د اندونیزیا ۹۴ کلن کیله پلوری څنګه غلو مشهور او شتمن کړ

د عکس سرچینه، Facebook: TommyReza Chokolatoz
د اندونیزیا له هغه بوډا سره خلکو له هغه وروسته خواخوږي پیل کړه او مشهور شو چې غلو ولوټه.
۹۴ کلن سورتمین وايي، نامعلومو کسانو ترې له لس لکه اندونیزیایي روپیو ( ۸۰ ډالر، ۶۲ پونډ) ډېرې پیسې ولوټلې او وتښتېدل.
دی وايي، دا پیسې یې دې ته ټولې کړې وې چې کوچني اختر کې پرې کور ته نوي وسایل واخلي.
هغه وايي، یوه موټروان په موټر کې د کیلو پلورلو په پلمه کېناوه:
"موټر کې دوه نور سړي هم وو، هغوی په زور جیبونه رانه ولوټل، بیا یې له موټر وغورځولم او وتښتېدل".
د اندونیزیا یو بل وګړي ټومي رضا د خپه سورتمین ویډیو پرلیکه کړه، خلکو ورسره خواخوږي او مالي مرسته وکړه.
دا پېښه د سوماترا ټاپو په جامبي ولایت کې شوې ده.
له نورې نړۍ مرسته
ټومي رضا بي بي سي نیوز ته ویلي، چې سورتمین یې په ژړا ولید:
"زه هلته په سیمه کې وم ې یو شخص مې د مرستې غوښتلو لپاره په ژړا ولید".
ټومي رضا له سورتمین سره له خبرو وروسته د هغه پېښه فیسبوک کې شریکه کړه، چې ور سره فیسبوکي ملګرو له سورتمین سره د مرستې لپاره اړیکه ونیوله.
ټومي رضا وایي، دا داسې شیبې وې چې غوښتل یې سورتمین ته د لوټ شوو پیسو د ور کولو لپاره بسپنه (چنده) ټوله کړي.
"پر جامبي او اندونیزیا سربېره، له نورو هېوادونو لکه هانکانګ او مالیزیا هم خلکو زما سره اړیکه ونیوله او ویې پوښتلم چې کوم ځای ته پیسې ور لېږلی شي".

د عکس سرچینه، Facebook: Tommy Reza Chokolatoz
سورتمین ته ۳۷ میلیونه روپۍ بسپنه
د سورتمین د ویډیو له خپرېدلو وروسته نوموړي ته تراوسه ۳۷ میلیونه انډونیزیايي روپۍ ټولې شوې دي.
ښاغلي رضا خپل هغه انځورونه خپاره کړي چې دی پکې د سورتمین کورنۍ ته د پیسو وړلو پر مهال ښيي.
نوموړی وایي، سورتمین ترې ډېر خوشال و او دوعا یې ورته کولې.
"ما ورته وویل، چې یوازې مې پیغام خپور کړی نوم مې هیڅ هم نه دي کړي. "

د عکس سرچینه، TommyReza Chokolatoz
اندونیزیایان عجیب خلک دي زه یې له یو بل سره خپلمنځي همدردي په خپلو سترګو ینم.
ځايي والي هم سورتمین سره پنځه لکه انډونیزیايي روپۍ مرسته مرسته کې او پاتې کیلې یې هم ترې پېرلې دي.

د عکس سرچینه، Facebook: TommyReza Chokolatoz
غوسه خلک
ډېر خلک دې پېښې غوسه کړي او خواله رسنیو کې یې خپلې تبصرې لیکلې دي.
سیلسټا پریمایا په فیسبوک کې لیکلي "دا له کرکې ډکه پېښه ده".
"دا پېښه تر ټولو مخکې ستاسو په هکله هم ډېر څه وایي، که ته له داسې بوډا پیسې پټې کړې چې د خپل وخت تېرولو لپاره خواري مزدوري کوي، او د هر هغه چا لپاره هم چې روژه کې دا ډول بد عمل ته زړه ښه کوي، ډېره د شرم خبره ده".
ایګني کورن وايي، کله یې چې دا ویډیو ولیدله، ویې ژړل: "ځکه دا له ټولو سره زیاتی دی. زه هیله من یم چې حکومت ژر تر ژره دا کسان ونیسي".










