د هندوانو توکمپال سیاستوال بال تکېرای په ممبی ښار کې د زړه درېدو له امله د ۸۶ کلونو په عمر مړ شوی دی.
ښاغلی تکېرای د ښي اړخي شیو سینا ګوند بنسټ اېښودونکی وو. هغه د خپلو توندو خبرو له امله مشهور وو.
پر تکېرای په ملي او نړیواله کچه نیوکې کېدې چې په ۱۹۹۳ کال کې یې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ کړکېچ ته لمن وهله.












