سعودي عربستان: د ښځو شورا په غونډه کې ښځې نه لیدل کېږي

سعودي عربستان

د عکس سرچینه، QASSIM GIRLS COUNCIL

د عکس تشریح، د ښځو شورا مشري د والي مېرمن عبیر بنت سلمان کوي، خو په خپاره شوي تصویر کې هغه خپله هم نه لیدل کېږي

د یوه داسې هېواد لپاره چې د ژوند ډېرو برخو کې د ښځو ونډه په کې خورا لږ تر سترګو کېږي، دا یو هیله مندونکی ګام بلل کېده.

خو کله چې د سعودي عربستان القسیم ولایت کې د ښځو لپاره د شورا پرانیستې مراسم پیل شول، له سره په کې ښځې نه لیدل کېدې.

د دغو مراسمو خپرو شویو تصویرونو کې پر دریځ ۱۳ نارینه لیدل کېږي، خو ښځې په کې نه لیدل کېږي.

ویل کېږي په ظاهره ښځې په یوه بله خونه کې وې او د ویډیويي لینک له لارې یې مراسمو کې ونډه درلوده.

ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د سقط جنین پر پالیسۍ لاسلیک کوي

دغه مراسم چې د شنبې پر ورځ ترسره شول، تصویرونه یې په رسنیو کې ډېر لاس په لاس شول.

دغه تصویر د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه تصویر سره پرتله کېږي، چې نوموړی د سقط جنین پر یوه پالیسۍ لاسلیک کوي، خو شاوخوا کې یې هېڅ یوه ښځه نه لیدل کېږي.

سعودي عربستان کې د القسیم والي شاهزاده فیصل بن مشال بن سعود دغه مراسم پرانیستل. نوموړي مراسمو ته وینا کې وویل:

''موږ په القسیم کې ښځې د نارینه وو خوېندې بولو او موږ غواړو دوی ته ډېر فرصتونه چمتو کړو، چې ورسره به ښځو ته د کاري فرصتونو لړ کې اسانتیاوې برابرې شي. ''

د ښځو شورا مشري د والي مېرمن عبیر بنت سلمان کوي، خو په خپاره شوي تصویر کې هغه خپله هم نه لیدل کېږي.