د هند د بهرنيو چارو وزير اس ام کرشنا له خپلې دندې استعفا کړې.
د دغه ۸۰ کلن هندي سياستوال له خولې ويل شوي چې له خپلې استعفا سره غواړي ځوانانو ته لاره پرانيزي.
اس ام کرشنا له ٢٠٠٩م کال راهيسې د هند د بهرنيو چارو د وزير په توگه دنده ترسره کوله خو د خپلو تېروتنو له امله يې هم شهرت موندلى وو.
ښاغلي کرشنا يو ځل د پرتگال د بهرنيو چارو د وزير له وينا نه اخيستل شوې برخې د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته لوستې او بيا وروسته پوه شو چې دا د هغه لېکلې وينا نه ده او په ٢٠١٠ م کال کې د هغه پاکستاني سيال په ېوې خبري غونډه کې په څرگنده پر نوموړي د سستۍ او نه وړتيا تور ولگاوۀ او وې ويل چې بيا بيا يې له دیلي نه د لارښوونې غوښتنه کوله












