
لومړی وزير منموهن سېنګ په تېرو څو مياشتو کې د فساد له يو لړ رسواييو وروسته تر فشار لاندې و
د هند لومړي وزير منموهنګ سېنګ خپله کابينه کې لوی بدلون راوستی، او يو شمېر ځوان وزيران يې ګومارلي دي.
۲۲ تنه نويو وزيرانو لوړه کړې، چې د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنو مخکې د کانګرې ګوند په مشرۍ حکومت کې د نوي ژوند پوکي هڅه بلل شوې ده.
خو په تېرو څو کلونو کې د هند حکومت د فساد پر سر رسواييو له امله ټکان خوړلی دی.
لومړي وزير منموهن سېنګ په تېرو څو مياشتو کې د فساد له يو لړ رسواييو وروسته تر فشار لاندې و.
د نويو وزيرانو ترمنځ يو شمېر ځوانان هم دي، چې د مهمو اقتصادي وزارتونو مشري به پر غاړه لري.
هند به اوس د بهرنيو چارو نوی وزير هم لري. دی سلمان خورشېد نومېږي، يو مسلمان سياستوال چې په د انګلستان اوکسفورډ پوهنتون کې يې زده کړه کړې، او د ۸۰ کلن اېس اېم کرېشنا پر ځای ټاکل شوی دی.
ښاغلي کرېښنا د جمعې پر ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه، او ويل يې غواړي د ځوانانو رامخکې کېدو ته لار هواروي.
خو د نويو وزيرانو نوملړ کې راهول ګاندي نه و، چې د اغېز څښتنې نهرو ګاندي کورنۍ نه دی، او ډېر کله د هند راتلونکی مشر بلل کېږي.
لومړي وزير وويل ښاغلی ګاندي د ده وړانديز ونه مانه چې له کابينې سره يو ځای شي، او ويل يې ګنې غواړي د کانګرېس ګوند پر ځواکمنولو خپل پام غونډ کړي.
اټکل دی چې دی د خپل ګوند دننه يوې مهمې څوکۍ لپاره ونومول شي.
د هند دغه لوی زوړ ګوند د راتلونکو څو مياشتو په اوږدو کې د يو لړ مهمو ايالتي ټاکنو لپاره تياری نيسي، چې ورپسې به په ۲۰۱۴ کال کې د هند فډرالي رايه ورکونه يا ټولټاکنې ترسره کېږي.
کانګرېس ګوند د تېرو ۶۵ کلونو نژدې ټول وخت د هند پر سياست يو واکمن ځواک پاتې شوی دی.












