هغه ښځه چې باز پرې له هوا مار راغورځولی

د عکس سرچینه، CBS/PEGGY JONES
د امریکا د ټکزاس یوه اوسېدونکې تر هغې وروسته هممهاله د باز او مار تر برید لاندې راغلې، چې دغه مار خور مرغه پرې له پاسه په تصادفي ډول مار راغورځولی دی.
پګي جونز ۶۴ کلنه ده.
هغې تېره میاشت د ټکزاس په سیلسبي ښار کې خپل چمن رېبه چې پورته پر سر یې هوا کې تېرېدونکي باز پرې لومړی مار راوغورځاوه او بیا پخپله هم پسې د دې لپاره راغوټه شو چې خپل خواړه بېرته ترلاسه کړي.
دا وايي، مار یې ځان له مټه تاو کړی پر مخ یې ورحملې کولې، چې په دې منځ کې باز هم خپلې تېرې پنجې د دې په مړوند ورښخې کړې.
د هغې پر لاس او مخ د دې وېروونکې تجربې نښې او ټپونه لا پاتې دي.
دا وايي د جولای په ۲۵مه په خپل چمن کې بوخته وه چې ناڅاپه له اسمانه پرې مار راپرېوت.
هغې له ځانه د مار د غورځولو لټه کوله، چې باز هم پرې چپاو راوړ.
اغلې جونز د بيبيسي امریکایي شریک سيبياېس نیوز ته ویلي، "هڅه مې کوله چې خپل لاس وڅنډم او مار ترې وغورځوم – مار مې له مټه تاو شو."
نوموړې زیاته کړې "مار مې پر مخ حملې وهلې – څو ځله یې زما عینکې ووهلې... ما تیندکې وهلې، او هغه هم حملې کولې. کلک راپورې نښتی و."
هغه له پیله پوهېدلې وه چې مار به پرې خامخا کوم مرغه راغورځولی وي، ځکه دا پرانیستې فضا کې ولاړه او پر سر یې ونه هم نه وه.
دا فکر سم و ځکه ناڅاپه د باز حمله هم شروع شوه.

د عکس سرچینه، CBS/ PEGGY JONES
اغلې جونز ویلي "باز هم د مار په شان ناڅاپه راپیدا شو. باز مار ونیو او داسې ښکارېدل چې ګوندې غواړي پورته یې کړي، خو مار ځان زما له مړونده تاو کړی و."
هغه وايي"بیا باز مار او زما مړوند دواړه پنجه کې ونیول او پورته یې ځان سره راکښل."
په دې هله ګوله کې بالاخره مار د هغې له مټه جلا او مېړه یې اړ شو چې روغتون ته یې ورسوي.
دې پېښې اغلې جونز ډېره وېرولې او وايي اوس هم سم خوب نشي کولی. د هغې په وینا فکر یې کاوه چې ښايي ژوندې پاتې نه شي.
هغې سيبياېس ته ویلي، دا چې د ټکزاس په یوه کلیواله سیمه کې اوسي نو د ژویو نړۍ له دا ډول پېښو سره بیخي نابلده هم نه ده.
نوموړې وايي "دا مې ډېر کتلي چې یو باز دې مار پورته کړي. دوی همداسې کوي او خپل ښکار په همدې ډول وژني."
خو زیاتوي چې تر دې وروسته به یې داسې پېښو ته پام ډېر وي.











