د نړۍ سل ډېر شتمن چې شاه رخ خان هم په کې دی
امریکايي مجلې فوربز د نړۍ په کچه د سلو ډېر عاید لرونکو هنرمندانو نوملړ خپور کړی چې په ډله کې یې د هندۍ سینما وتلي لوبغاړي شاه رخ خان او سلمان خان هم شته.
په سږني نوملړ کې ټولټال د ۱۰۰ ډېر عاید لرونکو هنرمندانو عواید پرتله شوي چې په ډله کې یې ۱۶ سلنه ښځې دي.
په دغه نوملړ کې نیمايي کسان د سندرو او موسیقۍ نړۍ ااړوند دي، خو په ډله کې یې نامتو فوټبالي کرسټیانو رونالډو او باسکټبال لوبغاړی لیبرون جیمز هم شته.

د عکس سرچینه، Reuters
شون ډیډي کومبز ۱۳۰ میلیونه ډالره
د کومبز د سندرو وروستیو دوو البومونو ښه بازار درلود، نوموړی یې د شهرت پر ګدۍ کېناوه او د هغه ګټه وټه یې زیاته کړه.
تېر کال نوموړی د همدې مجلې په خپاره کړي نوملړ کې پر ۲۲م ځای و، خو سږ یې په سر کې ځای لري.
د نوموړي د عاید سرچینې د امریکا هنري سفر، له ووډکا شراب جوړوونکې کمپنې سره د مارکیټینګ هوکړه لیک او همدارنګه د هغه د ټوکر جوړونې کارخونه ښودل شوې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
بیونسي نالز ۱۰۵ میلیونه ډالر
دغه مشهوره سندرغاړې تېر کال په ۳۴م ځای کې وه، خو سږکال یې ځان دویم نمبر ته رسولی دی.
د نوموړې د عاید سرچینې د (فارمېشن) په نامه هنري سفر او د هغې وروستی سندریز البوم (لیمینیډ) ښودل شوي دي.
د هغې کورودان (جي زي) په پنځه پنځوسم نمبر دی.

د عکس سرچینه، AFP
جي کی رولینګ ۹۵ میلیونه ډالر
د دې برتانوۍ هنرمندې نوم یو ځل بیا د فوربز مجلې په خپاره کړي نوملړ کې راغلی دی.
خو دا ځل د ډېر عاید لرونکو هنرمندانو په ډله کې درېیم ځای لري.
د هغې عواید د هیري پوټر او کرسېد چایلډ فلمي ټوټو له لیکنې په لاس ورغلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
کرسټیانو رونالډو ۹۳ میلیونه ډالر
له ریال ماډریډ سره لوبېدونکی پرتګالی فوټبال لوبغاړی د فوربز مجلې خپاره کړي نوملړ کې پنځم ځای خپل کړی دی.
پر فوټبال سربېره رونالډو د نیکرونو او لنډو کمیسونو کارخونې هم لري. پر دې سربېره له نایک کمپنۍ سره د دایمي هوکړه لیک له لاسکولو هم ګټه وټه ور رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کایلي جینز ۴۱ میلیونه ډالر
د کارډیشیان جینز کورنۍ ۱۹ کلنه هنرمنده کایلې جینز د لومړي ځل لپاره د فوربز مجلې په نوملړ کې راغلې ده.
نوموړې د دغه نوملړ تر ټولو کم عمره برخه واله ده.
هغې ته عواید له یوې ټلوېزیوني ټولنیزې نندارې او همدارنګه د سینګارتوکو له خپلې کارخونې په لاس ورځي.
نوموړې د فوربز مجلې په خپاره کړي نوملړ کې ۵۹م ځای خپل کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP
شاه رخ خان ۳۸ میلیونه ډالر
د هندۍ سینما بالیووډ نامتو لوبغاړی شاروخ خان د ډېر عاید لرونکو هنرمندانو په ډله کې ۶۵م ځای خپل کړی دی.
د هغه د سږ کال په ډېر عاید لرونکو فلمونو کې د (رییس) په نامه فیلم هم شته. نوموړی په فیلم کې د کار کولو پر حق الزحمې سربېره د فلم له ګټې وټې هم خپله برخه اخلي.
خان د صنعتي کمپینو له اعلانونو هم پیسې تر لاسه کوي.

د عکس سرچینه، AFP
جینیفر لوپیز ۳۸ میلیونه ډالر
فیلمي لوبغاړې او سندرغاړې جینیفر لوپیز په سږني نوملړ کې د ۳۸ میلیونو عوایدو په لرلو سره ۶۵م ځای خپل کړی دی.
د نوموړې عواید له (ورلډ اف ډانس) نندارې ښودل شوي چې دمګړۍ هم روانه ده.
لوپیز د دغې ننداره اجرایوي پروډیوسره او همدارنګه پرېکړه کونکې هم ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
سلمان خان ۳۷ میلیونه ډالر
د بالیووډ فیلمونو د ځوان کهول د خوښی لوبغاړی سلمان د فوربز مجلې د ۲۰۱۷ په نوملړ کې ۷۱م ځای خپل کړی دی.
نوموړي له ۱۹۸۹ کال راپدېخوا ټولټال په ۸۵ فیلمونو کې رول لوبولی او لا هم په دې چاره بوخت دی.
نوموړی په فیلم کې پر رول لوبولو سربېره د فیلمونو لارښودي هم کوي.
سږکال د هغه ډېر عواید له (سلطان) فیلم څخه و چې د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د هندي سینما تر ټولو ډېر عاید لرونکی دویم فیلم و.








