پاکستان کې بریدونه: " تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۵ امنیتي کسان وژل شوي"

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

پاکستاني چارواکي وايي چې په تېرو دوو ورځو کې په خیبر پښتونخوا کې د وسله‌والو بریدونو کې۲۰ تنه وژل شوي چې ډېری یې امنیتي کسان دي.

د فرانسې خبري اژانس د پولیسو د یوه ځايي‌ چارواکي له خولې نن پنجشنبه (کب۷/فبروري ۲۶) ویلي چې "په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ۱۵ پولیس او څلور ملکي کسان وژل شوي دي."

د خبر له مخې، د دغو ډېری بریدونو مسؤلیت ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان منلی دی.

"له جوماته د تښتول شوو" دوو وروڼو پولیسو وژنه

په دې ترڅ کې یوه تازه پېښه د خیبر پښتونخوا په بنو کې شوې.

د بنو ځايي‌ چارواکو ویلي چې تېره شپه له یوه جوماته درې وروڼه وتښتول شول چې له ډلې یې نن سهار د دوو مړي موندل شوي دي.

بي‌بي‌سي اردو د بنو پولیسو له قوله ویلي،‌ دغه وروڼه درې واړه دولتي کارکوونکي وو چې دوه یې پولیس او درېیم یې د کمېشنر په دفتر کې کار کاوه.

دوی هله وتښتول شول چې د بنو د حسین‌خېل سوکړي فقیر کلي په جومات کې یې د تراویح لمونځ کاوه.

عیني شاهدانو ویلي چې دوی تراویح کولې چې جومات ته یې په "ځانګړي یونیفورم کې ۱۰-۱۲ وسله‌وال ورننوتل"، دغه درې وروڼه (سعید اختر، امجد او حضرت الله) یې په پښو او لاسونو کې وتړل او له ځانه سره یې یووړل.

د امجد او حضرت الله چې دواړه پولیس وو، مړي نن سهار د بنو په 'مروت کانال' سیمه کې موندل شوي خو د سعید اختر درک لا نه شته.

د بنو ځايي پولیسو د پېښې پخلی کړی او په دې اړه یې په خبرپاڼه کې ویلي، "د تراویح لمانځه پرمهال ترهګرو د سوکړي حسن‌خېل له جوماته د دوو پولیسو په ګډون درې وروڼه تښتولي، وروسته یې دوه په بې‌رحمۍ سره شهیدان کړي دي او درېیم لا هم د ترهګرو په ولکه کې دی."

په اعلامیه کې د روژې په میاشت کې داسې پېښه "له اسلام سره څرګنده دوښمني" یاده شوې ده او پکې راغلي، "له هغه وروسته چې امنیتي ځواکونو یې پر ضد ګټور ګامونه پورته کړي، اوس ترهګر هڅه کوي چې پر اسانو هدفونو بریدونه وکړي چې دا یې کمزوري او ناکامي ښيي."

په تېرو دوو ورځو کې ګڼ بریدونه

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دا وړ پېښو زور اخیستی او په پرله‌پسې ډول پر پولیسو او نورو امنیتي کسانو بریدونه کېږي.

تېره ورځ هم د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ځایونو کې امنیتي کسان په نښه شوي دي.

یو برید په باجوړ کې و چې څلور پولیس پکې په ډزو ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.

بله پېښه په لنډي کوتل کې هله وشوه چې "نامعلومو وسله‌والو" پر یوه پولیس ډزې وکړې. له هغه سره یې زوی هم ټپي شو خو وروسته دواړو ساه ورکړه.

په بنو او باجوړ کې تېره اوونۍ هم د پاکستان پر امنیتي کسانو بریدونه شوي وو چې مرګ‌ژوبله یې ور اړولې وه.

له بلوچستانه هم په تېرو دوو ورځو کې د څلورو بریدونو خبر ورکړل شوی.

له دې یې یو برید ډیورنډ کرښې ته څېرمه چمن ښار ته نږدې وشو چې "نامعلومو وسله‌والو" پر پولیسو ډزې وکړې او په ترڅ کې یې درې پولیس ووژل شول او یو بل ژوبل شو.

بل برید د ایران پولې ته څېرمه د بلوچستان د 'کیچ' ولسوالۍ په 'بلیده' سیمه کې د عبدالحمید په نوم د یوه سړي پر کور وشو چې د پاکستان حکومت ملاتړی بلل کېده. په هغه پېښه کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون د شپږو کسانو د وژل کېدو او درو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړل شو.

د دغو بریدونو مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی خو په تېر کې د دا ډول بریدونو مسؤلیت ځينو هغو بلوڅ بېلتون‌پالو وسله‌والو ډلو منلی چې پاکستان کې منع او پرې بندیزونه لګېدلي دي.

په پنجاب کې ځانمرګی برید

له خیبرپښتونخوا او بلوچستانه د بریدونو خبرونه ډېر کله اورېدل کېږي خو په پنجاب کې هغه هم ځانمرګی برید، عامه خبره نه ده.

هلته تېره سې‌شنبه (کب ۵/فبروري ۲۴)‌ په یوه داسې سیمه کې ځانمرګی برید وشو چې خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونه سره نښلوي.

په هغه برید کې یوه ځانمرګي بریدګر د پنجاب په 'بکر' سیمه کې د 'داجل چېک‌پوسټ' په نوم پوسته په نښه کړه.

د بکر د پولیسو یوه چارواکي شهزاد رفیق بي‌بي‌سي اردو ته وویل چې دغه برید هله وشو چې یوه ځانمرګي داجل چېک‌پوسټ کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي‌ توکي وچوول او دا پاټک یا پوسته یې له منځه یووړه.

په دغه برید کې د دوو پولیسو د وژل کېدو او د درو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی.

پر خواله رسنیو دغه برید ته یوه منسوبه ویډیو هم ډېره لاس‌په‌لاس شوه چې یو کس پکې دغه پاټک یا پوستې ته څېرمه ولاړو پولیسو ته ورنږدې کېږي او په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکوي.

بي‌بي‌سي په خپلواک ډول د دې ویډو د کره‌والي پخلی نه شي کولی.

دغه برید په پاکستان کې اندېښنې پارولې دي او پنجاب ته په ورغلو لارو امنیتي څار او تدبیرونه ډېر شوي دي.

داجل پاټک د خیبر پښتونخوا جنوبي ښار ډېره اسماعیل خان او د پنجاب ایالت د بکر ښار ترمنځ دی چې دواړه ایالتونه یې سره نښلولي دي. خو تر دغه برید وروسته د دواړو ایالتونو نښلوونکی پل 'دریا خان' هم تړل شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا

په پاکستان کې په بریدونو کې دا شدت په داسې حال کې ترسترګو کېږي چې د پاکستان هوايي ځواک تېره شنبه (کب ۲/ فبروري ۲۱) د افغانستان په پکتیکا، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د بمبارونو خبر ورکړ.

پاکستان ادعا وکړه چې دا بریدونه یې په پاکستان کې د شوو بریدونو په ځواب کې کړي دي او ګواکې د هغو وسله‌والو پټنځي یې په نښه کړي چې هلته "ترهګري خپروي."

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې دا دعوې باطلې وبللې او ویې ویل چې د پاکستان پوځ په هوايي بریدونو کې "عام وګړي په نښه کړي دي."

د طالبانو حکومت وايي، له پاکستاني طالبانو سره د پاکستاني پوځ جګړه نوې نه ده او دا چې "د جنرال پروېز مشرف واکمنۍ " له مهاله په قبایلي سیمو کې د حکومت او پوځ پر وړاندې بریدونه کېږي. د طالبانو حکومت چارواکو دا د پاکستان کورنۍ مسله بللې او ترې غوښتي‌ یې دي چې د "خپلو ناکامیو پړه دې" پر دوی نه وراچوي.

په دغو بریدونو کې د ۱۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو چې ښځې او د ښوونځي ماشومان هم پکې شامل یاد وو.

وروسته د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یوناما هم تایید کړه چې په دغو بریدونو کې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان بریدونه د افغانستان پر "فضايي حریم تېری" او د پاکستان پوځ‌ د "یوې خاصې کړۍ" کار و باله او ویې ویل چې "په مناسبت وخت کې به سنجول شوی او مناسب ځواب" ورکوي.

که څه هم د طالبانو حکومت دا نه ده روښانه کړې چې عملي ځواب یا غبرګون به یې څه ډول وي خو تازه یې ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه خبري رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې "نظامي" به وي.

په تېر کې ښاغلي مجاهد ویلي وو چې ګواکې حکومت به یې په ځوابي برید کې "د پاکستان په څېر عام وګړي په نښه نه کړي."