نظر: هند له ايوديا وروسته څه ډول پر مخ لاړ

د خپريدو وخت: 21:05 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

د ايوديا بابري جومات په ۱۹۹۲ کال کې د توندلاريو هندوانو له خوا ويجاړ شو.

بريتانوی ليکوال او تاريخ پوه پاټريک فرنچ وايي هندو توندلاران له هغو مرګونو ګډوډيو ۲۰ کاله وروسته چې د بابري جومات نړولو په پايله کې وشوې، په هند کې پر واګو منګولو ټينګولو کې پاتې راغلي دي.

کله چې ځوانو سړيو له زعفراني يا نارنجي رنګه بيرغونو سره په ۱۹۹۲ کال کې د ايوديا بابري جومات پر ماته شوې ګومبزه ودرېدل، او په ځانګړي ډول خوښ ښکارېدل، داسې برېښده چې د هند سياست بدلېدونکی و.

دا ستونزمنه نه وه داسې مخور روڼ اندي وموندل شي، چې باور يې کاوه ګواکې توندلاري هندوټوا (سياسي هندويزم) د راتلونکي استازيتوب کوي. په هند کې د هندوانو خورا لوی شمېر ښووله چې توندلاري اړخونه، که وغواړي، هېواد يو بل ډول جوړولی شي، له يو رنګارنګ او ګڼ ژبيز ټاټوبي سره په توپير چې د خپلواکۍ پر مهال يې انځورونه کېدی شوی.

"زه له خپل هېواد سره مينه لرم، او زه يې په شتمن او رنګارنګ ميراث وياړم" دا وطني ژمنه يا سندره ده، چې په ورځني ډول يې د ښوونځيو زده کوونکي لولي. خو په ايوډيا کې له پېښو څو مياشتې وروسته هندي تاريخپوه سارويپالي ګوپال (Sarvepalli Gopal) په يوه ليکنه کې وېره څرګنده کړې وه چې "سيکيولرزم به زندۍ کېږي او هند به د يوې فاشېسټې واکمنۍ پر لور درومي... د هغو بنسټيزو مفهومونو کلابندي لا نوره سخته شوې، چې ازاد هند يې پرې د خپل ځان جوړونې مبارزه کړې ده."

له بابري جومات نړونې يو کال وروسته، وېرې لاملونه لرل.

د دغه هېواد لروبر څو زره خلک چې ډېری يې مسلمانان وو، د ګډوډيو پېښو کې ووژل شول. په بومبای (چې اوس مومبای دی) يو لړ چاودنې وشوې چې پلان يې د جرمونو او ترهګرۍ دوبۍ مېشتې مافيا کړی و، او (په لرې پرته کراچۍ کې د هندوانو په ګډون) لږکي د ظلمونو او ځپنو په موخو بدل شول.

په ورو تتېدا

د ټرېنېډاډي بريتانوي ليکوال ويډياډر سورجپراساډ نايپال (Vidiadhar Surajprasad Naipaul) په باور د هغو خلکو تلوسه چې دغه جومات يې ونړاوه، يوه داسې نښه وه چې "هند په کې د خپلې اروا لاسته راوړلو زيار ايسته... د کلونو په تېرېدو به دې ته د يوې سترې شېبې په توګه کتل کېږي، او کېدی شي عمومي رخصتی شي." په حقيقت کې چې کلونه تېرېدل د هند ټاکنيز سياست جوهر له داسې يو ورانکاري عمل خپل تګلوری بدل کړ.

هغه وخت په ۱۹۹۲ کال دوه سياسي نبضونه داسې ښکارېدل چې مخ پر لوړه روان دي: يو هم د ټولنې محرومو پوړونو له لوري پر ځان ټينګار، او بل د رايو ورکوونکيو لپاره د ډله ييز لاريون په توګه د هندو هويت کارونه وه.

په داسې حال کې چې لومړي نبض ډيموکارټيک سياست پاڅوني کړ، او لا اوس هم په خوځښت کې دی، هندوټوا د يو مهم ټاکنيز ځواک په توګه ورو ورو تته او مړاوې شوې ده.

رايه ورکوونکي په زياتېدونکي ډول سياسي ګوندونو ته د خپلو ستونزو شوني حل او ځواب په توګه نه ګوري

د شور او زوږ داسې خلک به تل وي چې باور کوي ګنې هندوان بې غږه اکثريت دی چې له دننه د "سکيولر ډوله" اړخونو له لوري له ظلم سره مخامخ دي.

د هندو ملتپال (بهاراتيا جاناتا پارټي BJP) ګوند سياستوال لکه لال کرېشنا اډواني او نارېنډرا موډي چې له هندوټوا سره پياوړی تړاو لري، اوس خپل ډېر وخت پر دې تېروي چې د توندلارو په څېر ښکاره نه شي.

ښاغلي اډواني په داسې حال کې چې په ۲۰۰۵ کال کې يې له پاکستان نه ليدنه کوله، په وياړ سره د محمد علی جناح "د يو سکيولر دولت ځواکمن باور" ستاينه وکړه. په داسې حال کې چې ښاغلی موډي له ګوجراتي مسلمانو مشرانو سره د تماس مزيو ټينګولو زيار باسي، په يو داسې نظر سره چې له خپل نامه او شهرت نه ناوړه او زهرجن اړخونه لرې کړي. نن سبا په ګوجرات کې د ټولټال وګړيو په پرتله د مسلمانو پوليسو اڼدول له هر بل ولايته لوړ دی.

د رايو صندقونو کې هندوټوا په پرله پسې ډول ښې پايلې نه دي ترلاسه کړې.

د ۲۰۱۲ کال لومړيو کې د اوتار پراډېش (UP) اسمبلۍ ټاکنو کې د بي جي پي دا هلې ځلې چې د خپلې قضيې لپاره د ملاتړ غونډولو په موخه د اوما بهارتي وېشونکې څېره وکاروي، په ناورين واوښتې، او د دې پر ځای چې د راتلونکي يو ليد وړاندې کړي، دغه مېرمن داسې ښکارېده چې د يو بې اعتباره او ناريښتيني تېر استازيتوب يې کاوه.

بی جي پي ان په خپله د ايوډيا ټاکنيزه حوزه يا سيمه هم سيمه ييز سماجواډي ګوند ته وبايلله، او اوتار پراډېش ايالت لرو برو د ۲۰ رايه ورکوونکيو ترمنځ يوازې ۳ يې بي جي پي ته رايه ورکړه. په ايوډيا کې بريالی يو زده کوونکی مشر و، چې پاوان پانډي نومېده، ده خپل برياليتوب داسې څرګند کړ: "عادي سړی د معبد پر ناسم سياست باور نه لري. هر څوک پرمختګ او ښه حکومت کول غواړي."

د هند له درزونو ډکې ټاکنيزې نقشې حسابونه او شمېرې په دې معنا دي چې د ټولنيز پوړ، سيمه، ژبه، مسلک او استازيتوب په عادي ډول له دين مخکې وي.

له دولت تېرېدا

په ډېر مهم ډول هند له ۱۹۹۲ کال راهيسې ډېر شتمن شوی دی.

په زياتېدونکي ډول رايه ورکوونکي سياسي ګوندونو ته د خپلو ستونزو شوني حل او ځواب په توګه نه ګوري. چېرې چې امکان ولري، دوی به له دولت تېر شي او د بديل حلار غوره کړي. اقتصاد پوهان وايي افراد او کسان چې "په لوبه کې ونډه" ولري دوی به ډېر کم ګډوډۍ ته مخه کوي. د ټولنو د فشار او زور ځينو وختونو کې به ټولنيز تاوتريخوالی روان وي، خو اوس يې پېښېدا کمه شوې ده.

مسلمانان په پرله پسې ډول له توپيرونو او کم استازيتوب سره مخامخ دي

د هغو وېرو پر خلاف چې په ۱۹۹۲ کال کې څرګندېدې، د هند وګړي په دې اړه د تلوسې او لېوالتيا کمې نښې ښيي چې يا دې مذهبي دولت ولري او يا هم فاشېسټه واکمني.

په حيرانۍ سره د اسلام اثري او ودانيز تاريخ ته تر ټولو ستر ګواښ کېدی شي د هندو اکثريت هند کې نه، بلکې سعودي کې وموندل شي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې د مکې مکرمې او مدينې منورې د عثماني زمانې ځايونه نړول شوي دي.

د بابري جومات له نړونې ۲۰ کاله وروسته په هند کې د هندوانو او مسلمانانو اړيکي نه په مثبت او نه هم منفي لوري بدل شوې دي.

مسلمانان په پرله پسې ډول له توپيرونو او کم استازيتوب سره مخامخ دي، په تېره بيا د بانکوالۍ او مدني خدمتونو پوړونو په څېر په داسې مسلکونو کې چې نشتوالی يې په کې په دوديز ډول و.

خو عادي ټولنيز تړاوونه او د ټولنو ترمنځ يو پر بل اعتماد او تکيه، چې هند يې پر بنسټ جوړ شوی، لا تر اوسه خوندی دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>