د نړۍ د مهمو مشرانو کلنۍ تنخا

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر د کال څلور لکه امریکايي ډالر تنخا لري، خو ټرمپ وايي، یواځې یو ډالر معاش اخلي.
    • Author, حميد شجاع
    • دنده, بي بي سي لندن

د جرمني په هامبورګ ښار کې د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو مشران په خپله کلنۍ سرمشریزه کې سره راغونډ شوي وو.

په دوی کې یو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ و، چې په اصل کې یو بډایه سوداګر دی.

روسی سیال یې ولادمیر پوتین هم د نړۍ په شتمنو کسانو کې شمېرل کېږي.

خو پوښتنه دا ده چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو له خپلو دولتونو څومره معاش اخلي؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جرمنۍ لومړۍ وزیره د کال دوه لکه اویا زره معاش لري.

میلیاردر ډونلډ ټرمپ د نړۍ یو تر ټولو شتمن ولسمشر دی.

د امریکا د قانون له مخې نوموړی هر کال څلور لکه امریکايي ډالر د دولت له بودیجې د معاش حق لري.

خو نوموړی ادعا کوي چې په کال کې به یوازې یو ډالر معاش اخلي.

د ولسمشر ټرمپ معاش د کاناډا د لومړي وزیر جسټن ټروډو نه بیا هم ډېر دی.

ټروډو د ډېرو لپاره یو ځوان، کاریزماتیک او خواخوږی مشر دی.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کاناډا لومړی وزیر له خپلې مېرمنې سره- نوموړی د کال دوه لکه او شپېته زره ډالر معاش لري.

د کاناډا د قانون له مخې د ده کلنی معاش دوه لکه او شپېته زره ډالره دی.

را به شو اروپا ته. د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل، چې د (جې -شل) هېوادونو د سرمشریزې کوربنه هم وه، په اروپا کې یوه تر ټولو ځواکمنه مشره بلل کېږي.

هېواد یې هم له اقتصادي پلوه پياوړی او پرمختللی دی.

نوموړې له دولت هر کال دوه لکه اویا زره ډالره معاش اخلي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فرانسې ولسمشر هم د کال دوه لکه ډالر تنخا لري.

اوس به د اروپا تر ټولو ځوان ولسمشر حال درته ووایو.

د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکغون په سیاست او بیا په واک کې لږ وخت تېر کړی.

که له یوې خوا یې تجربه کمه ده نو له بلې خوا یې د نورو اروپایي مشرانو پرتله معاش هم کم دی.

نوموړی هر کال له دولته شاوخوا دوه لکه ډالره معاش اخلي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برتانیا لومړۍ وزیره د کال څه کم دوه لکه ډالر معاش لري.

د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ په تېرو ټاکنو کې سخت ګزار وخوړ او په پارلمان کې یې ګوند څوکۍ راکمې شوې.

هېواد یې له اروپایي ټولنې سره په اقتصادي ناندریو کې راګېر دی.

په قانون کې د دې هېواد د مشر لپاره معاش هم، د نورې اروپا پرتله، کم دی. مېرمن مۍ هر کال له دولت څه کم دوه لکه ډالره معاش اخلي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې ولسمشر هم د کال تر یو نیم لک ډالرو تنخا لري.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د کال شاوخوا یو نیم لک ډالره معاش اخلي.

خو تر ټولو لوړ دولتي معاش بیا د سنګاپور لومړی وزیر دی، چې په کال کې ۲۲ ملیونه ډالره ورکول کېږي.