روژه او میاشتنی عادت؛ افغان ښځې "له شرم او حیا" خوراک څښاک په پټه کوي

د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

"يوه ورځ‌ مې پلار په روژې میاشت کې په خوراک ولیدم، سخته وشرمېدلم خو راته وايي، په کرار زړه ډوډۍ وخوره،‌ پټه یې ولې خورې"

دا د کابل اوسېدونکې صهبا خبرې دي چې د میاشتني عادت پر مهال یې په روژه کې د ورځې ډوډۍ خوړله او پلار یې لیدلې وه.

د افغانستان په ټولنه کې خو ان پېغلې نجونې د میاشتني‌ عادت په وخت کې د کور له مشرانو ښځو هم په پټه خوراک څښاک کوي. ماشومانو ته ډوډۍ تیاروي خو د دې لپاره یې له کاسې یوه مړۍ هم نه کوي‌ چې که ماشوم په روژه خوړلو ولیدلې نو په ټول مالت کې به ډنډورې درپسې غږوي چې فلانۍ په غټه تنه روژه خوړله.

دوی ولې مجبورې دي چې د روژتي تظاهر وکړي؟ ولې د میاشتني عادت په دغو دردمنو څو ورځو کې چې ارام ته اړتیا لري، بیا هم د پېشلمي تیارولو لپاره ځان بې‌خوبه کوي؟ ولې په افغان ټولنه کې لا هم د ښځو د بدن دا طبیعي عادت شرم ګڼل کېږي چې ان پخپله ښځې یې هم په اړه خبرو کولو باندې شرمېږي؟

په دغه رپوټ کې مو په دې اړه یو شمېر افغان نجونې او مېرمنې پوښتلې او د ځينو نومونه یې ځکه بدل شوي چې ویل یې څوک به یې وپېژني چې فلانۍ په داسې یوې موضوع له بي بي سي سره خبرې کړې دي.

یادونه: دغه رپوټ لومړی ځل د ( ۱۴۰۱/ ۲۰۲۲) کال په روژه کې خپور شوی و!

"میاشتنی عادت په روژه کې تر بوزې لا ګران تمامېږي"

د میاشتني عادت پيلېدل د یوې نجلۍ د پېغلتوب نښه بلل کېږي او هره میاشت کم زیات یوه اوونۍ پېغلې نجونې او ښځې دا عادت تجربه کوي.

د روژې په میاشت کې هم په نورمالو ښځو د پيریوډ اوونۍ راګرځي.

د شریعت له مخې، پر داسې ښځو نه لمونځ فرضېږي او نه هم روژه. طب هم وايي چې ښځې په دغو شپو ورځو کې ډېره وینه ضایع کوي، له دردونو سره مخ وي او هم له بدني او هم له روحي پلوه کافي ارام ته اړتیا لري نو ځکه له نورو تمه کېږي چې مهربانه چلند ورسره وکړي.

خو ډېرۍ افغان ښځې په دې نظر دي چې په دې دودیزه ټولنه کې دغه ارام موندل ناشونی کار دی، په ځانګړي ډول روژه کې.

که بوزه وي نو خوراک څښاک یا خوب کول ښايي ډېر ستونزمن نه وي خو په روژه کې د پېشلمي تیارول ښځې کافي خوب ته نه پرېږدي او د ورځې له دې ډاره څه خوړل ورته سخت وي چې څوک یې ونه ویني.

د کابل اوسېدونکې صدف وايي چې افغان نجونو ته په روژه کې میاشتنی عادت تر بوزې لا ګران تمامېږي.

دا وايي، "که زه روژه یم او که نه یم،‌ بیا هم پېشلمي ته راپورته کېږم، چای او ډوډۍ تیاروم. کله ډېره سخته وي. ځکه چې پېشلمي کې سمه ډوډۍ نه خورو چې ځه هسې هم روژه نه یو، د ورځې به یو څه وخورو. خو چې ورځ شي، هېڅ شی نه برابرېږي. یا کور کې یو څوک وي، یا دا ډار راسره وي چې څوک مو ونه ګوري، شرمېږو، څه خوړلی نه شو او تر ماښامه د روژتي غوندې وچه خوله ناستې یو."

دغه دود ولې شته؟

مسلمانانو ته سپارښتنه کېږي چې که د کوم عذر یا ناروغۍ له کبله روژه نه شي نېولی نو باید تر نورو روژتیانو په پټه ډوډۍ وخوري. لامل یې دا بلل کېږي چې له دې سره به د روژه په خوله مسلمانانو درناوی شوی وي او مذهبي احساسات به یې هم نه ژوبلېږي.

خو د میاشتني عادت پر مهال په روژه کې په ډاګه د یو څه نه خوړلو کیسه تر ډېره کلتوري او دودیز اړخ لري.

په افغان ټولنه کې په ځانګړي ډول په ښځو پورې اړوند ځينې مسایل ننګ یا تابو ګڼل کېږي، په اسانه یې په اړه څوک خبرې نه کوي او په دودیز لحاظ ښځې د یوه منل شوي اصل په توګه غاړه ورته ږدي.

میاشتنی عادت یا حیض او له کبله یې په روژه کې د ورځې په پټه ډوډۍ خوړل له همداسې مسئلو یوه ده.

کابل مېشتې فرشته وايي، "له بده مرغه زموږ په کلتور کې دا مشکل شته او له دې یې غټه کیسه جوړه کړې چې باید څوک درباندې خبر نه شي او باید داسې تظاهر وکړې چې روژه دې ده."

دا وايي، "منل شوي شیان په کلتور کې د منطق په اساس نه بلکې د تجربې پر بنیاد وي. له پېړيو راهیسې زموږ ستاسې مېندو، نیاګانو او ادې‌ګانو یا هېڅ د پیریوډ پر مهال په روژه کې ډوډۍ نه ده خوړلې، یا شرمېدلې او یا یې نه غوښتل چې په دې اړه له چا سره خبرې وکړي چې روژه نه نیسي. ان که یوه ښځه د بلې ښځې په مخکې ‌ډوډۍ خوري هم بد ورته وايي."

د فرشتې په خبره، له همدې کبله دا عادتونه له پېړیو پېړیو پالل شوي او ورو ورو په ټولنه کې پر یوه منل شوي دود اوښتي دي او اوس ترې سرغړونه "شرم او ننګ" بلل کېږي.

"پلار مې روژه کې په خوراک ولیدم"

یوه بله کابل مېشتې پلوشه وايي چې د همدغه "ننګ او شرم" له کبله ان د شکر پر ناروغۍ ځينې اخته ناروغان هم د چا په مخکې ډوډۍ نه شي خوړلی.

دا زیاتوي، "زما مور د شکر ناروغي لري، هغه چې وږې شي باید هماغه شېبه یو څه وخوري، که په بازار کې وي او یا په کور کې. خو په خلکو بده لګېږي او وايي چې خلک به څه وايي. روژه نه خوري. اوس چې د طالبانو حکومت دی، دا وضعیت لا سخت شوی دی."

خو له دې سره سره ځینې کورنۍ قانع شوې دي چې د ښځو میاشتنی عادت یوه عادي کیسه وګڼي او په دغو سختو شېبو کې د خپلو ښځمنو زړونه په مهربانه چلند وګټي.

دوی په اخلي پخلي کې له خپلو خویندو، میندو او لوڼو سره مرسته کوي او یا زمینه ورته برابروي چې په کرار زړه د ورځې ډوډۍ وخوري.

صهبا وايي چې د کورنۍ نارینه یې دومره 'مهربان' دي چې اوس که د پیریوډ پر مهال روژه خوري نو دا ډار ورسره نه وي چې څوک به یې وویني او د شرم احساس به وکړي.

دا وايي، "یوه ورځ مې پلار ولیدم چې روژه مې خوړله. زه سخته وشرمېدلم خو هغه پوه شو چې ولې روژه خورم، نو څه یې ونه ویل او په موسکا یې راته وویل چې کراره ورته کېنه، په ارام زړه ډوډۍ وخوره، پټه یې ولې خورې؟"

په میاشتني‌ عادت کې د روژې نه نېول په ټولنه کې څنګه عادي کېدلی شي؟

پلوشه وايي، که غواړو چې دا مسئله خلکو ته عادي شي او تابو یا د ننګ خبره نه شي پاتې نو دیني عالمان باید لاس په کار شي.

د پلوشې په خبره، "زه نه شم کولای چې د سړک په منځ کې په روژه کې یو څه وخورم چې پرېږده دا تابو مات کړم.ځکه چې یو عادي کس او ښځه یم. خو که دیني عالمان دا خبره مطرح کړي او داسې یې وکړي چې د چا احساسات ورسره ژوبل نه شي نو دا تابو له منځه تلی شي."

صهبا او اوږۍ هم په همدې نظر دي او وايي چې خلک باید وپوهول شي چې په طبيعي ډول د ښځو بدن همداسې جوړ شوی چې میاشتنی عادت پرې راځي او په داسې ورځو کې د روژې نه نیولو اجازه الله تعالی ورکړې ده، نو باید څوک یې بده ونه ګڼي.

خو فرشته بیا په بېل نظر ده. هغه وايي، "دا مسئله باید لومړۍ پخپله ښځې ځان ته عادي کړي چې په روژه کې د پيریوډ په وخت کې په ځان باندې خوراک بند نه کړي. خو د هرې نجلۍ په وجود کې دغسې یو افغان شته چې دغه کلتور یې په ځان منلی دی. نو لومړی یې باید ځان ته عادي کړو، تر هغې وروسته یې خلکو ته عادي کولای شو."

فرشته همدا راز د روژې په شپو ورځو کې له میاشتني‌ عادت سره مخ کېدونکو ښځو ته سپارښتنه کوي چې، "موږ باید چا ته موقع ور نه کړو چې مشکل راته جوړ کړي. که کور کې یو او که په کارځي کې، باید داسې په خوندي لاره خپله ډوډۍ وخورو چې هېڅوک پوه نه شي او حساسیت یې ونه پارېږي. خلکو ته باید ونه ښيو چې دغه ده روژه خورم"