پنځه کلن ماشوم د درې متره اوږده مار له چیچلو وروسته ژوندی پاتې شوی

Ben Blake holding a python

د عکس سرچینه، 3AW/Ben Blake

د عکس تشریح، بین بلاک هغه مار په لاس کې نیولی چې پر ماشوم یې حمله کړې وه.

یوې درې متره اوږدې اژدها پنځه کلن اسټرالیایی ماشوم چیچلی، ترې تاو شوی او له ځان سره یې د اوبو ډنډ ته لېږدولی، خو ماشوم ژوندی پاتې شوی.

د بیایو بلاک نومي ماشوم پلار یوې ځايي راډیو ته ویلي، ماشوم په خپل کور کې و چې مار ورغلی او حمله یې پرې کړې. وروسته د ماشوم نیکه په داسې حال کې ماشوم د لامبو له ډنډه ایستلی چې اژدها یې لا هم په بدن پورې نښتی و او د ماشوم پلار ترې بیل کړی.

د ماشوم پلار وايي، دی یوازې برسېرن ټپي شوی دی. د بیایو پلار بین ملبورن راډیو ۳ اې ډبلیو ته په دې هکله وویل: ''کله چې مو وینې ترې پاکې کړې او ورته مو وویل چې دی به نه مړ کېږي، ځکه مار زهرجن نه و، دی خورا ښه دی. ''

نوموړي زیاته کړه د ماشوم ټپونو څارنه به کوي، چې پاړسوب و نه کړي. هغه وویل: ''ګومان کوم بیایو د ډنډ پر غاړه ګرځېد، اژدها همالته چېرې پټ او د ښکار لټون یې کاوه، چې د بیایو په بڼه یې موندلی او برید یې پرې کړې. ''

نوموړی وايي، د بیایو ۷۶ کلن سملاسي ډنډ ته ټوپ کړي، مار او ماشوم یې دواړه راایستلي، چې تر دې مهال د ماشوم پلار هم هلته رسېدلی او ماشوم یې د مار له محاصرې خلاص کړی. بین وايي، لږ ځنډ ته له ماشوم سره بوخت شو او بیا یې مار بېرته خوشی کړ: ''او دا شریر شی بېرته هماغه د جرم ځای ته ستون شو. ''

بین له راډیو اسټېشن سره خبرو کې وویل، د اسټرالیا په دې سیمه کې چې له سډني ښاره د اتو ساعتونو په واټن کې موقعیت لري، دغه ډول ستر ماران یو واقعیت دی. دی وايي: ''ګورئ! دا نو اسټرالیا ده. ''