څنګه د هند د ځنګلونو زهرجنو مارانو په اورګاډو کې سفر پیل کړی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جې شوکلا
- دنده, بيبيسي
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د هند د لوېدیځو غرونو ګڼ ځنګلونه د چمچهمار یا (کېنګ کوبرا) طبیعي استوګنځي بلل کېږي. د مارانو دا پاچا په خپله هم په ځنګلونو کې ژوند خوښوي ځکه چې هلته په اسانه ښکار، اوبه او سرپناه موندلی شي.
خو په دې وروستیو کې یوې څېړنې په ډاګه کړې چې اوس په ځنګلونو کې د دغه زهرجن منګور ژوند خوندي نه دی پاتې.
دا څېړنه د هند د ګجرات سیمې یوه ساینسپوه دکانش پرمار کړې او وايي چې اوس کوبرا مارانو هندي اورګاډو ته مخه کړې او سفر پکې کوي.
خو پوښتنه دا ده چې په ځنګلونو کې ژوند کوونکي دا ماران څنګه رېل پټلیو ته ورځي او اورګاډو ته ننوځي؟
د هند ګوا سیمې ته د اورګاډي پټلۍ له ګڼو ځنګلونو تېره شوې. ساینسپوهان په دې باور دي چې کله کله دغه چمچهماران د ښکار او سرپناه په لټه د رېل پټلیو ته ورځي او داسې ځکه کوي چې اوس په ځنګل یا په خپل طبیعي استوګنځي کې د خوړو او د خوندي سرپناه په موندلو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د دکانش پرمار څېړنه په یوه نړیواله معتبره مجله (بایوټروپيکا) کې خپره شوې چې په امریکا کې په چاپېریال ساتنې پورې اړوند څېړنې خپروي.
په مجله کې په خپرې شوې دې څېړنې کې راغلي چې د نړۍ دا تر ټولو زهرجن منګور کېنګ کوبرا په اصل کې په ناپوهۍ سره په هغو اورګاډو کې سفر کوي چې ډېر اوږد واټن وهي او د هغوی په ژوند کې دا بدلون هم د دغو مارانو خوندیتوب ته او هم خلکو ته یو ګواښ دی.
دغه څېړونکي د نړیوالو کارپوهانو له یوې ډلې سره په ګډه د هند په ګوا سیمه کې د چمچهمارانو د ۴۷ استوګنځيو سروې کړې ده چې د دغه هېواد د لوېدیځو غرونو په لرې پرتو ځنګلونو کې وو. له دوی سره هغه ډله هم ورسره وه چې د مارانو په ګډون وحشي ژوي ژغوري.
د اورګاډي پنځو تمځیو کې پاچا کوبرا ماران موندل شوي

د عکس سرچینه، SAURABH YADAV
ښاغلی پرمار وايي چې کېنګ کوبرا د هند ملي خزندې ګڼل کېږي او ساینس پوهانو شک درلود چې د دغه چمچهمار بل ډول هم شته نو د همدې لپاره یې دغلته موندل شوو کوبرا مارانو ته د 'اوفیوفاګس کالینګا' نوم ورکړ.
دی زیاتوي، کله چې دا منګور سړی وچیچي نو هغه ان د اوبو غوښتنه هم نه کوي او ټک سره یې وژني.
دکانش پرمار همداراز وايي چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ګوا کې د وحشي ژوو ژغورنډلو ټولټال ۱۲۰ کوبرا ماران ژغورلي دي چې ۴۷ یې د رېل پټلۍ ته نږدې موندل شوي وو او یو هم د ګوا د اورګاډي له تمځي سره و.
په ګوا کې د وحشي ژوو د ژغورنې ډلې مشر امرېت سېنګ بيبيسي ته وویل، "د ګوا په جنوبي برخو کې د چندور په نوم د اورګاډي یو تمځی دی. موږ خبر شوو چې هلته کوبرا مار دی. ورغلو، ومو نیو او د ځنګل ساتنې څانګې ته مو وسپاره. هغه ټپي شوی و. خو دا داسې سیمه وه چې هلته معمولاً دا ډول ماران نه لیدل کېږي."
په (بایوټروپيکا) مجلې کې په خپره شوې څېړنه کې ساینسپوهانو ویلي چې همدې قضیې پر دې باندې پوهېدو ته اړ کړل چې دا منګور څنګه هغې سیمې ته رسېدلی چې له ایکولوژيکي پلوه د داسې مارانو لپاره مناسبه سیمه نه ده.
دکانش پرمار وايي چې له دې وروسته یې په پنځو نورو سیمو کې هم دغه ماران وموندل چې د اورګاډو تمځیو ته نږدې وو او دوی اړ شول چې د مار او اورګاډي ترمنځ دا "حیرانوونکې اړیکه" وپلټي.
په اورګاډي کې د منګور سفر

د عکس سرچینه، DIKANSH PARMAR
دکانش پرمار له بيبيسي سره خپله دا مشاهده هم شریکه کړه چې کوبرا ماران څنګه او ولې د اورګاډو تمځيو یا سټېشنونو ته ورځي.
دی وايي چې د هند له کرناټکا ګوا ته اورګاډی له 'کاسل راک' سیمې تېرېږي چې هلته ګڼ ځنګلونه دي او کېنګ کوبرا ماران هم پکې ډېر دي.
د ښاغلي پرمار په وینا، په تحقیق کې ورته معلومه شوه چې کوبرا د موږکانو او نورو خوړو په لټه ځنګلونو ته څېرمه ولاړو بار وړونکو ګاډو او یا مسافر وړونکو اورګاډو ته ننوځي. خو خبر نه وي چې دا اورګاډی داسې ځای ته روان دی چې دوی له خپل قدرتي استوګنځي میلیونونه کیلومتره لرې وړي او ښايي داسې سیمه کې ترې ښکته شي چې د مارانو د ژوند لپاره هېڅ مناسب ځای نه وي.
دا څېړونکی وايي چې پر خواله رسنیو خپرېدونکو هغو ویډيوګانو او رپوټونو یې هم د څېړنې په غني کولو کې مرسته ورسره کړې چې د پاچا کوبرا تر څنګ به ځينې نور ماران هم د اورګاډو تمځيو ته نږدې او یا په اورګاډو کې دننه لیدل شوي وو.
دی زیاتوي، "دا ماران په داسې سیمو کې خلکو لیدلي وو چې زموږ د څېړنې له مخې، په هغو سیمو کې پخوا کله هم نه وو. نو دې موږ باوري کړو چې ښايي دا به په اورګاډو کې راغلي وي."
د څېړونکو دا ډله بلاخره دې پایلې ته ورسېده چې دغو مارانو د دې لپاره د اورګاډو تمځيو ته مخه کړې چې هلته په خوسا شوو خوړو او مېوو پسې موږکان ورځي. موږکان همداسې ځایونو ته نږدې خپلې سوړې جوړوي او ژوند پکې کوي او ماران بیا په دوی پسې د اورګاډو تمځيو ته ورځي.
کله چې باران ډېر وي او یا سېلابونه وي نو ماران د پټلیو یا ځمکې پر ځای په اورګاډو کې ځان ته ځای کوي.
د انسانانو ژوند ته ګواښ

د عکس سرچینه، DIKANSH PARMAR
له دکانش پرمار سره په دې څېړنډله کې د امریکا د کلیفورنیا ایالت په (وېکټور ویلي) پوهنتون کې د بیولوژي استاد ډاکټر هېنرېچ کایسر او په جرمني کې د حیاتي تنوع برخې کارپوه او استاد ډاکټر ډېنس روډر هم شامل وو.
ډاکټر هېنرېچ بيبيسي ته وویل، "موږ معمولاً سړکونه او اورګاډي د مارانو او نورو وحشي ژوو لپاره خنډونه او د هغوی د مرګ لامل بولو. خو په دې څېړنه کې معلومه شوه چې دا اوس په زیاتېدونکي ډول له یوه ځای بل ته د هغوی د تګ راتګ وسیلې ګرځېدلې دي."
ډاکټر روډر بیا وايي چې، "د کېنګ کوبرا د ژوند خوندیتوب ډېر اړین دی. که هغه په بار وړونکو او یا مسافر وړونکو اورګاډو کې له یوه ځایه بل ته سفر کوي نو دا هم د انسانانو او هم په خپله د مارانو ژوند ته خطر پېښوي."
دکانش پرمار وايي، "پاچا کوبرا یو ډېر زهرجن مار دی او چې خلک یې څنګه وویني نو دستي یې وژني. که د انسانو د اوسېدو ځای ته نږدې ماران ځان ته ځای جوړ کړي نو د انسانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. نو د همدې لپاره په کار ده چې د هغوی ژوند په ځنګل کې خوندي و اوسي ځکه چې له دې سره به د ځنګل او د ژوو په تنوع کې توازن ساتل شوی وي."
دغو څېړونکو ټينګار او سپارښتنه کړې چې اورګاډي دې په ځنګلي سیمو کې له اړتیا پرته نه درېږي، د خوړو پاتې شوني دې څوک د رېل ګاډو تمځيو ته څېرمه نه غورځوي ځکه چې موږکان پسې ورځي او په موږکانو پسې ښايي ماران ورشي.
دوی همداراز ویلي چې د ځنګلونو وهل دې ودرول شي چې ماران د ریل پټلیو او یا د اورګاډو تمځیو ته ورتګ ته اړ نه شي او انسانانو ته خطر پېښ نه کړي.





















