برتانیا کې د نړۍ ۱۰۴ میلیاردران اوسېږي

د عکس سرچینه، AP
د برتانیا "سنډې ټایمز" ورځپاڼې د ۲۰۱۴ کال په راپور کې ویل شوي، چې برتانیا کې تر ۱۰۰ ډېر میلیاردران اوسېږي، چې یو په کې د سعودي عربستان دی.
"سنډې ټایمز ورځپاڼه وايي، د دغو ۱۰۴ میلیاردرو شتمني تر ۳۰۱ میلیارد پاونډو څخه اوړي.
یوازې په لندن ښار کې ۷۲ میلیاردر دي، چې د نړۍ په بل هېڅ ښار کې دومره ډېر شتمن نه شته.
مسکو په دویم کتار کې راځي، او هلته ۴۸ میلیاردر اوسېږي.
دوه هندي وروڼه (سري او ګوبي هندوجا)، چې د "هیندوجا" یو لوی شرکت مشري هم کوي، د ۱۱.۹ میلیارد پاوڼدو په لرلو سره د ګردو میلیاردو ډېر شتمن کسان بلل شوي.
بیا، روسی سوداګر الیشر عثمانوف دی، چې شتمني یې ۱۰.۶۵ میلیارد پاونډو ته رسېږي.
د چیلسي فوټبال کلپ مشر روان ابراموویچ هم د ۸.۵۲ میلیارد پاونډو په لرلو د میلیاردرو په کتار کې راغلی، ورپسې د سعودي وسداګر محمد بن عیسی الجابر او د هغه کورنۍ ده، چې ۶.۱۶ میلیارد پاوڼده لري.
"سنډې ټایمز" وايي، په ۲۰۱۳ کال په برتانیا کې د مېشتو میلیاردو شمېر ۸۸ ته رسېدلی و، چې ټول ټال شمتني یې ۲۴۵ میلیارد پاونډو ته رسېده.








