اندونیزیا کې د کم عمرۍ ودونو خلاف د ښځینه دیني عالمانو فتوا

اندونیزیا

د عکس سرچینه، BBC INDONESIA

د عکس تشریح، که څه هم دغه فتوا قانوني بڼه نه لري خو ویل کېږي اغېز به ولري

په اندونيزیا کې ښځينه ديني عالمانو په کم عمرۍ کې د ودونو پر ضد فتوا ورکړې.

که څه هم دغه فتوا قانوني بڼه نه لري خو ویل کېږي اغېز به ولري. دا فتوا په انډونيزیا کې د ښځينه ديني عالمانو له درې ورځني کنفرانس وروسته ورکړل شوې.

دغو ښځينه عالمانو همدا راز له دولته غوښتي، چې په دغه هېواد کې د ښځو لپاره د واده قانوني عمر د ۱۶ کلنۍ پر ځای ۱۸ کلني وټاکي.

انډونيزیا له هغو هېوادونو یو دی چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي او په کم عمرۍ کې د ودونو کچه په کې خورا لوړه ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف وايي، د دغه هېواد له څلورو ښځو یوه له اتلس کلنۍ په کم عمرۍ کې واده شوې ده.

دغه غونډه، چې جاوا ټاپو کې شوې، لومړنۍ داسې غونډه بلل کېږي، چې ګډونوالې یې دیني عالمانې وې. اندونیزیا کې نژدې ټولې فتواوې د عالمانو شورا لخوا ورکول کېږي، چې ټول غړي یې نارینه دي.

دغه فتوا کې د کم عمرۍ واده ''زیانمنونکی '' بلل شوی دی او مخنیوي یې خورا اړین بلل شوی. د کنفرانس یوې تنظیمونکې نینیک رهایو رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

''ښځینه عالمانې پر موضوع خبرې دي او هغه خنډونه هم ورته معلومې دي، چې ښځې ورسره مخامخ دي، موږ خپله عملي ګامونه اخیستلای شو او د ښځو ژغورنې لپاره به د حکومت انتظار و نه کړو. ''

اندونیزیايي ښځینه دیني عالمانو د هغو شمېرو یادوونه کړې چې وايي، دغه هېواد کې ډېرې کم عمره نجونې له واده وروسته زده کړو ته نه پرېښوول کېږي او دغه راز له نیمايي ډېر ودونه په طلاق سره ختمیږي.

په غونډه کې د چاپیریال وراني او ښځو سره د زور زیاتي پر موضوعاتو هم خبرې شوې، خو مهمه موضوع یې د کم عمرۍ ودونه وو.