فلورېدا کې یو کس ۶۰۰ میلیونه ډالر په لاټرۍ کې ګټلي

د لاټرۍ ټکېټ د رانيولو لپاره د امريکا په ګوټ ګوټ کې خلکو د تېلو مرکزونو، دوکانونو او نورو پلورنځيو مخې ته چې ټکېټونه پلوري په لوى کتارونو کې ولاړ ول.
د عکس تشریح، د لاټرۍ ټکېټ د رانيولو لپاره د امريکا په ګوټ ګوټ کې خلکو د تېلو مرکزونو، دوکانونو او نورو پلورنځيو مخې ته چې ټکېټونه پلوري په لوى کتارونو کې ولاړ ول.

د شپږ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت یوه لاټړي په امریکا کې یوه کس وګټله.

په فلورېډا کې نن يو کس له خوبه راوېښېږي او د پرون په پرتله به ډېر شتمن وي.

دغه کس د لاټرۍ يو تکېټ په دونيم ډالره رانيولى خو نژدې د ٦ سوه ميليون ډالرو لويه جايزه ېې په نصيب شوې ده.

سملاسي لا مالومه نه ده چې د لاټرۍ دغه لويه جايزه چا ګټلې ده خو چارواکي وايي د لاټرۍ ټکېت د زپي هېلز ښار په يوه مغازه کې پلورل شوى دى.

د لاټرۍ ټکېټ د رانيولو لپاره د امريکا په ګوټ ګوټ کې خلکو د تېلو مرکزونو، دوکانونو او نورو پلورنځيو مخې ته چې ټکېټونه پلوري په لوى کتارونو کې ولاړ ول.

دوى هڅه کوله چې هغه شمېرې غوره کړي چې ګوندې دغه لويه جايزه وګټي.

په هر ۱۷۵ ميلیون خلکو کې يو کس د دې جايزې د ګټلو چانس لاره او دغه جايزه يوه کس ګتلې ده.

د امريکا په تاريخ کې د لاټرۍ تر ټولو لويه جايزه چې ۶۵۶ ميليون ډالره وه، پرو سږ کال څو کسانو په شريکه ګټلې وه.

په اسپانيا کې بيا د تېر دسمبر په مياشت کې د کرېسمس يا د عيسويانو د اختر دوديزه لاټرۍ لويه جايزه چې څه باندي ٩ سوه ميلیون ډالره وه څو سوه کسانو په ګډه ګټلې وه.

که تاسو هم په فلورېډا کې د لاټرۍ دغه ټکېت رانيولى دى او تر دې دمه مو شمېرې نه دې کتلي، سملاسي يې وګورئ، داسې نه وي چې جايزه تاسو ګټلې وي او په خبر نه ياست.