تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ژوندۍ پاڼه, پر ایران د امریکا او اسرائیل برید؛ ټرمپ وايي 'لوی جګړهییز عملیات' روان دي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي چې متحده ایالاتو په ایران کې "لوی پوځي عملیات" پیل کړي دي. ښاغلي ټرمپ په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې، ویلي دي: "زموږ هدف دا دی چې د ایران د رژیم لهخوا د نژدې ګواښونو له منځه وړلو سره د امریکا د خلکو دفاع وکړو."
لنډیز
- د ایران خبري اژانسونو په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو د غږ اورېدل تایید کړي دي. د تهران ترڅنګ، په کرمانشاه، قم، لرستان، کرج او تبریز کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.
- ټرمپ د ایران خلکو ته: ستاسو ازادي نژدې شوې ده.
- د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د هوايي برید خطر زنګونه وهلي دي، څو خلک د "اسرائیلو پر لور د احتمالي توغندیزو بریدونو" لپاره چمتو کړي.
- د ایراني نظام امریکا مېشت مخالف رضا پلهوي ویلي، هغه مرستې چې د امریکا ولسمشر د ایران له "زړورو خلکو" سره ژمنه کړې وه، اوس رسېدلې دي.
ژوندی پوښښ
وروستی, د ناټو ویانده: د سیمې او ایران بدلونونه له نږدې څارو
د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) ویاندې الیسون هارت ویلي، چې دغه سازمان د ایران او سیمې بدلونونه له نږدې څاري.
امریکا او اسرائیل نن سهار اعلان وکړ چې د ایران پر ځینو ښارونو یې بریدونه پیل کړي دي.
ایران هم په ځواب کې د سیمې په څو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي.
قطر د دغه هېواد پر هوايي حریم د ایران برید وغانده
د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ایران لخوا د توغندیو برید کې په "څرګنده" د دوی د هوايي حریم نقضېدل غندلي دي.
په دغه بیانیه کې راغلي چې قطر "خپل د ځواب ویلو حق خوندي" ګڼي.
تر دې ورمخکې ایران لخوا دوحه کې د امریکا پر پوځي اډې د برید خبر ورکړ شوی و.
وروستی, روسیې د بریدونو د سملاسي درېدو غوښتنه کړې
روسیې پر ایران د امریکا او اسرائیل لخوا د بریدونو د سملاسي درېدو غوښتنه کړې ده.
مسکو ویلي چې وضعیت باید بېرته د سیاسي او دیپلوماتیک جوړجاړي پر لوري راوګرځول شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي، نړیواله ټولنه باید په چټکۍ سره د دغو اقداماتو په تړاو چې دوی "غیرمسوولانه" بللي، یوه بې طرفه او رښتینې ارزونه وړاندې کړي.
روسیه وايي، دا وړ اقدمات ښايي د سیمې د لا زیاتې بې ثباتۍ لامل شي.
مسکو پر دې هم ټینګار کړی چې دوی د تېر په څېر د نړیوالو قوانینو او متقابل درناوي پر بنسټ، له سولهییزو لارو د کړکېچ په هواري کې همکارۍ ته چمتو دي.
د بریتانیا لومړی وزیر د کابینې بېړنۍ ناسته ترسره کوي
د بریتانیا حکومت وايي له امریکا او اسرائیل سره یې پر ایران بریدونو کې برخه نه ده اخیستې.
ټاکل شوې په دې لړ کې نن د بریتانیا د لومړي وزیر کیېر سټارمر په مشرۍ د کابینې د بېړنۍ کمېټې ناسته هم ترسره شي.
وروستی, اربیل کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه د چاودنو غږونه اورېدل شوي
د فرانسې خبري اژانس د خپلو خبریالانو په حواله لیکلي چې د عراق د شمال په اربیل کې یې د امریکا متحدو ایالتونو کونسلګرۍ ته نږدې د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
یوه ځايي اوسېدونکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "ما د لږ تر لږه درېیو ځواکمنو چاودنو غږونه واورېدل. کور مې وخورېد."
بنیامین نتنیاهو: د ایران رژیم "باید په اټومي وسلو سمبال نه شي"
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایران د برید په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده.
په دغې اعلامیه کې راغلي "زما وروڼو او خویندو، د اسرائیل محترمو وګړو، لږ وخت مخکې اسرائیل او د امریکا متحدو ایالتونو عملیات پیل کړل، چې هغه ګواښ له منځه یوسي، چې د ایران ترهګر رژیم رامنځته کړی دی."
اعلامیه کې زیاته شوې، "زه له خپل ستر ملګري ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د هغه د تاریخي مشرتابه له امله مننه کوم. له ۴۷کلونو راهیسې د آیتالله رژیم د 'مرګ پر اسرائیل' او 'مرګ پر امریکا' شعارونه ورکوي.
دغه رژیم زموږ وینه توی کړې، ګڼ امریکایان یې وژلي او خپل خلک یې هم عام قتل کړي. دا قاتل او ترهګر رژیم باید په اټومي وسلو سمبال نه شي، ځکه دا وسلې به هغه ته دا توان ورکړي، چې ټول بشریت وګواښي."
نتنیاهو ویلي "اوس د ایران د خلکو د ټولو قومونو او برخو فارس، کردان، آذریان، بلوچان او اهوازیانو لپاره وخت دی، چې د ظلم له بیرغ څخه ځان خلاص کړي او یو آزاد او سوله ییز ایران رامنځته کړي."
اروپايي ټولنې د وضعیت ترینګلي کېدل "خطرناک" وبلل
اروپايي ټولنې پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې وروستي بدلونونه "خطرناک" بللي دي.
دغې ټولنې همدا راز د ملکي خلکو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
وروستی, سپاه پاسداران وايي په بحرین، امارات او قطر کې یې د امریکا پر اډو بریدونه کړي
د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي، چې په قطر ، بحرین او متحدو عرب اماراتو کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.
د دغو ځواکونو لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغو بریدونو کې توغندي او بېپیلوټه الوتکې کارول شوې.
سپاه پاسداران وايي، د دوی توغندی او ډرونونو په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې قوماندانۍ مرکز، په قطر او اماراتو کې د امریکا پوځي اډي او همدا راز په اسرائیل کې پوځي او امنیتي مرکزونه هدف ګرځولي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ایران د توغندیو او ډرونونو بریدونه به دوام ومومي.
وروستی, د ایران بهرنیو چارو وزارت: ایران به په ځواکمنتیا سره د "یرغلګرو ځواب ووايي
د ایران بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا او اسرائیل د ننیو بریدونو په تړاو اعلامیه خپره کړې ده.
په دغه بیانیه کې راغلي چې د ایران لخوا بریدونه پیل شوي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، "موږ د ایران د ملت د حقانیت ثابتولو لپاره یو ځل بیا له نړیوال نظام او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مذاکراتو کې ښکېل شو."
په بیان کې ټینګار شوی چې د ایران وسلهوال ځواکونه به په ځواکمنتیا سره "د یرغلګرو ځواب ووايي."
د ایران بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له غړو، د سیمې او نړۍ له اسلامي هېوادونو او د ناپیېلې غورځنګ له غړو غوښتي چې دغه بریدونه وغندي.
د ایران سپاه پاسداران وايي پر اسرائيل یې د توغندیو او ډرون بریدونه پیل کړي
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له پیل وروسته یوه بیان کې ویلي، چې دوی هم پر اسرائیل پراخ توغندیز او ډرون بریدونه پيل کړي دي.
د انقلابي ګارډ له دې بیان وړاندې د ایران پارلمان کې د ملي امنیت کمیسیون مشر ابراهیم عزیز پر ایکس یوه بیان کې ګواښ وکړ چې اسرائیل او امریکا داسې یو بهیر پيل کړی چې پای یې زموږ په لاس کې نه دی.
پر ایران د دغه برید له پیل وړاندې ایراني چارواکو ګواښ کړی وو که برید پرې وشي نو سیمه کې به د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
تهران کې له برید وروسته اخیستل شوې ویډیو
وروستی, ټرمپ: د پوځي عملیاتو موخه د امریکایانو دفاع او د ایران لخوا د پېښېدونکي ګواښ مخنیوي دی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ویډیويي پيغام کې پر ایران د پوځي برید خبر ورکړ.
ښاغلي ټرمپ وویل پر ایران لوی پوځي عملیات پيل شول چې موخه یې د ده په وینا د امریکایانو دفاع او د ایران له خوا د نږدې پېښېدونکي ګواښ له منځه وړل دي.
د امریکا ولسمشر په دې پيغام کې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ته په خطاب کې وویل چې وسله پر ځکه کیږدي، کنه وبه وژل شي.
هغه وویل: "ایران نړۍ کې د ترهګرۍ لومړۍ درجه ملاتړی هېواد دی. دې وروستیو کې یې خپله هغه لسګونه زره خلک ووژل چې واټونو ته د لاریون لپاره راوتلي وو."
نوموړي زیاته کړه: "دا د امریکا په ځانګړې توګه زما د حکومت کړنلاره ده چې دا ترهګر رژیم باید هیڅکله اټومي وسله تر لاسه نه کړي. یو ځل بیا وایم چې دوی به هیڅکله اټومي وسله تر لاسه نه کړای شي."
پر خواله او نورو رسنیو خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې د ایران په څو ښارونو کې د بریدو له ځایونو دوړې او لوګي پورته کیږي.
پر ایران برید؛ ټرمپ د ایران خلکو ته: ستاسو ازادي نژدې شوې ده
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي چې متحده ایالاتو په ایران کې "لوی پوځي عملیات" پیل کړي دي.
ښاغلي ټرمپ په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې، ویلي دي: "زموږ هدف دا دی چې د ایران د رژیم لهخوا د نژدې ګواښونو له منځه وړلو سره د امریکا د خلکو دفاع وکړو."
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر تهران او د ایران پر یو شمېر نورو ښارونو د بریدونو په اړه ویلي چې امریکا به "د ایران توغندیز صنعت او سمندري ځواک له منځه یوسي."
هغه د ایران ولس ته په خطاب کې ویلي دي: "ستاسو د ازادۍ وخت نژدې شوی دی."
نوموړي پر تروت سوشل اته دقیقهییزه وېډیو کې ویلي چې پر ایران برید د امریکا په مرسته ترسره شوی دی.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي اسرائل او امریکا ته په خطاب کې ویلي: تاسو داسې لاره پیل کړه چې پای یې نور ستاسو په واک کې نه دی.
ابراهیم عزیزي پر تهران او د ایران پر یو شمېر نورو ښارونو د نننیو بریدونو په غبرګون کې، پر اېکس لیکلي دي: "موږ مخکې خبرداری ورکړی و، خو اوس مو داسې لاره پیل کړې چې پای یې نور ستاسو په لاس کې نه دی."
ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې که پر دغه هېواد هر ډول برید وشي، نو ټوله سیمه به جګړې ته کش کړل شي.