تراوسه د نړۍ تر ټولو شتمن سړی څوک دی؟

جیکب فگر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جیکب فگر جرمنی کے بینکر اور تاجر تھے

جیکب فېګر که ژوندی وی، د نړۍ له تر ټولو څلورو شتمنو بېل ګېټس، مارک زکربرګ، وارن بفیټ او کارلوس سلېم به ډېر بډای و.

د جېکب سوانح کښونکی او د وال سټریټ جنرل پخوانی مدیر ګریګ سټاینمیټز وايي، دغه جرمن بانکوال او سوداګر تر ټولو شتمن( دي رېچ ون) بلل کېده.

دا د ۱۴۵۹ او ۱۵۲۵ کلونو ترمنځ زمانه وه. جیکب هغه مهال ۴۰۰ میلیارد ډالر درلودل.

ګریګ پر ۲۰۱۵ کال په خپل کتاب( هغه تر ټولو شتمن چې تل به ژوندی وي یا دي ریچېسټ مېن هو اېور لېوډ) کې دا سړی د نړۍ تر ټول بډای کس بللی دی.

خو دغه دعوه له پوښتنې سره مخ ده.

مګر ګریګ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "جېکب به له شک پرته تراوسه د نړۍ تر ټولو ځواکمن بانکوال و".

ولې تر ټولو شتمن ؟

جیکب فگر

د عکس سرچینه، SIMON & SCHUSTER IMAGE

د عکس تشریح، وال سٹریٹ جرنل کے سابق مدیر گریگ نے جیکب فگر پر کتاب لکھی ہے

ګرېګ وايي، جیکب په رنسانس پړاو کې ژوند کاوه، هغه مهال د نړۍ دوه زبرځواکونه د روم او پاپ واکمنۍ یې چلولې، ځکه جیکب دغو دواړو ته پیسې برابرولې.

تاریخ کې بل داسې څوک نشته چې له چا سره دا ډول سیاسي ځواک وي.

فېګر دا ثابته کړه چې د اسپانیا پاچا چارلس اول د روم پاچا شي او د چارلس پنځم په ډول کامیاب شي.

چارلس پنځم نوې نړۍ خپله ښکېلاک مېنه کړه، که هغه نه واکمنېدلی، نړۍ به داسې نه وه، لکه اوس چې ده.

له دومره شتمنۍ سره ولې نومورکی ؟

جیکب کے آثا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، آگسبرگ میں آج بھی جیکب کے آثار ملتے ہیں

خلک د هغه وخت د شتمنو لکه میډیکي، سیزر او له لسریزیا بورګیا وروڼو ډېر خبر و، ځکه دا پوښتنه کېږي چې ولې د فېګر په هکله خلک نه پوهېدل.

ګرېک وايي: "دا ځکه چې فېګر جرمن و او په انګرېزي غږېدونکې نړۍ کې نه پېژندل کېده".

"زه برلېن کې د وال سټریټ جنرل سرلیکوال و، ما څو ځلې د فېګر نوم اورېدلی و، خو په انګرېزي کې مې د هغه په هکله هیڅ ونه موندل".

ساده شتمن

نړۍ ښايي له فېګر ځکه هم ډېره خبره نه وي، چې ساده سړی و، هغه مهال نور شتمنو ته هم ساده توب دودیزه خبره وه.

فېګر کله هم د سیاسي دفتر جوړولو یا پاپ جوړېدلو هڅه ونه کړه، نه یې د ودانیو جوړولو شوق و او نه یې د رنسانس پړاو د کوم هنرمن د مالي ملاتړ کار ته اوږه ور کړه.

د فېګر تر ټولو ډېر مشهور کار(فېګرايي) ده، مطلب د یوه ټولنیز استوګنځي پروژه، چې د سوېلي جرمني په اګزبرګ کې یې جوړه کې ده.

یو کال یو ډالر کرایه

آگسبرگ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جیکب نے ایک ہاؤسنگ سوسائٹی قائم کی تھی جس میں مکان کا سالانہ کرایہ آج بھی ایک ڈالر ہے

د فېګر دا کار اوس هم جرمني کې مشهور دی، ځکه دلته اوسېدونکي خلک اوس هم په کال کې نږدې یو امریکايي ډالر کرایه ور کوي.

ګرېګ وايي: "بانکوالو هغه مهال پټ کار کول خوښول".

خو د دې مطلب دا نه دی چې جیکب فېګر خپلې نښې نه دي پرېښودلې.

د هغه نښې اوس هم شته، خو له دې حقیقت هم سترګې نشي پټېدلی چې کم خلک یې پېژني.

۱- د بازار اجاره کول

جیکب فگر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جیکب فگر نے اپنے زمانے میں بازار پر تقریبا اجارہ داری حاصل کر لی تھی

د فېګر پر مهال اقتصادي هڅې ډېرې کمې وې، شتمن یواځې پر ځمکه او کرونګرۍ چارو پورې بوخت و، کرونګرو ته د کار بدل کې خپل خوندیتوب برابرېده.

فېګر د پور ور کولو بدل کې د کان اېستلو حق ترلاسه کړ او د مسو او سپینو زرو کاروبار یې اجاره کړ.

د مصالحې( خوړو کې کارېدونکي مواد) کار یې کاوه، ځکه فېګر د پانګوالۍ یا کاپیټلېزم یو بنسټګر بلل کېږي.

۲ - لومړنی خبري سروېس پیلول

فېګر په دې هم پوهېده چې رسنۍ څومره مهمې دي.

هغه له نورو مخکې د خبروونو ترلاسه کول غوښتل.

د دې لپاره یې د نورو ښارونو له کاروبار او سیاست د خبرونو ترلاسه کولو لپاره ځانګړو کسانو ته پیسې ور کول پیل کړل.

له فېګر وروسته خلکو دا دود روان وساته او د فېګر خبري لیکونو پیلېدل، د هغه وخت لومړنۍ ورځپاڼې بلل کېږې.

۳ - بانکي حساب پیلول

باتھ روم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، آگسبرگ میں جیکب کے باتھ روم کی تصویر ان کی دولت کو بیان کرتی ہے

میډیکي بېنک درلود، خو کاتولیک کلیسا د سود اجازه نه ور کوله، ځکه دوی سود ناروا باله.

فېګر له پاپ لیو پنځم سره اړیکه ونیوله او د دې بندیز لرې کولو غوښتنه یې وکړه.

فېګر دا وړاندیز وکړ چې کوم خلک په اګزبرګ بانک کې پیسې ږدي، د کال به پنځه سلنه سود ور کوي.

۴ - د سیلانیانو مرسته

فېګر هغه مهال ۳۳ کلن و چې کولمبس امریکا لویه وچه وموندله.

فېګر په هغو څو مالي ملاتړو کې یو و، چې د نړۍ په سفر وتلي فرډینینډ میګلن لګښت یې ور کاوه.