یوې ښځې ۷۵۸ میلیونه ډالر وګټل

د عکس سرچینه، .
د امریکا یوې مېرمنې د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو لویه پچه یا لاټري وګټله، چې ۷۵ کروړه او ۸۰ لکه(۷۵۸) میلیون ډالر کېږي.
نوموړې د دې پیسو په ترلاسه کولو سره اول کار دا وکړ چې دنده یې پرېښوده.
میوس ونسزیک ۵۳ کلنه او د دوو بچیانو مور ده.
مېرمن ونسزیک وایي، د میسا چوسټس ایالت د چیکوپي ښار په یوه تېل پمپ کې یې د لاټرۍ ټیکټ اخیستی و.
د میسا چوسټس ایالت د پچې یا لاټرۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پچه د چهارشنبې په ورځ اعلان شوې او پیسې یې ګټونکې ته رسولې دي.
د لاټرۍ یوه چارواکي دا مېرمن "د میساچوسټس لومړنۍ بېلګه اوسېدونکې" وبلله.
تر ټولو لویه لاټري

د عکس سرچینه، Getty Images
مېرمن ونسزیک خبریالانو ته دا هم وویل چې د خپلې بچې شمېرې یې د خپلوانو د مختلفو زوکړو د نېټو له مخې اخیستې وې.
د دې د لاترۍ ټیکټ ۶، ۷، ۲۳، ۲۶، او ۴ و.
میوس ته د دې شتمنۍ د مالیې او نور لګښت وروسته ټولې ۴۴ کروړه او ۳۳ لکه(۴۴۳ میلیونه او ۳ لکه) ډالر پاتې شول.
د امریکا تاریخ کې یو کس ته په لاټرۍ کې دا وتلې پیسې تر ټولو ډېرې دي.
له دې مخکې او د تېر کال جنورۍ کې تر ټولو لویه پچه یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالره وه، خو هغه پیسې دریو کسانو ته په ګډه وتلې وې.

د عکس سرچینه، WBZ-TV)
نوموړې په یو طبي مرکز کې له ۳۲ کلونو راهیسې کار کاوه او وايي.
خو له رسنیو سره خبرو کې یې وویل، د دې پچې له ګټلو سملاسي وروسته یې خپله دنده پرېښودله.
"ما دوی ته زنګ وواهه او ورته ومې ویل بیا کار ته نه راځم".
د یوې پوښتنې په ځواب کې میوس وانسزیک ویلي، لومړنی کار یې دا دی چې کراره کېني او ارام وکړي:
"غواړم په بستره کې کرار واړوم".
هغې زیاته کړه: "زما لوی خیال و او خوب و چې ریښتیا شو".
د موټر پور ور کول

د عکس سرچینه، EPA
خبریالانو وپوښتله چې د دې دومره ډېرو پیسو په لرلو سره به اوس کوم کار کوي، کوم ګرانبیه موټر خو به نه اخلي؟
هغې په ځواب کې وویل، چې له کال کم وخت کېږي چې یو نوی ګاډی یې پېرلی او اوس به یې اول کار دا وي چې ټول پور یې په یو وار ور کړي.
له دې لاټرۍ ۵۰ زره ډالر د ټیکټونو پلورونکي ته ور کړل شوي او د تېل پمپ څېښتن باب بالبک وايي، چې دا پیسې خیراتي ادارې ته ور کوي.








