تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بوین: ولې اوکرایین یاغي پاتې دی او ماتې ته نږدېوالی نه احساسوي
- Author, جیریمي بوین
- دنده, د نړیوالو چارو خبریال
- رپوټ له:, کیېف
- د لوستلو وخت: ۱۹ دقیقې
د اوکرایین ختیځ دونیڅک کې، چې موږ د ختیځ اوکرایین د جګړې تر ټولو سختې سیمې ته د تګ او راتګ لپاره له عجیبو او نااشنا تونلونو څخه تېرېدو، په یوه تیاره او سړه شپه کې هغه جالونه چې لار یې د چاودېدونکو ډرونونو له بریدونو ساتله، زموږ د زغروال ټویوټا لنډ کروزر ګاډي د څراغونو په رڼا کې ځلیدل او خوځېدل.
دا جالونه تر میلونو پورې غځېدلي دي، چې شاوخوا شل فوټه لوړ د لرګیو په ستنو پورې ځوړند دي او د لارې دواړو غاړو او پر سر یې خپاره شوي دي. پوځي وسایط لکه د "مېډ مکس" له فلم چې راوتلي وي، په خپلو فولادي قفسونو کې پوښل شوي، ترې تېرېږي.
جالونه د بریدګرو ډرونونو پروپیلرونه نیسي او ښکېلوي، چې دا یې ارزانه او په حیرانوونکي ډول اغېزمن فزیکي خنډ ګرځولی دی.
که د هغوی روسي کنټرولران هغه چاودېدونکي توکي چوي چې ورسره دي، بیا هم دا امکان شته چې چاودنه دومره نږدې نه وي، چې هغه خلک ووژني چې پر دې لاره په ملکي بسونو، موټرو او دغه راز پوځي وسایطو کې تېرېږي.
د دې جالونو ډېره برخه اروپايي کب نیوونکو مرسته ورکړې ده. همدا روانه اونۍ د سکاټلنډ حکومت اعلان وکړ چې د سالمون کب نیولو نور۲۸۰ ټنه جالونه استوي چې د بیاکارونې لپاره چمتو شوي وو. مخکې له دې چې دا جالونه وکارول شي، اوکراییني پوځ پرې ډرونونه ورغورځوي چې ځواک یې وازمايي.
د جګړې په ډګر کې درې تر ټولو وېرونکي توري اېف پي وې دي، چې مانا یې "فرسټ پرسن ویو" یا د لومړي کس لید دی. اېف پي وې ډوله ډرونونه خورا وژونکي دي، چې اوکرایین او روسیه دواړه یې کاروي. دا داسې کامرې لري چې معلومات خپلو کنټرول کوونکو ته استوي، چې ښايي ۳۰ یا ۴۰ کیلومتره لېرې د قوماندانۍ په مرکز کې ناست وي. موږ د دغسې څو مرکزونو لیدنه وکړه چې د ویجاړو ودانیو په ځمکتلونو یا عادي کلیوالو کورونو کې پټ وو.
دننه د سکرینونو کتارونه وو، چې د ډرونونو ویډیو او معلومات پکې ښودل کېدل او د اوکرایین د پوځ پرمختللې سافټویر یې تحلیل کاوه. کامرې به د کنډوالو په منځ کې د خوځېدونکو سرتېرو کوچنۍ څېرې نږدې کولې، او کنټرولرانو به د کوچنیو مخابرو، رمز نومونو او غوږیو له لارې د ځمکې پر سر سرتېرو ته لارښوونې کولې. موږ لیدل چې سرتېري هغو ودانیو ته ننوتل چې ډرونونو پکې د روسي ځواکونو پټېدل لیدلي وو او وروسته له هغه راوتل چې هغوی به یې وژلي وو.
د ډرونونو لومړنۍ بڼې د راډیويي سېګنالونو له لارې کنټرولېدې، خو دواړه لوري په ډیجیټلي جګړه کې ماهر دي او ژر یې د سېګنالونو د ګډوډولو لارې وموندلې. اوس ډېری ډرونونه د فایبر نوري کېبلونو له لارې کنټرولېږي، چې دومره نری دي چې ۲۵ کیلومتره اوږد تار (چې معلومات او ویډیو لېږدوي) د ډرون په هغه کانتینر کې ځایېږي چې د بلیچ یوه لوی بوتل په کچه وي.
ختیځ اوکرایین پخوا د لومړۍ نړیوالې جګړې د لوېدیځې جبهې په څېر ښکارېده، له خندقونو او پناهځایونو سره چې د توپخانې او نښه ویشتونکو پر وړاندې پیاوړي شوي وو. څلور کاله وړاندې له پراخ یرغل وروسته، لا هم د یوې مودې لپاره د شلمې پېړۍ جګړې میدان ته ورته و، خو اوس ډرونونو د جګړې بڼه بدله کړې ده او د نړۍ پوځونه له نږدې دا بدلون څاري او اړ کېږي چې د جګړې په تړاو خپلې تګلارې بدلې کړي.
د مقابلې هغه تنګه کرښه چې پخوا د دواړو لورو ترمنځ موجوده وه، اوس د ځمکې په یوه پراخه سیمه بدله شوې ده چې دواړه خواوې یې د ''وژنې سیمه'' بولي. دا سیمه ښايي د دواړو پوځونو د مخکښو لیکو دواړو غاړو ته شاوخوا ۲۰ کیلومتره وغځېږي. هغه شاتنۍ سیمې چې پخوا د لوژستیک او ټپیانو د لېږد لپاره نسبتاً خوندي ګڼل کېدې، اوس د پخوانۍ لومړۍ کرښې په څېر مرګونې شوې دي.
پورته فضا له څارونکو ډرونونو ډکه وي، او هر ډول خوځښت ډېر خطرناک شوی دی. د ټولنیزو رسنیو پاڼې له هغو وېروونکو ویډیوګانو ډکې دي چې د اېف پي وې ډرونونو لخوا ثبت شوې دي، چې په چټکۍ خپلو هدفونو ته ورنږدې کېږي، کله ناکله په پرانیستي ډګر کې کسان تعقیبوي، یا ان ودانیو ته ننوزي، له کوټو او دروازو تېرېږي، چې خپل ښکار ومومي. وروستۍ صحنه ډېری وخت د هغه وېرېدلي سړي وي چې د مرګ په درشل کې وي.
توپخانه او ټانکونه لا هم ځواکمنې وسلې دي، خو یو ډرون چې بیه یې شاوخوا زر ډالره ده، د یوه ماهر پیلوټ په لاس کې کولی شي هغه ټانک له منځه یوسي چې ۳۰ میلیونه ډالره (۲۲ میلیونه پونډه) ارزښت لري. وال سټریټ ژورنال په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د اوکراییني ډرون پیلوټانو یوې کوچنۍ ډلې تېر کال په استونیا کې د ناټو ځواکونو پر وړاندې په یوه تمرین کې ګډوډي رامنځته کړه. ناټو لا ډېر کار ته اړتیا لري. د تېرو څلورو کلونو جګړې یوه مهمه پایله دا ده چې اوکرایین او روسیه اوس د نړۍ تر ټولو تجربه لرونکي او ماهر د ډرون جګړې چلونکي دي.
دواړه هېوادونه په پرلپسې توګه نوښت کوي، چې د ډرون جګړه کې مخکې شي. دواړو د جګړې د اړیکو او لارموندنې لپاره د نړۍ د تر ټولو شتمن سړي، ايلان مسک، د سټارلېنک سیسټم کارولی دی. روسیې ته وروستۍ ضربه هغه وخت ورسېده چې مسک ومنله په اوکرایین کې فعال هغه ټرمینلونه بند کړي چې په روسیه کې ثبت شوي وو. داسې ښکاري چې همدا یو مهم دلیل و چې اوکرایین، د پولنډ لخوا د تمویل شوي فعال سټارلینک سیستم په مرسته، په دې وروستیو کې په سويل کې ځینې سیمې بېرته ونیولې.
خو د اوکرایین د ډرون ټولو هغو قطعو چې ما لیدلي، باور درلود چې روسان به ډېر ژر د حل لاره ومومي. هغوی د روسیې د هغو ځانګړو ډرون واحدونو مهارتونو ته درناوی لري چې د دوی په وینا "روبیکون" او "د قیامت ورځ" نومېږي.
یوه لوړپوړي افسر راته وویل چې لوېدیځ اروپایان باید هغه پوځي تېروتنې هېرې نه کړي چې روسیې څلور کاله وړاندې له پراخ یرغل وروسته وکړې او باید توپیر وکړي د هغو زرګونو مخکښ کرښې روسي سرتېرو ترمنځ چې هره میاشت وژل کېږي، او د هغو ځانګړو ډرون واحدونو ترمنځ چې مسکو یې د خپلې جګړې مهمه برخه ګڼي. هغه وویل چې دغه واحدونه د روسي پوځ لخوا "قدرمن" بلل کېږي.
اوکرایین ته زما په وروستي سفر کې، د ډرونونو ګواښ دا مانا لرله چې موږ دونیڅک ته له تګ مخکې د هوا وړاندوینه په دقت کتله، او د روښانه اسمان پر ورځ مو سفر وځنډاوه او د واورې لپاره مو انتظار وکړ. ډرونونه په خراب موسم کې له ستونزو سره مخ کېږي.
د جالونو او واورې له امله یو څه ډاډمن، موږ د سلاویانڅک ښار پر لور روان شو، د هغو ویجاړو ودانیو له پاتې شونو تېر شو چې په تېرو څلورو کلونو کې له منځه تللې وې. سلاویانڅک لا هم تر یوې کچې د ښار په توګه فعالیت کوي، ځینې کافې او دوکانونه پکې پرانیستي دي. خو زرګونه اوسېدونکي یې خوندي سیمو ته تللي او هغه کسان چې پاتې دي، کله چې بهر وځي، د روسي اېف پي وي (FPV) ډرونونو له وېرې په یخو او واورو پوښلو کوڅو کې په بیړه خپل کارونه ترسره کوي، چې ژوندي کور ته ستانه شي. د ښار په مرکز کې هم جالونه لګېږي.
سلاویانڅک د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوربند لپاره د نه بدلېدونکو شرطونو په لېست کې مهم ځای لري. د هغه د غوښتنو لویه برخه دا ده چې اوکرایین باید د دونیڅک هغه شاوخوا ۲۰ سلنه سیمه چې لا هم تر خپل کنټرول لاندې لري، پرېږدي، او دغه راز هغه نورې سیمې چې په سوېلي زاپوریژیا او خېرسون کې د ده پوځ ونه شوای نیولی. د اوکرایین د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په وینا، امریکایانو پرې فشار راوړی چې دا تړون ومني، چې تر دوبي پورې اوربند ته ورسېږي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم غواړي چې زېلېنسکي ټاکنې اعلان کړي، هغه غوښتنه چې له پوتین څخه یې نه ده کړې. شواهد ښيي چې ټرمپ غواړي اعلان وکړي چې جګړه یې پای ته رسولې ده. که څه هم اوربند دوام ونه کړي، هغه به یې د یوې بریا په توګه وړاندې کړي چې د راتلونکو منی منځمهالو ټاکنو ته به یې له ځان سره یوسي. هغه دغه راز له روسیې سره د لویو سوداګریزو تړونونو په لټه کې دی، چې د بندیزونو تر لېرې کېدو مخکې شوني نه دي.
امریکایانو هڅه کړې چې د تړون لپاره وروستۍ نېټې وټاکي. په دې وروستیو کې یې زېلېنسکي ته ویلي چې باید تر دوبي پورې اوربند ومني، چې ټرمپ وکولی شي پر منځمهالو ټاکنو تمرکز وکړي. په دې کې د امریکا ناتواني چې اوکرایین یا روسیه غوښتنې ته غاړه کېږدي، ښيي چې نفوذ یې محدود دی. د روسیې له پراخ یرغل څلور کاله وروسته، داسې کوم څرګند شواهد نه شته چې رښتینی اوربند په لاره کې وي.
په دونېڅک کې خطرونه
کله چې ما د اونۍ په پای کې په کیېف کې له ولسمشر زېلینسکي سره ولیدل، هغه راته وویل چې هېڅکله به هغه ځمکه پرېنږدي چې روسیې نه ده نیولې. هغه وویل چې دی به هېڅکله هلته مېشت خلک یوازې پرېنږدي، او که حتا دی دې ته وهڅول شي، دا کار به ونه کړي، ځکه د ده په اند په دوو کلونو کې به د روسیې پوځ بیا چمتو او بیا سمبال شي او ولادیمر پوتین به هغوی ته امر وکړي چې یو ځل بیا برید وکړي.
لومړی کس چې موږ په سلوویانڅک کې ولید، اولېه تکاچینکو و، یو پیاوړی منځني عمر کس چې د مرستو یو پاموړ سیستم یې جوړ کړی دی. دی له هغو لږ کسانو یو دی چې له پوځ بهر تر ټولو خطرناکو سیمو ته ځي او لېرې پرتو کلیو ته ډوډۍ رسوي، هغه ډوډۍ چې په خپله نانوایۍ کې یې پخوي. د هغه نانوایي په اونۍ کې ۱۷ زره ډوډۍ تولیدوي.
له وېش وروسته، هغه ډېری وخت له ځان سره هغه اوسېدونکي راولي چې د لومړۍ کرښې ترڅنګ له ژونده ستړي شوي وي. د اولېه نانوایي د سلوویانڅک د صنعتي سیمې په واورو پوښل شویو او کنګل وهلو کنډوالو کې د نظم او تودوخې یو ټاپو دی.
وروسته له هغې چې هغه له خپل اشغال شوي ټاټوبي څخه وتلو ته اړ شو، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام لخوا ورسره مرسته وشوه چې خپله نانوایي بېرته فعاله کړي. هغه راته وویل چې په تېرو څو میاشتو کې، د ډرون جګړې د زیاتېدو له امله په دونېڅک کې خطرونه څو برابره شوي دي.
هغه وویل:
"وضعیت په بنسټیز ډول بدل شوی دی. اوس یوازې ډېر خطرناک ځایونه او نسبتاً خطرناک ځایونه شته. نور په دونېڅک سیمه کې هېڅ ځای خوندي نه دی."
ما ترې وپوښتل چې ایا زېلینسکي باید د اوربند لپاره د دونېڅک د قربانولو په خاطر د روسیې او امریکا فشار ته غاړه کېږدي که نه. همدا پوښتنه مې له هر هغه چا وکړه چې په سلوویانڅک کې مې ولیدل، او ځوابونه یې ورته وو.
هغه وویل:
"پوتین نور څه غواړي؟ دا زما دونېڅک سیمه ده. زه دلته زېږېدلی یم. زما ماشومان دلته زېږېدلي دي. ما خپله کورنۍ دلته جوړه کړې ده. او زه باید دا هر څه پرېږدم؟ د څه لپاره؟"
هغه وویل، پوتین ته باید اجازه ور نه کړل شي چې هغه خاوره ونیسي او وساتي چې په روسیې پورې اړه نه لري.
"موږ هغه ارزښتونه له منځه وړو چې دا نړۍ پرې ولاړه ده، یوازې د یو کس د هوس له امله. نه یوازې دا چې بدکار به له سزا څخه خلاص شي، بلکې ان ډالۍ به هم ترلاسه کړي؟ بخښنه غواړم، په نړۍ کې داسې څومره بدکاران شته؟"
په یوه کافي بار کې ما له اولېکسي یوکوف سره ولیدل. هغه د اډويس پلټسډارم (Advis Platsdarm) په نامه یو بنسټ چلوي چې د وژل شویو سرتېرو مړي له هغه ځایه راټولوي چېرې چې وژل شوي وي، چې د هغوی یاد ته درناوی وشي او خاورو ته له سپارلو مخکې یې هویت وپېژندل شي، چې کورنیو ته یې ډاډ او یقین ورکړل شي.
اولېکسي د مړو روسي او اوکراییني سرتېرو ترمنځ توپیر نه کوي، خو دا مانا نه لري چې هغه د دونېڅک پر سر د روسیې واکمني ومني. د اولېه په څېر، هغه هم د ولادیمر پوتین پر ژمنو باور نه لري.
هغه وویل:
"که یو لېونی ستا کور ته راشي او ووایي: "خپله لور راکړه، زه به بیا نه راځم"، ته رښتیا فکر کوې چې داسې یو سړی، چې تېری کوي او لوټمار کوي بس همدلته به ودرېږي؟"
"موږ ټول پوهېږو چې لېونیان څوک دي، سمه ده؟ دا وېروونکی دی. دا چې د خپل وجود یوه برخه یا خپل ماشوم داسې وسپاري چې ټوټې ټوټې شي… زه نه پوهېږم ولې دا پوښتنه له اوکرایینیانو کېږي."
اولېکسي د دویمې نړیوالې جګړې د هغو سرتېرو پاتې شوني هم راایستلي چې په دونباس کې وژل شوي وو. دونباس هغه نوم دی چې د دونېڅک او د هغې ګاونډي سیمې لوهانسک لپاره کارول کېږي، هغه سیمه چې په بشپړه توګه د روسیې لاس ته لوېدلې ده.
هغه د پوتین ژمنې د اډولف هټلر له هغو ژمنو سره پرتله کوي چې په ۱۹۳۸ کال کې دمیونیخ هوکړې پر مهال ورکړل شوې وې. هټلر ادعا کړې وه چې د چکوسلواکیا یوه برخه، چې سودېتنلنډ بلل کېده، په اروپا کې د ده وروستۍ ځمکنۍ غوښتنه ده. برتانیې او فرانسې د جګړې د مخنیوي لپاره د هغه خبره ومنله، خو راتلونکی کال دویمه نړیواله جګړه پیل شوه. لکه د ختیځې اروپا د ډېرو خلکو په څېر، اولېکسي هم له تېر سره ورته والی ویني.
هغه وویل:
"د روسیې ژمنې هېڅ ارزښت نه لري، لکه د هټلر ژمنې چې ویل یې، کله چې سودېتنلنډ واخلي نور څه به نه پېښېږي. موږ ټولو ولیدل چې دا څه پایله لرله: دویمه نړیواله جګړه. اوس هم دا کولای شي درېیمې نړیوالې جګړې ته لار هواره کړي که موږ ونه درېږو او پوتین ته و نه وایو چې دلته خلک ژوند کوي، هغه خلک چې غواړي په خپل هېواد، په خپله خاوره کې ژوند وکړي. هر یو یې دا حق لري. هېڅ اوکرایینی حق نه لري چې ووایي موږ کولای شو خپله خاوره وبخښو."
اولېکسي باور لري چې که اوکرایین له جګړې پرته دونېڅک پرېږدي، دا به هماغسې یو خیانت وي لکه چې چکوسلواکیا په میونخ کې تجربه کړ.
د خپل محاصره شوي ګاونډي ښار کراماتورسک ترڅنګ، سلوویانسک د "کلا ښار" په توګه نومول شوی دی. دواړه ښارونه د ټانک ضد ژورو خندقونو په میلونو میلونو اوږدوالي ساتل کېږي، چې له اغزن سیم او د کانکریټو ټانک ضد خنډونو، چې "ښامار غاښونه" بلل کېږي، ډک دي.
دا ښارونه د غونډیو پر یوې لړۍ پراته دي، چې شاوخوا ۱۵۰ میله هواره ځمکه، چې ډېره برخه یې کروندې دي، تر هغې وروسته غځېدلې ده، چې بل طبیعي خنډ ته ورسېږي، هغه لوی دنیپر سیند چې اوکرایین له شماله تر جنوبه ویشي. اوکراینیان استدلال کوي چې که روسي ځواکونه دې هوارو سیمو ته ورسېږي، د هغوی درول به ډېر ستونزمن شي.
پیل
څلور کاله مخکې، نږدې همدا ورځې وې، زه د کیېف په مرکزي اورګاډي تمځای کې وم. هلته مې داسې صحنه ولیده لکه د اروپا له تورو تاریخي کلونو چې راوتلې وي. یخ شمالي باد لګېد او ژمی دومره سوړ او بېرنګه و چې د تمځای منظر لکه د پخواني خبرونو تور او سپین فلم ښکارېده. خو دا ۲۰۲۲ کال و، د ټکنالوژۍ او ډیجیټل دور زمانه وه. دا تر ټولو لوړ خبرداری و چې نړۍ بدله شوې ده او د اروپا د امنیت او راتلونکي په اړه پخوانۍ انګېرنې باید هېرې شي.
له هغه راهیسې نور خبرداري هم راپورته شول، په منځني ختیځ، سودان او تایوان کې او د اوکرایین جګړې د شمالي اتلانتیک تړون تر جوړېدو (۱۹۴۹) راهیسې تر ټولو لوی کړکېچ وزېږاوه. لا هم د ډونلډ ټرمپ د پوتین په وړاندې نرم دریځ او د ناټو د ډېرو اروپایي غړو سخت دریځ ترمنځ واټن شته.
د جګړې په لومړۍ اونۍ کې د کیېف تمځای ډک و، ډېری یې ښځې او ماشومان وو چې لوېدیځ ته د تلونکو اورګاډو ختلو ته یې بیړه کوله، چې له مخ پر وړاندې راتلونکو روسي ځواکونو وتښتي. د ښار په تشو کوڅو کې د روسي توپخانې او د اوکراییني ځوابي ډزو غږونو انګازې کولې او د ښار پر سر د خطر سیوری یې ریښتینی کاوه.
اورګاډي هر ۱۵ یا ۲۰ دقیقې وروسته راتلل، څومره چې د اوکرایین د اورګاډي شبکې چلونکو پیدا کولای شول، وېرېدليو خلکو یو بل ټېل وهل، او له هغو کسانو سره یې چې د جګړې لپاره پاتې کېدل، په ژړا خدای پاماني کوله. د تخلیې په هماغه اوج کې هره ورځ ۵۰ زره کسان له تمځایه تېرېدل.
په تمځای کې یو ځوان سرتېری، چې کلاشینکوف یې پر اوږه و، خپله ملګرې په غېږ کې نیولې وه. هغه لوېدیځ ته روانه وه او دی بېرته خپلې قطعې ته روان و. دا صحنه لکه د نارمن راکوېل (Norman Rockwell) د انځور په څېر وه، هغه هنرمند چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې امریکایان هڅول.
ولسمشر ولودیمر سملاسي وښوده چې هغه د جګړې طبیعي مشر دی. د جګړې په لومړۍ تیاره شپه کې د داسې اوازو د ردولو لپاره چې ګواکې تښتېدلی، په زیتوني رنګه پوځي کاليو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته راښکاره شو او ویډیویي پیغام یې ثبت کړ:
"موږ ټول دلته یو. زموږ سرتېري دلته دي، زموږ وګړي دلته دي. موږ ټول دلته یو چې خپله خپلواکي او خپل هېواد وساتو، او همداسې به دوام ورکوو."
د روسیې د بشپړ یرغل لومړۍ میاشتې د وېرې، هوډ، غم او وطنپالنې له څپو ډکې وې. په هغو ښارګوټو کې چې روسي ځواکونو نیولي وو، ځینو روسي سرتېرو عامې وژنې وکړې، مړي یې پر سړکونو، لویو لارو او د بوچا په کوڅو کې پرېښودل شول. وروسته چې اوکرایین روسان له پلازمېنې شاتګ ته اړ کړل، موږ هغه مړي ولیدل. دا یوه بریا وه چې د لوېدیځو متحدینو هغه وړاندوینې یې ناسمې کړې چې ویل یې اوکرایین به په څو اونیو کې مات شي.
د اوکرایین ناڅاپي مقاومت د امریکا هغه وخت ولسمشر جو بایډن او نورو اروپایي مشرانو ته دا قناعت ورکړ چې قوي وسلې کییف ته ولېږي، که څه هم نه په هغه اندازه او نه په هغه چټکتیا چې اوکراینیانو غوښتل. ډېرو خلکو رضاکارانه جګړې ته نوم لیکنه وکړه. هغو چې نه شوای تلای، د مولوتوف کوکټلونو او استتاري جالونو د جوړولو ورکشاپونه یې جوړ کړل.
څلور کاله وروسته هغه لومړنی احساساتي ځواک کمزوری شوی دی. دا د حیرانتیا خبره نه ده، جګړه هر څه خوري او ستړې کوونکې ده. اوس یې ځای یو سخت او غلي هوډ نیولی، په ځانګړي ډول د لومړۍ کرښې سرتېرو او د هغوی د کورنیو ترمنځ.
زېلینسکي ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې ۵۵ زره اوکراییني سرتېري وژل شوي، او ډېری نور ورک ګڼل شوي دي. اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي، او ډېر امکان شته چې د هغوی پاتې شوني د ۸۰۰ میله اوږدې لومړۍ کرښې په اوږدو کې پراته وي.
د نویو سرتېرو جلبول، چې د مخ پر پراخېدونکي مرګوني ډګر تشې ډکې کړي، سخته دنده ده. په ښارونو او پوستو کې د پوځي عمر سړي ناڅاپي اسنادو کتنو سره مخ کېږي. که د عسکرۍ وړ وي او معافیت ونه لري، ښايي هماغه ځای بارکونو ته ولېږدول شي.
که څه هم نظرپوښتنې ښيي چې ډېری خلک باور لري اوکرایین باید جګړې ته دوام ورکړي، خو یونیفورم اغوستل او لومړۍ کرښې ته تلل ډېر غوره انتخاب نه دی.
یو لیکوال او شاعر والېري پوزیک رضاکارانه جګړې ته لاړ او میاشتې یې په لومړۍ کرښه کې تېرې کړې. ما هغه په کیېف کې په یوه عصري بار کې ولید، داسې ځای چې له هغه شپږ متره ژور سنګر سره هېڅ ورته والی نه لري چې له خپلې قطعې سره یې تر سلو ورځو ډېر وخت پکې تېر کړی و.
ما ترې وپوښتل ولې جلبول دومره سخت دي.
هغه وویل:
"ځکه چې کله څوک له پوستې راووځي، هېڅ مثبته خبره نه کوي. خوله په خوله خبرې تر ټولو زیات زیان رسوي. ځکه هلته هېڅ مثبت څه نشته. زه به هېڅ یو خپل ملګری دې ته نه وهڅوم چې یوې سوري ته ورننوځي او هلته کېني… زه بختور وم چې ژوندی پاتې شوم. عموماً خلک ۹۰، ۱۰۰، حتا ۱۶۰ ورځې هلته ناست وي. موږ باید تر پسرلي پورې پاتې شوي وای."
والېري ځکه ژوندی پاتې شو چې رضاکار شو، چې دوه ټپیان ملګري تخلیه کړي. مخکې له دې چې بېرته واستول شي، د هغه پخوانۍ پوسته تر برید لاندې راغله. هغه وایي چې پاتې کسان یا وژل شوي یا ورک دي.
"که هغه ټپیان نه وای، ډېر احتمال و چې موږ ټول به هلته مړه شوي وو."
اوږده جګړه
اوکرایین او روسیه له ۲۰۱۴ کال راهیسې په جګړه کې ښکېل دي، هغه مهال چې ولسمشر ولادمیر پوتین د تور سمندر پر غاړه د کریمیا د اشغال او الحاق امر وکړ، او وروسته یې د ختیځ دونباس ځینې برخې ونیولې.
په دې اوسني سفر کې مې هېڅ داسې نښه ونه لیدله چې جګړه به ژر پای ته ورسېږي.
څلور کاله مخکې پراخ یرغل د پوتین هڅه وه، چې د اوکرایین خپلواکي یو ځل او د تل لپاره له منځه یوسي. هغه څو ځله ویلي چې تاریخ ښيي اوکرایین د روسیې برخه ده. د یرغل د کلیزې څو ورځې مخکې ولسمشر ولودیمر زېلینسکي پهر اېکس دا خبره په لنډه توګه رد کړه:
"زه تاریخي بې معنی خبرو ته اړتیا نه لرم چې دا جګړه پای ته ورسوم او ډیپلوماسۍ ته لاړ شم. دا یوازې د ځنډ تکتیک دی. ما هم د پوتین په اندازه د تاریخ کتابونه لوستي دي او ډېر څه مې ترې زده کړي."
زېلینسکي د فساد له یوه رسوایۍ هم تېر شو چې تېر منی یې د هغه د دفتر مشر اندري یرماک استعفا ته اړ کړ. هغه توند منتقدین او احتمالي سیالان لري، خو بیا هم د هغه د محبوبیت کچه داسې ده چې ډېری لوېدیځ مشران یې یوازې خوب لیدلی شي.
دا اونۍ، د کیېف ختیځ ته لېرې، هغه اورګاډي چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ او مارچ کې یې سلګونه زره اوکراینیان وایستل، لا هم خلک له خطره باسي. د روسیې پوځ ورو ورو خوځېږي، خو د ختیځ په مهمه جګړه يیزه سیمه، یعنی دونېڅک کې مخ په وړاندې خوځي، ژوند، طبیعت او کلي او ښارونه له منځه وړي. اوکرایین لا هم د دونېڅک ولایت شاوخوا پنځمه برخه تر ولکې لاندې لري. دا د ټول هېواد تر ټولو سخت جنګېدلې سیمه ده.
له باخموته نیولې بیا د جګړې په لومړیو کې تر اوسني پوکروفسک پورې، په تېرو څلورو کلونو کې پرلپسې جګړو ښارونه او کلي کنډواله کړل.
هره ورځ بسونه د دونېڅک له سرحده د خارکېف ولایت لوزووا ته اوړي، چې ملکي کډوال وړي. یوه ښوونځي ته د مرستو د همغږۍ تود او پاک مرکز بڼه ورکړل شوې، کورنۍ هلته د څو بوجیو شیانو، په پټو تړل شویو سپیو او په ټوکرۍ کې پیشوګانو سره ناست دي، او تر ټولو زیات د له لاسه ورکولو درد یې ځوروي.
سرهي او ویکتوریا له دروژکیفکا ښار څخه راغلي وو، هغه ښار چې اوس د مرګ سیمې ته راښکته شوی. د هغوی تنکۍ لور دیانا چوپه ناسته وه او خپله پیشو میکا یې په غېږ کې نیولې وه. لکه د جګړې میلیونونه نور بېځایه شوي خلک، دوی هم د ځان ژغورلو لپاره وتل، په دې پوه دي، چې دا یوازې د پخواني ژوند پاتې شونو پرېښودل نه دي، بلکې شخصي خپلواکي هم له لاسه ورکول دي.
اوس باید کېني او انتظار وباسي، تر څو اسناد یې بشپړ شي او بل څوک ورته ووایي څه وکړي. ویکتوریا څرګنده کړه چې ولې یې کور پرېښود:
"موږ د زغم تر وروستي حده رسېدلي وو. ګاز، اوبه او برېښنا نه وو. هېڅ تودوخه نه وه. تر وروستۍ شېبې هلته پاتې وو، درې ورځې مو په یخ کې تېرې کړې."
د ۲۰۲۲ کال په پای کې دروژکیفکا نسبتاً خوندي ځای ګڼل کېده، کله چې موږ له هغه ځایه پر باخموت د روسي برید راپور ورکاوه. خو اوس، د ویکتوریا په وینا، هېڅوک هلته نه ځي. ښار ډېر خطرناک شوی دی.
"ډرونونه هر ژوندي شی له منځه وړي، موټرونه، خلک، کورونه. بې له اوښکو یې نه شم بیانولی."
سرهي له خپل عمر ډېر زوړ ښکارېده:
"ډېر سخت دی. موږ هر څه پرېښودل چې ټول عمر مو پرې کار کړی و. هر څه چې مو د خپلو کورنیو لپاره جوړول. او باید په یوه شېبه کې ټول پرېږدو… هر څه… یوازې لږ شیان مو وتړل، نور نه شوای وړلای."
د دوی څنګ ته تمارا ولاړه وه، له خپلو نهو کلنو دوهګونو لمسیو، میلا او تینا سره.
"د ماشومانو لپاره ووتلو. موږ ځنګل ته نږدې اوسېدو… ډېر ټانکونه دي… ډرونونه هر ځای ګرځي… هېڅ ارامي نشته… ماشومان منډې وهي او ژاړي… غږونه ډېر لوړ دي… هر څه رپېږي…"
کله چې نوملیکنه بشپړه شوه، کورنۍ له خپلو بوجیو او حیواناتو سره د لوزووا تمځای ته یوړل شوې، څو لوېدیځ اوکرایین ته، تر لویف پورې اوږد اورګاډی ونیسي. لوزووا پخوا د ختیځ پر لور د اورګاډو یو بوخت تمځای و. اوس دا د اوکرایین د اورګاډو وروستی تمځای دی. تر دې هاخوا پټلۍ ډېرې خطرناکې دي.
یو مبارز اوکرایین
هغه خبرې چې د ټرمپ د استازو د هغه زوم جارد کوشنر او د هغه ملګري، د املاکو میلیاردر سټیو وېټکوف لخوا یې منځګړیتوب کېږي، لا هم روانې دي. تمه ده چې د یرغل له کلیزې وروسته بیا په جنیوا کې راټولې شي. وېټکوف د وروستي پړاو وروسته مثبتې څرګندونې وکړې، خو روسیې او اوکرایین دواړو فضا سخته بللې ده.
ګران کار دی چې د اوربند کومه هوکړه راووځي، تر څو چې یا پوتین او یازېلینسکي خپل بنسټیز دریځونه بدل نه کړي. دواړه لوري باور لري چې کولی شي جګړه تر یوې بریا پورې روانه وساتي، نو بدلون ډېر امکان نه لري.
داسې ښکاري چې خبرې تر ډېره د دې لپاره دي چې ټرمپ راضي وساتل شي، چې هغه نه پر مسکو او نه پر کیېف د ناکامۍ پړه پرې واچوي.
د امریکا ولسمشر اکثر پر اوکرایین فشار زیاتوي. هغه مخکې بې اساسه ادعا کړې وه چې زېلینسکي یو دیکتاتور دی او جګړه یې پیل کړې ده. کله چې ما ترې وپوښتل، زېلینسکي په خندا وویل چې دا خبره سمه نه ده. د وروستي پړاو په درشل کې، ټرمپ خبریالانو ته وویل: "اوکرایین باید ژر د خبرو مېز ته راشي."
ټرمپ نږدې ټولې پوځي مرستې بندې کړې دي، خو اوکرایین لا هم هغه استخباراتي معلوماتو ته اړتیا لري چې یوازې امریکا یې برابرولی شي. اروپا د اوکرایین په استازیتوب له امریکا وسلې اخلي، په ځانګړي ډول د توغندیو د مخنیوي توغندي.
په دې سفر کې ما یو داسې هېواد ولید چې لا هم هسک سر ولاړ دی. داسې نه ښکاري چې د ماتې پولې ته رسېدلی وي.
لوی ښارونه لا هم سم فعالیت کوي، سره له دې چې روسیې په دې ساړه ژمي کې د برېښنا او تودوخې پر شبکو منظم او اغېزناک بریدونه کړي دي. په کیېف کې ترافيکي ګڼه ګوڼه شته، دوکانونه له توکو ډک دي، رستورانتونه او کافيګانې پرانیستې دي.
خو د هوايي بریدونو زنګونه هم شته، ډېری وخت د شپې په ساعتونو کې، او دردونکې کیسې شته د هغو ملکي وګړو په تړاو چې په خپلو کورونو کې د روسي ډرونونو او بالستیک توغندیو له خوا وژل شوي دي. اوکرایین هڅه کوي هغه پوځي-صنعتي بنسټ بیا ورغوي چې د شوروي له وخته پاتې و، او اوس پر روسیې د اوږد واټن بریدونو تمرکز کوي.
ولسمشر زېلینسکي راته وویل چې دوی کولی شي جګړه وګټي، خو که اوکرایین جګړې ته دوام ورکوي، نو د اروپا زیاتېدونکي ملاتړ ته به اړتیا ولري.
پسرلی نږدې دی، خو د اروپا په دې برخه کې ژمی کله ناکله تر اپرېل پورې غځېږي. روسیې په دې تر ټولو ساړه ژمي کې، د برېښنا بندونو او د شوروي دورې پر هغو فابریکو بریدونو سره چې سیمو ته تودې اوبه او ګرموالی برابروي، پر اوکرایین سخت فشار راوستی.
په یوه وران شوي برېښناکوټ کې چې اوکراینیانو یې موږ ته د لیدو اجازه راکړه، په دې شرط چې نوم یې وانخلو، کارکوونکو له کنډوالو اوسپنه راایسته کوله. دا مرکز د روسي توغندیو او ډرونونو له سختو بریدونو لاندې راغلی و. ترمیم یې ناشونی و، باید له سره ورغول شي.
په یخنۍ کې چې تودوخه تر منفي لسو درجو ټیټه وه او ساه یې په لوګي بدلېده، کله مې ترې وپوښتل چې ولې روسیه بریدونه کوي، یوه مشر کارګر د خلکو عمومي احساس داسې راونغاړه،
"دوی غواړي موږ په ګونډو کړي. غواړي اوکرایین په زنګنو کېنوي."
دا حقیقت دی، او د دې د مخنیوي لپاره د اوکرایین هوډ هماغه لامل دی چې دا جګړه لا هم روانه ده.