په مار میَن مار وچیچه

د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوه سړي چې غوښتل یې مار مچو کړي، مار چیچلی او اوس روغتون کې بستري دی.
کیسه داسې ده چې د فلوریډا په "پاټنام کانټي" سیمه کې د "ران رینالډ" ګاونډي "چارلز ګاف" د دوشنبې په ورځ یو مار ګیر کړ.
په سبا چې ښاغلي رینالډ مار ور سره ولید، خوښ یې شو او لوبې یې ور سره پیل کړې. غوښتل یې مار ښکل کړي، خو مار پرې وار ړومبی کړ او رینالډ یې پر مخ وچیچه.
رینالډ د مار له چیچلو سره سم په څرخکه کې روغتون یووړل شو او اوس یې روغتیايي وضعیت د ډاډ دی.
ښاغلي ګاف ځايي رسنیو ته ویلي، دې ښاغلي ویل چې د مار خوله ښکلوم، نو ځکه مار پر مخ وچیچه: "رینالډ فکر کاوه کوای یې شي، خو معلومه ده چې ویې نه شول کړای. "
ویل کېږي مار د "ران رینالډ" تر چیچلو وروسته تښتېدلی دی.








