بیل ګېټس ښايي د نړۍ لومړنی تریلیونر شي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بیل ګېټس دا مهال د خیر ښېګڼې په چارو بوخت دی.

بیل گېټس ښايي د نړۍ د لومړني تریلیونر کېدلو لپاره ۹۱۵،۶ میلیارده ډالر ونه لري، خو ځینې پلټنې ښيي چې نوموړی تریلیونر کېدلو ته له هغه نږدې دی، چې نور یې په اړه فکر کوي.

اکسفام موسسه د شتمنۍ او ناانډولۍ په نوي رپوټ کې د بیل ګېټس په څېر د لویو شتمنو د شتمني ټولیزه وده موندلې ده، چې تېره لسیزه کې ډېره زیاته شوې ده

(د ۹۹٪ لپاره یو اقتصاد) په نوم رپوټ کې ویل شوي، چې د ګېټس شتمني ممکن دومره ډېره شي چې پخوا هیڅکله چا نه درلوده.

د اکسفام د رپوټ له مخې، پر ۲۰۰۹ کال په نړۍ کې ۷۹۳ میلیاردران وو، د دوی شتمني ۲،۴ تریلونه ډالره وه، خو پر ۲۰۱۶ کال د دغو شتمنو نګه یا خالصه شتمني ۵ تریلیونه شوې، چې کلنۍ وده یې ۱۱ سلنه ده.

په رپوټ کې زیاته شوې، "که دا حال روان وي، دا ډېره اسانه ده چې په ۲۵ کلونو کې به د نړۍ لومړنی تریلیونر ووینو".

اکسفام وایي، بیل ګېټس د ۸۴،۴ میلیارد ډالره شتمني په لرلو سره د نورو لویو شتمنو سرلاری دی، نو ممکن د "نړۍ تر ټولو لومړنی تریلیونر" شي.

د بیل ګېتس د خیر ښېګڼې چارې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خوا بیل ګېټس او د هغه مېرمنې ته د ولسمشرۍ مډال د ور کولو مراسم.

د امریکا وګړي بیل ګېټس پر ۲۰۰۶ کال د مایکروسافت کمپنۍ له پرېښودلو راهیسې د بېل او ملینډا ګېټس بنسټ له لارې خپل وخت او سرچینې د ساري ناروغیو د له منځه وړلو او په نړۍ کې د زدکړو د پرمختګ لپاره ځانګړې کړې دي.

له وارن بافت سره په شراکت، ښاغلي ګېټس او د هغه مېرمن نورو میلیاردرانو ته هم د خیر رسولو په نوم دا چانس برابر کړی چې د عامه خیر ښېګڼې په برخه کې له خپلې شتمنۍ بسپنه ور کړي.

ده او مېرمن یې دا هم ویلي، چې خپلو بچیانو ته به ملیاردونه ډالر ور نه کړي، بلکې ممکن میلیونونه ډالر ور کړي، خو هغه به هم دومره نه وي، چې دوی کار ونه کړي او تیارو ته کېني.

پر ۲۰۱۳ کال ګېټس د خپل خیر ښېګڼې بنسټ (ګېټس) ته ۲۸ میلیارد ډالر ور کړل، معلومه نه ده چې دا ۶۱ کلن میلیاردر به په راتلونکو کلونو کې ګېټس بنسټ ته څومره بسپنه ور کوي، خو ممکن هغه د ۸۶ کلنۍ په عمر داسې شتمن شي چې ټریلیونر به یادېږي او په نړۍ کې به چا تراوسه بل داسې کس لیدلی نه وي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بیل ګېټس او ملینډا ګېټس وايي، خپلو بچیانو ته میلیاردونه ډالر نه ور کوي، بلکې میلیونونه ډالر ور کوي، هغه به هم دومره ډېر نه وي چې کار ونه کړي او په تیاره یې وخوري.