BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
سعودي عربستان وايي، پر سعودي تېل لېږدونکې بېړۍ د ایران برید کې دوه فلیپیني سمندري کارکوونکي وژل شوي
سعودي عربستان وايي، پر سعودي تېل لېږدونکې بېړۍ د ایران برید کې دوه فلیپیني سمندري کارکوونکي وژل شوي
د طالبانو حکومت وايي، تېر کال یې سلګونه امنیتي عملیات کړي او نږدې ۲۲ زره هکتاره ځمکه له نشهيي بوټو پاکه شوې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په اوږدو کې یې په ټول افغانستان کې "۶۰۲ امنیتي او ځانګړي عملیات" ترسره کړي دي. د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د چهارشنبی په ورځ کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کی د کومې ځانګړې ډلې له نوم اخیستو پرته ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د "دښمن" پېچلي پلانونه، پټنځایونه او خطرناکې شبکې په نښه او له منځه وړل شوې دي.
'زه هېڅکله افغانستان ته نه یم تللې': شپږ میلیونه ایستل شوي کسان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سره ژوند پیلولو ته اړ شوي دي
سپین ږیري او مشران په لکړو تکیه، له دردمنو او ګردجنو څېرو سره، په سختۍ روان دي. حیران ماشومان هغه چرګان غېږو کې نیسي چې تر شا پرېښودلو شویو کورونو یې له ځان سره راوړي دي. ۳۵ کلنه نازیه، له پاکستان (چېرته چې زېږېدلې وه) افغانستان ته له راتلو څو شېبې وروسته وايي: "خپل هېواد ته په راتګ خوشاله ده." د تورخم دروازه چې په "زېرو پواینټ" یا صفري نقطه مشهوره ده، داسې ځای دی چې د یوه سخت ژوند پای او د یو بل پیل ښیي.
ملګري ملتونه: د افغانستان د تېرو دوو لسیزو د جګړې له ۴۰ زره قربانیانو سره انصاف نه دی شوی
ملګري ملتونه وایي، د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د افغانستان د جګړې ډېری ملکي قربانیان "پرته له عدالت، د تاوان له جبران او ان د خپلو کړاوونو له پاملرنې پرته" پاتې شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، د طالبانو، د "اسلامي دولت" ډلې (داعش) د بریدونو او همدارنګه د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د وسلهوالو ځواکونو او د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلوالې د عملیاتو پر مهال، له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
جرمني ته د طالبانو حکومت د پلاوي له سفر سره هممهاله ۲۲ نور افغانان کابل ته لېږدول شوي
جرمني ته د طالبانو حکومت د يوه پلاوي له سفر سره همهاله دغه هېواد ۲۲ نور افغان وګړي د یوې چارټر شوې الوتکې له لارې کابل ته ستانه کړي دي. د جرمني د راينیشه پوست ورځپاڼې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د يوه ویاند له خولې ویلي چې "ټول دغه کسان محکوم شوي مجرمان دي او د وژنې، غلا او قصدي اورلګونې په ګډون د جرمونو په ترسره کولو تورن شوي وو".
د امریکا یوه فدرالي قاضي د رحمان الله لکڼوال د ژوند ژغورلو لپاره هغه ته د جبري خوراک ورکولو امر وکړ
په امریکا کې یو فدرالي قاضي امر کړی چې رحمان الله لکڼوال، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارد پر غړو د ډزو په قضیه کې مشکوک دی، په زور تغذیه شي. نوموړي په توقیف خونه کې '' له څو میاشتو راهیسې د خوړو له خوړلو او کله ناکله د اوبو له څښلو'' ډډه کړې ده.
کرېکټ: هند له افغانستان سره سياليو ته پياوړې لوبډله اعلان کړې، څوک په کې دي؟
د هند کرېکټ بورډ له افغانستان سره د شل اوریزو سياليو د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د ۱۵ کسيزه لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړی دی. دغه سيالۍ چې د افغانستان په کوربتوب د هند په ډيلي کې ترسره کېږي، ټاکل شوې د سپټمبر مياشتې پر ۱۳مه پيل او د همدې مياشتې تر ۱۷ نېټې پورې به دوام وکړي.
نړیوال سور صلیب: "نړیواله ټولنه دې افغانان یوازې نه پرېږدي"
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې (ICRC) یوې جګپوړې چارواکې ویلي، سره له دې چې د افغانستان خلک له "خورا شدیدو اړتیاوو" سره مخ دي، دا هېواد د نړیوالو له پاملرنې لوېدلی دی. هغې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې "افغان ټولنې یوازې نه پرېږدي". د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتو مدیرې یاسمین پراز ډیسیموز په کابل کې له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې افغانان د "کافي لویو بشري اړتیاوو" او د روغتیايي سیستم له رالوېدو سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره "سختې مبارزې" کوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































