کړې چې خپلې اقتصادي اړیکې په پام وړ ډول پراخې کړي او دوه‌اړخیزه سوداګري تر ۵ میلیارده ډالرو ورسوي. دا خبره د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف کړې ده.

خواجه‌یف دا هدف له هغه وروسته اعلان کړ چې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره یې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. په دې غونډه کې دواړو لورو اوسنۍ همکاري و ارزوله او د راتلونکې ودې لپاره یې پلانونه وڅېړل.

خواجه‌یف وویل: "په یوازې پنځو کلونو کې دوه‌اړخیزه سوداګري ۲.۵ برابره زیاته شوې – په ۲۰۲۱ کې له ۶۵۳ میلیونه ډالرو څخه تېر ۲۰۲۵ کال کې ۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. زموږ اوسنی هدف دا دی چې دا کچه پنځو میلیارده ډالرو ته لوړه کړو."

دواړو چارواکو د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د لا ژورولو لپاره پر عملي ګامونو هم خبرې وکړي، چې په کې ازبکستان ته د افغان پلاوي د راتلونکي سفر چمتووالی هم شامل دی.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په یوه وېډیو کې ویلي، اوسمهال له ازبکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه کال کې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي، چې په وینا یې عمومي سوداګریزه راکړه ورکړه یې له یو میلیارد او پنځو سوو میلیونو ډالرو اوړي.

همدارنګه پلان شته چې له روژې (رمضان) وروسته په کابل کې یو سوداګریز فورم جوړ شي او د همکارۍ لپاره د لومړیتوب لرونکو سکتورونو د مشخصولو په موخه یوه تفصیلي لارنقشه (نخچه یا روډمپ) چمتو شي.

په خبرو کې د ترجیحي سوداګرۍ تړون یا (Preferential Trade Agreement) د چټکې پلي کېدو پر اړتیا هم ټینګار وشو او دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې دا تړون باید ژر تر ژره پلی شي. چارواکو د ګډو پانګونو او صنعتي پروژو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث وکړ.

د همکارۍ مهمې برخې:

  • د کرنیزو محصولاتو پروسس
  • ساختماني توکي
  • د نساجۍ صنعت
  • د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا

همدارنګه د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره پر بنسټیزو اړتیاوو هم خبرې وشوې، لکه د نندارتون‌خونو، لوژستیکي مرکزونو او ګودامونو جوړول، چې د توکو بازارموندنه او وېش ښه شي.

سره له دې چې سیمه‌ییزې ننګونې موجودې دي، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري په تېرو پنځو کلونو کې په ثابت ډول لوړه شوې ده - او اوس دواړه حکومتونه هڅه کوي چې د منظم اقتصادي مشارکت او نژدې سیمه‌ییز ادغام له لارې دا بهیر لا چټک کړي.

تهران له افغانستان او چین سره د ګډ نړیوال ازاد سوداګرۍ زون پلان تصویب کړ

په افغانستان کې د طالبانو سرچینې له قوله د ایران جنوبي ولایت خراسان د اقتصادي چارو مشر مرتضی ذاکریان ویلي، چې د ایران، افغانستان او چین ترمنځ به په دغه ولایت کې یو نړیوال سوداګریز او صنعتي ازاد زون جوړ شي.

دغه پروژه به د صادراتو د پراختیا، سرحدي سیمو اوسېدونکو ته د کارموندنې او سیمه‌ ییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره ستراتیژیکه موقع برابره کړي.

"پارس ټوډې" د ذاکریان له قوله ویلي، چې افغان او چینایي شریکانو د مالي ونډې او ان د ځانګړي صنعتي ښارګوټي جوړولو ته هم چمتووالی ښودلی دی.

ایراني ر سنۍ وايي د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دا وړاندیز تصویب کړی چې یو هدف یې د ټیکنالوژۍ د لېږد ملاتړ او د اقتصادي بنسټونو پیاوړتیا ده.

زاکریان ټینګار وکړ چې د ایران، افغانستان او چین ګډ نفوس، جغرافیایي موقعیت او تولیدي ظرفیتونه یو بل ته بشپړ کاري ځواکونه برابروي چې د یو قوي نړیوال اقتصادي زون د پراختیا ملاتړ کولی شي.

افغانستان ته د پاکستاني صادراتو ټیټېدل

له ازبکستان او ایران سره د افغانستان د اقتصادي پراختیا دا خبرونه وروسته له هغه راځي چې د سوداګرۍ د درېدو له کبله افغانستان ته پاکستاني صادرات شاوخوا ۵۹ سلنه راټیټ شوي دي.

د رپوټونو له مخې، د روان مالي کال په لومړنیو اوو میاشتو کې د پاکستان صادرات افغانستان ته په چټک ډول راټیټ شوي، چې د سوداګرۍ د ګډوډۍ او سیاسي کړکېچونو ژوروالی څرګندوي.

د پاکستان د مرکزي بانک رسمي معلومات ښيي چې د تېر کال په همدې موده کې د صادراتو ارزښت له ۵۵۰ میلیونو ډالرو تر نژدې ۲۲۸ میلیونو ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د جولای له میاشتې تر جنورۍ پورې د صادراتو کمښت له دې امله دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د اکتوبر له پیل راهیسې درېدلې ده او دا د پاکستان د سیمه‌ییزو صادراتو د شدید کمښت مهم لامل بلل شوی دی. د سوداګرۍ ګډوډۍ د رسمي سرحدي تبادلو فعالیتونه په پراخه کچه محدود کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ اړیکې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښټو او امنیتي اندېښنو پر سر د متقابلو تورونو له امله کړکېچنې شوې، چې د باثباته اقتصادي تعامل د بیا رغونې هڅې یې لا پېچلې کړي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت سوداګرو او درملو واردوونکو ته سپارښتنه کړې چې د سوداګرۍ بدیلې لارې ولټوي او د عرضې سرچینې متنوعې کړي، چې د ځايي بازارونو د کمښت مخنیوی وشي. هغوی د یوې واحدې ترانسپورتي لارې پر اتکا کمولو ټینګار کړی او سوداګرۍ ته یې د سیمه‌ییزو مشارکتونو د لټون سپارښتنه کړې، چې د اړینو توکو د ثابتو اکمالاتو ډاډ ترلاسه شي.