هغه "معجزه" یو کلن ماشوم چې کوبرا مار یې وچیچه او مار مړ شو

ماشوم

د عکس سرچینه، Aloka Kumar

د عکس تشریح، پۍ رودونکی ماشوم ګوویند کومار په ښه روغتیايي حالت کې دی.
    • Author, سيتو تيواري
    • دنده, بي بي سي، هند، بیهار

یو کلن هندی ماشوم، وروسته له هغه د سیمې د خلکو د بحث موضوع ګرځېدلی، چې خبر خپور شو ده پر یوه زهرجن کوبرا مار خوله لګولې او مار د جولای پر ۱۴مه مړ شوی دی.

کوچنی ماشوم ګوویند کومار د هند بیهار ایالت ختیځ کې د نیپال پولې ته څېرمه په موهتشي پانګټوا کلي کې د خپلې کورنۍ د کور په انګړ کې په لوبو بوخت و چې مار یې ولید.

د ماشوم انا ماتیساري دیوي وایي: "د هغه مور د کور شاته باغ کې بوخته وه. ماشوم مار ونیو او په غاښونو یې وچیچه. بیا موږ پوه شوو چې دا یو کوبرا مار و. ژر بې‌هوښه شو، نو سمدلاسه مو یوه ځایي روغتون ته یووړ."

ډاکټر کومار سورابه، چې ماشوم یې د بیهار د پلازمېنې، بیتیا، په دولتي طبي کالج کې درمللاوه، وایي: "کله چې ماشوم روغتون ته راوړل شو، د هغه مخ پړسېدلی و، په ځانګړي ډول خوله او د خولې شاوخوا برخې یې اماس کړی و."

ډاکټر زیاتوي په هماغه ورځ یې د یوه بل ماشوم درملنه هم کوله، چې د ګوویند برعکس کوبرا مار چیچلی و. دواړه ماشومان اوس روغ رمټ دي.

سورابه د دواړو پېښو ترمنځ توپیر داسې تشریحوي او بي بي سي ته یې ویلي: "کله چې کوبرا مار انسان وچیچي، زهر یې د وینې جریان ته داخلیږي او عصبي زهرجنېدل رامنځته کوي چې پر عصبي سیستم اغېز کوي او دا حالت ممکن د مرګ لامل شي."

هغه زیاتوي: "خو کله چې انسان کوبرا مار وچیچي، زهر د هاضمې سیستم ته داخلیږي، چېرته چې بدن بې‌اغېزې کوي. البته که په هاضمې سیستم کې داسې ټپونه پیدا شي چې خونریزي ولري لکه د معدې زخم چې موجود وي، نو حالت خورا خطرناک کېدای شي."

د مار د چیچلو او د مار له‌خوا د چیچلو ترمنځ د زهرو د اغېز په طریقه کې توپیر شته.

د عکس سرچینه، Aloka Kumar

د عکس تشریح، د مار د چیچلو او د مار له‌خوا د چیچلو ترمنځ د زهرو د اغېز په طریقه کې توپیر شته.

په هند کې شاوخوا ۳۰۰ ډوله ماران شته، چې له دې ډلې له ۶۰ ډېر یې زهري دي او کوبرا مار د هغو له جملې یو له تر ټولو خطرناکو ګڼل کېږي.

هند ته "د مارانو د چیچلو پلازمېنه" لقب ورکړل شوی او د روانو مانسوني یا موسمي بارانونو په موسم کې د مارانو د چیچلو له امله د مړینو شمېر هم لوړ شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې هر کال په ټوله نړۍ کې له ۸۱ زرو تر ۱۳۸ زرو پورې کسان د مارانو د چیچلو له امله مري.

د دغه سازمان په وینا، په هند کې، د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۵۸ زره کسان د مارانو د چیچلو له امله مړه شوي.

خو د هند د روغتیا او کورنۍ پالنې وزارت وایي، دا شمېرې لا هم دقیقې نه دي ثبت شوې، ځکه چې د هغو سیمو اوسېدونکي چې دا پېښې پکې کېږي، روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسی لري.